په افغانستان کې د وروستیو نا آرامیو تر شا څه دي؟

عبدالملک پرهیز

کابل بیا د خپلو بچیانو په سپېڅلو وینو ولمبول شو. د امنیتي ارګانونو د راپور له مخې دغه کرغېړن عمل د پاکستان د اسختباراتي او جهنمي سازمان آی اس آی له خوا جوړ او عملی شو. دا د تېرو جنایتونو په لړ کې یو بل  ټکان ورکوونکی او غیر انساني عمل ؤ چې د څو لسیزو راهیسې زموږ په سپېڅلي هیواد کې په پرله پسې ډول د پاکستاني اجیرانو او مزدورانو له خوا تکرارېږي ، په یقین چې دا به

د دهشتګرانو  وروستی وروستی دهشت نه وي او په تاسف سره د غمیزو دا سلسله به روانه وي .
دا تروریستي عملونه که په تېره کې د اسلامي جهاد په نامه تر سره کېدل ، شاید ځنیو کسانو به پرې باور کاوه چې ګنې دا جهاد دی خو نن هماغه تروریستي عملونه د هماغه جهادي رژیم پرخلاف د هماغه مرکز نه تنظیم او ترسره کېږي چې په تېره کې يې د پاکستان د استخباراتي او پوځي جنایتکار رژیم  تر قوماندې لاندې د خپلو خلکو او اولسونو پر خلاف  د پاکستان دګټو د خوندي کولو دپاره د کفر او اسلام تر دروغجن شعار لاندې ددوی او د دوی د بادارانو په خبره  جهاد کاوه. د کومو علتونو له مخې چې دوی جهاد کاوه نه یوازې هغه علتونه له منځه تللي بلکې ددوی د خوښې اسلامي رژیم هم برقراره شوی ، د افغانستان دولت او ټوله هستي او شتمني ددوی په ولکه کې ده بیا نو دا اوسنی جهاد د څه دپاره ؟، په اسلام کې بیا دوی بل اسلام لټوي او دا جهاد ولې عامه او بېګناه مسلمان خلک چې روژه يې په ده په نښه کوي.
دا جهاد خو لا  له هماغه پیله  د افغانستان د خلکو پر خلاف د پاکستان او د هغې د متحدینو تروریستي جګړه وه په پرله پسې ډول په نویو او تازه بڼو دوام مومي. که په دقیقه توګه وویل شي دا توره جګړه لا د پاکستان له جوړیدو پخوا ، په همدغه جغرافیه کې چې اوس پاکستان دي  د افغانستان د ترقي خپلواکۍ او د ملي واکمنۍ پر خلاف او د افغانستان مترقي او وطنپال شاه امان الله شاه پرضد د مذهبي تندلارۍ په بڼه  د ښکېلاکګرو د استخباراتي شبکو له خوا پیل شوه چې افغانستان يې د ترقۍ او پرمختیا له کاروانه څو پېړې په شا و تمبولو ، چې وروسته همدغه توره او کرغېړنه دنده د ښېلاکرو له خوا پاکستان ته وسپارل شوه چې له تېرو څو لسیزو را   په دېخوا په افغانستان کې د بې شمېره قربانیو او دهشتونو سبب شو . پاکستان یانې د انګلیس د استعمار دوام په نوې څېره کې. د ا هیواد لکه څنګه چې  د اسلام له مقدس نوم څخه د دروغجنې او ناوړه استفادې پر بنسټ شو ، نو د خپل شتون په ټوله دوره کې يې د خپل تور ماهیت له مخې يې د اسلام څخه د خپلو شومو ګټو د ترسره کولو دپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی.
یو متل دی وايي «هر څه ځي عادت نه ځي»  پاکستان هم چې د بنسټ پالنې او مذهبي تند لارې د ایدیالوژۍ او فساد او ناولتیا پر بنسټ د وخت ستر نړیوال استعمار لويې برتانیې له خوا جوړ شوی ، نه شي کولی خپل تور او غیر انسانی ماهیت او تومنه بدله کړي، دا د فتنې او ناولتیا مرکز د خپلو ټولو ګاونډیو سره تل په شخړ او ستونزو کې ډوب ؤ او دی. د خپل جوړېدو له پیله يې په سیمه کې تاوتریخوالي او جګړو ته لمن وهلې ده او  تندلارۍ ، مذهبي ، قومي او ژبنۍ  تعصبونه يې په خلکو کې خپاره او پارولي دي او د تروریزم د روزنکي، پالونکي  او لېږدونکي  هیواد په بڼه يې خپل بشري ضد رول په افغانستان ، سیمه او ټوله نړۍ کې ترسره کړی او نړۍ يې  د ترهګرۍ د خپرولو له لارې په  فعال توګه بې ثباته او له خطر سره مخامخ کړې ده. دغه شیطاني مرکز د اتومي تکنالوژۍ د خپرولو هڅې هم کړي، څو دغه خطرناکه وسله د تروریستان منګولو ته ورسوي. چې د همدې جرم په تور ددغه هیواد د اتومي تکنالوژۍ مشر قادر خان د بین المللي پولیسو تر څارنې او تعقیب لاندې ؤ. همدغه شیطاني کړۍ د نړیوال تروریزم رهبران په زیاتې مهارت سره د نړیولو له سترګو پټ ساتل او ساتي خو په خپل هیواد کې يې د هغوی له شتون انکار کاوه. نو ځکه دا نه یوازې د سیمې دپاره بلکې د ټولې نړۍ د امنیت دپاره سترګواښ او خطر دی.
دا به بېخي پر ځای وي که ووایو د جنایت او تروریزم دغه مرکز اوس له ستر بحران سره لاس او ګرېوان دی او نور نه یوازې د خپلو هستونکو  په ګټه نه بلکې شتون يې د سیمې او نړۍ او ان د خپلو هستونکو  امنیت ته ستر ګواښ دی، نړۍ به ډېر ژر دې پایلې ته ورسېږي چې دغه تروریستې مرکز نور د ځغملو نه دی او باید له منځه ولاړ شي او که فاکتونو او حقایقو ته پاملرنه وشي نو نړۍ همدا اوس هم همدې پایلې ته رسېدلې ده چې هیواد نړیوالې سولې او امنیت ته ټينګ خطر دی. خو داچې ددې تورې بلا ستونی به کله او څنګه زبېخي دا د وخت او زمان خبره ده خو یو حقیقت څرګند او روښانه دی او هغه داچې نړۍ هره ورځ د ترور او ترور پالونکو پر خلاف سره یو موټې کېږي او ددې خطر عواقبو ته متوجه شوي دي.
د نړۍ اوسني حالات د پاکستان په زیان پرمخ ځي او د پاکستان شتون يې ، د شرارت د مرکز په توګه ، له ګواښ سره مخامخ کړی دی. پاکستان چې تل د ترور او دهشت له لارې خپل ژوند ته دوام ورکاوه او ورکوي ،اوس د هرې  ورځې په تېرېدو سره د نړېوالې کرکې او نفرت سره مخامخېږي.   دغه هیواد د خپل دهشتګرانه سیاست په تعقیبولو سره له ځانه د ژوندي پاتې کېدو چانس او امکان اخیستی ، او ویلی شو چې دا د پاکستان د شتون  که وروستۍ شېبې نه وي خو زیات دوام هم نه شي کولی، وايي کله چې شمه مري نو زیاتې لمبې کوي.
 د پاکستان تروریستي واکمن رژیم هڅه کوي بحران په افغانستان کې تود وساتي او ددې کار دپاره په خپل ټول ځواک او امکاناتو سره هلې ځلې کوي  د سولې او ثبات په لور د افغانستان لارې وتړي او نړۍ په افغانستان کې بوخته وساتي ، څو له دې لارې خپل کرغېړن ژوند لږ نور هم اوږد کړي. ددې کار دپاره پاکستاني واکمنان له خپلو ټولو امکاناتو او  وسایلو څخه کار اخلي ، لکه د سیند په څپو کې مایوسه کس هرې خوا او هرې خزلې او بوټي ته لاس اچوي. پاکستاني چارواکي هم په سیمه ایز او نړیوال ډګر کې هيڅ امکان چې د پاکستان ډوبېدونکې بېړۍ  د ژغورېدو سبب شې، له لاس نه ورکوي. له یوې خوا لویديځ او امریکې ته د دوستۍ او وفادارۍ سر خوروي ، په دې هیله چې که وکړی شي ددې هیوادونو ملاتړ او باور بېرته تر لاسه کړي.
 خو کله چې هڅې يې په زړه پورې نتیجه ور نه کړي ، بیا روسيې او چین ته مخ اړوي او ګواښ کوي که تاسې مو پرېږدۍ نو موږ هلته ځو او د منافقت له مخې غواړي د روسانو پښه هم د افغانستان بحران ته راکشه کړي ، څو په دې ډول له یوې خوا ځان له ګوښه توب او ځانته خلاص کړي او له بلکې خوا جګړه څو اړخیزه کړي. دا کار کېدی شي موقتي ځنې پایلې ولري خو په اوږده موده کې دغه خوسا هیواد ژغورلی نه شي. روسانو به هغه سترزیان او ضربه چې د پاکستان له لارې او مرسته شوروي ته ورسېده  هېڅکله هم هیر نه کړي. بلې خوا چین او روسیه خپلو پولو ته نژدې د یو تروریستي هیواد شتون شاید تل ځغملی ونه شي. اوس د امریکې سره د سیالۍ له امله کېدی شي د پاکستان مرستې ته اړتیا ولري خو کله چې  د  هغوی سیال له سیمې ووځي ، نو بیا هغوی ددغه خبیث او شیطاني  مرکز سره خپله تصفیه تر سره کوي. په یقین سره چې د شر او فساد مرکز هم په دغه خبره پوهېږي خو دواړه خواوې د خپلو مجبوریتونو له مخې یو بل ته نژدې شوی . خو پاکستان غواړي دا هم وښايي د افغانستان په ناورین له موږ پرته نور هم ګډون لري. باید وویل شي چې د روسانو او چینایانو هدفونه نور دي. روسان او چينایان  غواړي ناتو او امریکا تر ممکنه برید له خپلو پولو لرې وساتي او چین چې په اقتصادی ډګر کې د امریکې یوازنی رقیب دی غواړي خپلې اقتصادي ګټې په سیمه کې د امریکې په نه شتون کې تضمین اوخوندي کړي. خو دا بل بحث دی چې په بل بحث کې به پرې خبرې وشي .  
 د شر او وحشت دغه مرکز د نړېوالو هڅو تر څنګ په سیمه او افغانستان کې خپلو دهشتګرانه اعمالو ته په لاندې دلیلونو زور ورکړی:  هغوی د ډیورند تش په نامه تحمیلي کرښه د ځان دپاره همېشنی خطر بولي. ددې کرښې پېژاندل او نه پېژاندل هيڅ یو د پاکستان د ستراتیژیک ژورتیا د سیاست پربنسټ  د هغوی په ګټه نه دي، ځکه پاکستان نور په داسې حالت کې نه دی چې د هندوستان د چټک او بېساري اقتصادي او تکنالوژیکي پرمختیا تر وړاندې په یوازېوالي سره و درېږي ، هغوی په هر صورت افغانستان ته ، د افغانستان خاورې او طبعي شتمنیو ته د خپلو سترتیژیکو هدفونو له مخې سخته اړتیا لري . نو که کرښه په رسمیت وپېژاندل شي بیا هم پاکستان هغه ملاتړ نه تر لاسه کوي د کوم دپاره چې په تیر څلوېښتو کلونو کې شیطاني اعمال ترسره کړي. او که دا کرښه په رسمیت و نه پېژاندل شي نو څرګنده ده چې د پاکستان شتون تر پوښتنې لاندې دی. خو پاکستان په دې هم پوهېږي هماغسې چې د افغانستان او پښتونخوا او بلوچستان خلکو د ډيورند تړون نه دی منلی ، هره بله معامله چې د افغانستان د خلکو د ارادې او ګټو خلاف وشي  نه مني. نو ځکه هغوی یوه لاره لري افغانستان په هره بڼه وي تر خپل کنترول لاندې راولي او خپل ګوډاګیان واک ته و رسوي، څرنګه چې افغانستان د تاریخ په بهیر کې د زرګونو کلونو په اوږدو کې رامنځ شوی او د تاریخ له سترو آزمايښتونو ژوندی راوتی له دغه تاریخي ازمایښته به هم په بري سره را وځي ، څه چې په دې منځ کې له منځه ځي هغه د شر او فساد مرکز دی چې په تاریخي مرګ محکوم دی.
خو طبیعی خبره ده چې د شیطانت مرکز په خپله خوښه له خپلو شیطاني کړنو لاس نه اخلي او خپلو کرغړنو کړنو ته د مړینې ترشیبې دوام ورکوي. نو ځکه ددې تړون پربنسټ غواړي د دواړو هیوادونو په پلو کې حالات ترینګړي کړي چې له دې ترینګړتیا هم دوه مخې لري، د پولې دواړه  غاړو ته سیمې د دهشتګرو تر ولکې لاندې راولي څو د مذهبي دهشتګرو په مرسته ، د آزادي غوښتنې حرکتونه په پښتونخوا او بلوچستان کې و ځپي  اوپه سیمه کې د دهشتګردۍ سره د مبارزې په بهانه  خپل پراخ پوځي ځواکونه ځای پر ځای کړي چې دا کار په شدت سره روان دی.  د دهشتګرو په مرسته مخالف  قومي ، ملي اوسیاسي  شخصیتونه او مشران وژني او تروروي اویا د سیمې پريښودو ته يې اړ باسي . غواړي دواړه غاړو ته د وروڼو قومونو ترمنځ د کرکې او بې باورۍ فضا رامنځ ته کړي.
د پښتنو او قبایلو او بلوڅو پر سیمو د بشپړ کنترول د ټينګولو په خاطر د تروریستانو د مخنیوي تر نامه لاندې د ډيورند د فرضي کرښې په اوږدو کې خنډونه جوړوي او خپلې پوځي پوستې ځای پر ځای او پراخوي چې هدف يې د پښتنو او بلوڅو د احتمالي پاڅون څخه مخنیوی او له بلې خوا افغانستان ته د ورانکارو او تروریستانو د استولو او ملاتړ ښه امکانات رامنځ ته او برابر کړي. خو که څوک له دوي  پوښتنه وکړي چې که په ريښتیا ستاسې هدف د تروریستانو د تګ راتګ مخنیوی وي نو تروریستان خو ستاسې په ښارونو کې ستاسې د پوځي اډو ترڅنګ په پوره مصونیت کې ژوند کوي ، بن لادن هم ستاسې د استخباراتو د مرکز تر څنګ ژوند کاوه، چې تاسې ترې منکر وئ، نو  لازمه ده چې د تروریستانو مرکزونه او د زده کړې کمپونه ،او تروریستي مدرسې په هماغه ځایو کې چې ستاسې تر کنترول لاندې دي وتړئ. خو په عمل کې لیدل کېږي چې دوی ددغه مرکزونو فعالیتونه نور هم پراخ او هر اړخیز کړي دي.
د پاکستان د دهشتګرۍ بل هدف په  افغانستان کې د اړوډور او بې قانونۍ رامنځ ته کول دي.  که د وزیر اکبرخان مینې چاودنې ته پام وشي نو د پاکستان  هدف په ډېر څرګنده لیدل کېدی شي:
•    په دې چاودنې سره دوی لومړی افغانستان ته ستر اقعصادي او انساني زیان ورسوه، خلک يې په ویر او غم کې کېنول.
•    نړیوالو ته يې هم وویل د افغانستان امنیتي اورګانونه په خپلو چارو کې ناکام دي.
•    د چاودنې له تر سره کېدو سره په انترنیټ کې د افغانستان د دولت پر خلاف پراخ او منظم تبلیغاتي کمپاین پیل شو، ددې تبلیغاتو مخه د پېښې جنایتکاران ول چې په سر کې يې د پاکستان دولت ځای لري ، نه ؤل بلکې ددوی د تبلیغاتو هدف د افغانستان دولت ؤ . البته دوه ډوله مبلغین تر سترګو کېږي ، یوه ډله چې د تبلیغاتو سازمان او لوری ورکوونکي دي او بله ډله چې دردېدلي او د احساساتو له مخې د پېښې تر وړاندې خپل غبرګون څرګندوي. داسې ښکاري چې د تبلیغاتو سازمان ورکوونکې ډله د تبلیغاتي یرغل دپاره ښه چمتو کړی شوې وه.
•    تبلیغاتو اصلي دښمن چې ناورین يې رامنځ ته کړی ؤ له خلکو هير کړی شو او هغه کسان يې په نښه کړل چې دې ناورین نه یوازې هغوی ته ګټه نه درلوده بلکې د هغوی واک هم ګواښي.
•    د هغې په تعقیب ، له خلکو د پاڅون غوښتنه وشوه، د پاڅون کوونکو هدفونه نه دي بیان شوي کله چې دوی دولت نسکور کړي نو څرنګه رژیم او دولت او تر کوم ضمانت لاندې رامنځ ته کوي چې تر دې دولت او رژيم به ښه وي؟
•    دا پېښې د ۹۲ کال پېښې را یادوي چې کودتا چیانو کودتا ترسره کړه خو دا چې څرنګه نظام رامنځ ته کوي ، هغوی هم هيڅ راز برنامه او مرام نه ؤ وړاندې کړی، د هغو پېښو پایله د زرګونو افغانان مرګ ، ژوبله او د ټول نظام ړنګېدل ول. خلک نه پوهیدل چې د پاکستاني روزل شوي جنایتکاره ډلو څخه چيرته او کومې خواته پناه یوسي. پایله ګډوډي ، چور او چپاول ، جګړې او د افغانستان د ټولې هستۍ او شتمنۍ له منځه تلل ول.
•    پاکستان او نور متحدین يې دا ځل هم همداسې یو پلان لري ، څو یو ځل بیا افغانستان د وحشت او بربریت تورې کندې ته ګوزار کړي.
•    د چاودنې هدف د عمومي نارضایتۍ او کودتا ته د لارې هوارول ول ، چې وروستیو پيښو او د سازمان ورکوونکو له شعارونو بېخي څرګند دی.
د یادولو وړ ده چې د سوله ایزو غبرګونونو ښودل د افغانستان د خلکو مدني او قانوني حق دی. هغه کسان چې د موجوده واکمنۍ سره موافق نه دي ، کولی شي په راتلونکی ټول ټاکنو کې د ګډون د لارې نوی مشرتوب غوره کړي او د قانون په آډانه کې خپل بخت و ازمايي. څرګنده ده چې ددوی  هدف مثبت بدلون نه بلکې د نوي چور او تالان دپاره د لارې هوارول دي.
د تروریستی او بمي بریدونه بل هدف دادی چې په افغانستان کې د اقتصادي پرمختیايي پروژو لکه د اوبو او بریښنا د بندونو او نورو پروژو مخه ډپ کړي او د مرسته کوونکو هیوادونو د پانګونې مخه ونیسي، څو افغانستان هيڅکله هم په خپلو پښو نه دريږي او د افغانستان طبیعي شتمنۍ د حریصو ګاونډیو نصیب شي.  
همدا اوس په سرحدي ولایتونو کې د افغانستان کانونه د داعش تر نامه لاندې د پاکستاني مخصوصو ځواکونو له خوا چور او تالان کېږي.
په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو، چاودنو په لاره اچول نور هدفونه هم لري چې ځنې يې په لاندې ډول مشخصولی شو:
•    د قانون او قانوني واکمنۍ د منځ ته راتګ او ټينګښت څخه مخنیوی.
•    د فساد او مافیايي کړیو پر خلاف ددولت د اقامونو مخه نیوی. د پرمختیايي پروژو له خنډ او ځنډ سره مخامخول. په دولت کې د استخباراتي شبکو لا غښتلي کول . په بحران او ګډوډۍ کې د افغانستان لا ډوبول.
•    د افغانستان د طبیعي منابعو، کانونو، اوبو او نورو اقتصادي زیرمو لوټول او یا فلجول.
•    په افغانستان کې د پاکستاني لاسپوسي رژیم تحمیلول. او افغانستان د خپل ستراتیژیک ژورتیا په کړۍ کې ساتل. او په پای کې افغانستان د پاکستان په یوې ډېرې اړول.
 پاکستاني واکمنان د پورته مخو د تر لاسه کولو دپاره په څو جبهو کې جګړه کوي .
 د یوشمیر کورنۍ مزدورو کړیو په مرسته په منظم ډول پراخ رواني او تبلیغاتي چارې چې مختلفې موخې لري،  پرمخ وړي.
•    د تپل شوې کرښې د په رسمیت پېژاندلو غوښتنه رامخ ته کوي، ژبني او قومي مسایل مطرح کوي ، دا پېښې په پوره همآهنګۍ ترسره کېږي  که پېښو ته پاملرنه وشي نو د پېښو ترمنځ تړاو په آسانې سره لیدل کېږي.
•    د سولې د بهیر تر وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي ، ټاکلي کړۍ د سولې پر خلاف نه پخلا کېدونکی دريځ نیسي. د سولې سره د مخالفت کړۍ د جګړې په دواړه خواو کې فعال دي. ټول هغه عناصر چې سولې ته زړه ښه کوي په دواړه اړخونو کې ځپل کېږي او له منځه وړل کېږي، د جګړه غوښتونکو ماشین په ډېر قوت سره چلېږي.
•    پاکستاني واکمنان غواړي د سولې او جنګ بهیر په خپل کنترول کې وساتي ، هر خنډ په بې رحمۍ سره له منځه وړي.
   لکه څنګه چې دمخه وویل شو په افغانستان کې سوله د پاکستان له ستراتیژیکو ګټو سره په تضاد کې ده.  ځکه په افغانستان کې د سولې او ټینګښت منځ ته راتګ په پاکستان کې د ټولنیز ، سیاسي ، اقتصادي  او امنیتي بحران سره متناسب ده. په لاندې لایلو:
•    که افغانستان له اقتصادي پلوه په خپلو پښو درېږي نو پاکستان  په افغانستان کې خپل اقتصادي بازار له لاسه ورکوي.
•    پاکستان چې له خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې نه لري ، د افغانستان له وړیاترانزیتي لارې څخه هم بې برخې کېږي کوم چې په راتلونکې کې منځنۍ اسیا او د سیمې نورو هیوادونو ته په مهمه ترانزیتي او اقتصادي لاره بدلېږي.
•     د افغانستان پر پراخو طبیعي منابعو د تسلط د تر لاسه کولو امکان د لاسه ورکوي، د فغانستان اوبه او کانونه چې د پاکستان دپاره د ژوند او مړینې مانا لري ، د تل له پاره له لاسه ورکوي.
•     د افغانستان اقتصادي او ټولنیزه پرمختیا او پوځي پیاوړتیا په کوزه پښتونخوا کې د خپلواکۍ مایوسه غورځنګ ته بیا نوی ساه ور کوي.
•     پاکستان د تروریستانو له لارې تر لاسه شوي ټول مادي امکانات چې له عربي او نورو هیوادونو يې لاس ته راوړي له لاسه ورکوي.
•     پاکستان به نه یوازې د پیاوړي هند سره مخامخ وي بلکې د پیاوړي افغانستان سره به هم مخامخ وي.
•    پاکستان کله چې د تروریستانو څخه د ګټې اخیستلو امکان د لاسه ورکوي نو پخپله به د خپلو تروریستانو ښکار شي.
•    پاکستان به نور د نړۍ دپاره سترتیژیک ارزښت و نه لري او دغه سترتیژیک مرکزبه افغانستان پاتې کېږي.
  له حالاتو او جاري حقایقو داسې ښکاري چې پاکستان نور د خپلو رامنځ ته کوونکو دپاره هم هغه پخوانی ارزښت چې په تېره پېړۍ کې يې درلود،  نه لري، دا ځکه چې هغوی اوس په خپله په دغه سیمه کې پراخ پوځي او اقتصادي شتون لري او د پاکستان منځګړتوب ته اړتیا نه احساسوي.
دوی د خپلو مخو دپاره نورپاکستان نه بلکې نېغ په نېغه په خپل مستقیم امکاناتو کارکوي. نو  پاکستان نه یوازې هغه پراخ مالي او پوځي امکانات چې په وړیا به يې له لوېدیزو ملاتړ کوونکو، امریکې او انګلیس څخه  تر لاسه کول نور نه تر لاسه کوي او نه یوازې دغه امکانات د لاسه ورکوي  بلکې داسې ښکاري چې پاکستان نور د لوېدیز په نوي جیو پولیتکي سیاست  کې ځای نه لري ، نو ځکه پنجابي واکمنان په خپلو ټولو امکاناتو سره لاس او پښې وهي څو دغه  ډوبېدونکې بېړۍ له ډوبېدو وژغوري.  لوېدیځ چې افغانستان يې د خپلو راتلونکو اقذامونو دپاره  ټاکلی غواړي په هره بیه چې وي خپل شتون خوندي کوي ، ځکه هغوی پوهيږي که یوځل په افغانستان کې مات شول نو د اسیا له دغې سیمې د تل دپاره باید خپله کډه بار کړي.
پنجابي واکمنو ته دوه لارې په مخ کې پرتې دي یا باید خپل تقدیر ته تسلیم شي  او یا په هغه جبهه کې ورګډ شي کوم چې د لويديځ د ګونډه کولو دپاره په ټول قوت ډګر ته راوتي.  پاکستان لا د منافقت لوبه کوي ، هغه داسې چې لا هيله مند دي چې که وکړی شي افغانستان له پښو وغورځوي او پاکستان لویديځ ته په سیمه کې د شتون او پاتې کېدو یوازنی مرکز وګرځوي او افغانستان هم تر خپل کنترول لاندې راوړي او د پاکستان د حتمي ړنګېدو مخه ونیسي . پاکستان هڅه کوي د اوس دپاره د هند په جبهه کې حالات زیات ترینګړي نه کړي څو وکولی شي خپل ټول ځواکونه او امکانات د افغانستان په لور متمرکز کړي.
بله لاره چې پاکستاني واکمنو ته په مخه پرته ده داده چې د تندلارې او بنسټ پالنې  مفکوره او لاره خوشې کړي . خو دغه هیواد چې د خپل شتون له پاره پرته له دیني توندلارې مفکورې بل  بنسټ نه لري په هيڅ  وجه نه شي کولی د وینو او جنایت دغه لاره خوشې کړي ځکه د خپل شتون او منځ ته راتګ ایدیولوژیکي اساس  له لاسه ورکوي او په دې ډول باید د پاکستان له شتون سره هم باید مخه ښه وکړي.
 پاکستان په یوې پېچلي او خطرناکه دوه لارې کې ولاړ دی .  که پاکستان د تند لارۍ، ترور او دهشت سیاست  ته دوام ورکړي نو دا به د زبرځواکونو ګټو ته سخت زیان ورسوی او نړۍ به دې ته اړ شي چې دغه اضافي او غیر ضروري او غیر تاریخي او غیر طبیعي هیولا له منځه یوسي او که لاره بدلوي نو بیا هم لکه چې دمخه وویل شو د پاکستان د ختېمدو پایله به رامنځ ته کړي.
د پاکستان د کمزورۍ او ورخطايۍ  بله نښه داده چې په تېره پېړۍ کې پاکستان د لوېديځ په ملاتړ د افغانستان پر خلاف یرغلیز سیاست درلود او تل يې د افغانستان د لاندې کولو، ویشلو او د پاکستان په صوبې د اړولو خوبونه لیدل، پاکستان په افغانستان د سترتیژیک ژورتیا په لټه کې ؤ نو ځکه يې د ډيورند د کرښې خبرې نه کولې. پاکستان د لويدیځ او د عربي پانګې په تر لاسه کولو افغانستان ته د تندلارو د روزنې پراخ مرکزونه پرانیستي ول او د تروریستانو په استولو يې افغانستان د سختې بې ثباتۍ سره لاس او ګرېوان کړی ؤ. پاکستان د افغانستان پرخلاف د تروریستانو پراخ ځواکونه په واک کې لري، مجاهدین، طالبان او داعشیان او داسې نور چې  داټول د پاکستان تورې لښکرې دي چې د افغانستان د بدمرغۍ اسباب يې برابرکړي دی. خو نن حالات داسې دي چې پاکستان باید د ترور دغه هټۍ وتړي ځکه دغه تورې هټۍ نه یوازې افغانستان زیانمنوي بلکې هغه هیوادونه چې سیمې ته د لویو مخو دپاره راغلي هم زیانمنوي، او دا هغه څه دي چې زبرځواکونه يې  ځغملی نه شي. همدا اوس د امریکې او اروپا مشران پاکستان یوه ستونزه بولي ، د اروپايي پارلمان مرستیال د پاکستان پر خلاف د اقداماتو غوښتونکی شو څو هغه تاریخي بې عدالتي او تیروتنه اصلاح کړي چې هغوی د پاکستان په رامنځ ته کولو کې کړې وه .
 پاکستاني چارواکي چې په سیاست کې خورا ځیرکه دي په دې خبره تر بل هر چا ښه پوهيږي.
د پاکستاني واکمنو د اوسنیو هلو ځلو مخه په افغانستان کې د ثبات او ټينګښت له رامنځ ته کېدو څخه په هره بیه جې وي مخنیوی دی. دوی په ټولو برخو کې خپل وروستي ریزرفونه(سیاسي،  پوځي ،  استخباراتي ، تروریستي، دهشتګري او تبلیغاتي ډګر کې)  په کار اچولي څو افغان دولت په ګونډه کړي.
خو لازمه ده چې د افغانستان دولتي جوړښت هغې برخې ته ټينګه پاملرنه وشي چې په افغانستان کې د فساد کړۍ په نامه یادېږي او په بحران کې ځان او خپلې ګټې خوندي ویني دوی د بحران په ژورولو کې د پاکستاني تبلیغاتي کماندوګانو په څېررا څرګندېږي او په ډېره ځيرکۍ له پاکستان او  پاکستاني تروریستي کړنوڅخه  د خلکو پام د دولت پر لور را اړوي.
د افغانستان دولت ډېره برخه چې له همدغه تورو کړیو جوړ دی او په دولت کې همدغه تورې کړۍ دي چې  د بحران او دهشتونو  هستونکي او مرسته کوونکي دي او په قانون ، قانونیت او عدالت کې خپل مرګ ویني.
په تاسف سره د افغان دولت د فساد او جاسوسانو په کرغړنو پنجو کې را ښکیل دي . وروستیو پېښو ته که نظر وشي په تېره بیا د پرون خونړۍ پېښې ته دغه پېښه په ډېره امنه سیمه کې ، د دولتي امکاناتو، موټرو ، پېژند کارتونو، پټو شفرونو او نورو امکاناتو په مرسته تر سره شوی. یانې دا چې د لوړ رتبه مامورینو او ان ځنې سفارتونو د لاس لرلو نښې او نښانې په کې لیدل کېږي.
دولت چې د تورې مافیا او مفسدینو په لاس کې ښکېل دی . تر هغې د پاکستاني او نورو بهرنیواو کورنیو ورانکاره ډلو تیریو ته ځواب ویلی نه شي ترڅو دغه کړۍ د امنیتي ارګانو څخه پاک او لرې نه کړي.
دولت په کورني ډګر کې د امنیت د رامنځ ته کولو په برخه کې ځکه پاتې راغلی چې د امنیتي ارګانونو په ټولو پوړیو کې پاکستان ، ایرانی  ښکاره او پټ جاسوسان ځای پرځای دي. که د دولت  له څو مهمو امنیتي ارګانونو څخه، د تروریستي کړیو همکاران لرې نه شي، د امنیت راتګ ناممکن کار دی.
افغانستان د خپل اوسني بین المللي دريځ څه په ګټه اخیستلو سره  کولی شي ، دولتي واک غښتلی او جاسوسان په شا و تمبوي.
په نړۍ وال ډګر کې د پاکستان د ګوښه کولو دپاره افغانستان فعال ، هوښیار او په کار پوه سیاسي او مسلکي لوبغاړو ته د بهرني سیاست په ډګر کې اړتیا لري چې باید وګومارل شي.
افغانستان ته په کار ده څو د چین او روسيې سره د پاکستان د یو ځای کېدو هڅې شنډې کړي. افغانستان باید ددې سترو زبرځواکونو سره د خبرو او تفاهم لارې ولټوي، څو د ورانکارو دپاره نوي ملاتړي پیدا نه شي. ځکه له دغه هیوادونو سره د پاکستان جوړه کېدل افغانستان له سختو او نه جبرانېدونکو عواقبو سره مخامخولی شي.
د افغانستان حالات هم ډېرپېچلې او خطرناکه دی ، هره غلطه پریکړه افغانستان له لویو ناورینونو سره مخامخولی شي.
که څه هم د افغانستان ملي ، مترقي او وطنپاله  ځواکونه په فکري ګډوډۍ، تشنج او د حالاتو څخه د سم پوهاوي د نشتون په تشه کې لاس او پښې وهي او په یو ډول سیاسي ګنسیت کې ډوب دي خو بیا هم د افغانستان د ژرغورنې دپاره سترګې د همدوی په لورې آوړي.
که څه هم یو شمیر روڼ اندي د فساد د کړیو د شیطاني هڅو ښکار شوي او د فساد د کړیو د شعارونو تر اغېزې لاندې عمل کوي. او خپلې شخصي ګټې تر ملي او وطني ګټو لوړې بولي . خو لا هم د افغانستان ستر اکثریت د خپل وطن ، خلکو ، سولي او پرمختیا سره ژوره مینه لري او دوی په ګډه کولی شي د ټولو تورو ارتجاعي قوتونو پرخوله ماتونکی سوک شي. چې باید له دغه ریزرفونو سمه او منقطي او پرځای استفاده وشي.
هغه څه چې  اوسني حالت له هر وګړي نه غواړي هغه د مکاره دښمن د پيچلو څو اړخیزو اقداماتو ته ژوره پاملرنه او له احساساتي او بې بنسټه طرحو او اقداماتو څخه ډډه کول دي. شرایط غوښتنه کوي څو مسایل په ژوره او علمي ډول و څېړل شي او د حالاتو په ژورې څېړنې  او مطالعې سره لازم چلند غوره شي. هغه کسان چې د خپلو کړنو او غوښتنو دپاره دلایل او استدلال نه شي وړاندې کولی یا احساساتي  سړی او یا «زیر پلو مولي هست».

لوستل شوی 212 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي