د پوه کولو د پاره څه باید وشی ؟

مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغاني »

دخلکو پوه کول کوم آسان کار نه دی. علم دیته نه وائی چه هرڅه یاد کړی شي او سړی هرڅه وویلی شی .

عالم دیته نه وائی چه د تخصص کومه پاڼه ولری او یا د شرق او غرب کومی فاکولتی او یا اکادمی ته منسوب وی .

د سیاح او عالم په مینځ کښی هم فرق شته ، مونږ ځکه خلک نشو پوه کولی چه د خلکو د ذهنیت اندازه نشو سنجولی .

ډیر دغټ تاسف خبره دلته دا ده چه مونږ اکثرآ د خلکو د لیاقت اندازه د جامو په برش او طول او عرض کښی او یا د نور فیشن او سینګار په اندازه کښی سنجوو؛ او مونږ سره دا عقیده نشته چه ګوندی په ناداره خلکو کښی به هم چیرته داسی پوه خلک وي چه د بشر د پوره سعادت د پاره د فلاح او رستګاری افکار ولری .

د انسان د پوه کولو چاره داسی نه ده او نه د نجات وسایل دا دی چه مونږ سم دستی په کار واچوي.

مونږ اکثرهغه یادوو چه زمونږ په کار نه راځی ، مونږ په یو شاګرد باندی دیادولو دومره ذهني فشار راولو چه هرڅه تری هیریږی .

مونږ اکثرآ نه د استاد په څه پوهیږی او نه هم د شاګرد ؛ او نه مونږ په دی پوهیږو چه استاد او شاګرد دواړه په غلط رسم دی. ښه نو چاره څه ده او څه باید وشي ؟

که ووایم چه زما سره د دغه رنګه اصلاحاتو د پاره قدرت نشته ، نو ځکه زه دومره عملأ څه نشم کولی چه پوره په درد و خوري .

دا دروغ نه ده ! رښتیا څه وکړم چه څه نشم کولی ؛ هغو مره چه خلکو د پوه کولو دپاره درد لرم ، هغومره راسره چاره نشته.

اوکه دا ووایم : چه زه په قلم او ژبی سره هم څه نشم ویلی او لیکلی ؛ دا به زما د جرئت کمزورتیا وی. البته در جرئت سره باید دومره مجادله ونشی چه اصلاحي جرئت اندازه هم خرابه کړی .

زه باید بار بار ووایم او وی لیکم چه د خلکو دپوه کولو او تربیی د پاره د خلکو د ضروري او لازمي احتیاجات په دقیق ډول سره وسنجول شي او بیا په همغه توازن سره ، اساسی تدابیر ونیول شي .

زه باید ووایم چه د کار خلکو ته ، د کار زمینه او شرایط مساعده شي ! دا ځکه چه په وطن کښی د کاراو د مغز خلک؛ د وطن د سرمایی مثال لري . که دغه سرمایه عاطله او باطله غورځوو او یا ئی په سین کښی لاهو کوو؛ حتمآ مونږ د فلاکت ، بدبختي او ناداریی سره مخامخ کیږو.

مونږ ټول باید په دی پوه شو چه هریو په خپله اندازه د وطن او د خلکو په مقابل کښی مسوولیت لروو . که مونږ څوک مسوول ګڼی باید زمونږ په خبرو هم ځان پوه کړی چه مونږ څه غواړو و یا مونږ سره د اصلاحاتو او د خیر خواهي ذهنیت شته او که نه ؟

د عیاشي موضوع نن سبا د زیاتی پام لرنی او اهمیت مقام نیولی که مونږ خلک په دی پوه کړو چه هرڅه اندازه لری او عیاشي ته هم باید د خپلی اندازی نه تجاوز ورنه کړو دا به د دغه بی وزلو او نادارو خلکو د بهبود د پاره غټ خدمت وي .

ولی ؛ افسوس باید ووایم چه : « زمونږ ځینی عیاش خلک ؛ د عیاشي کارونه هم په خدمت کښی حسابوي .»

***

سعید افغاني

د سرطان میاشت ، د ۱۳۳۷ هجري شمسي کال ــ ننګرهار

 

ترتیب کوونکی : برهان الدین « سعیدی »

لوستل شوی 203 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي