د دنیا موفقیت

لیکوال : خدابخښلی دکتور محمد سعید «سعیدافغانی »
انسان د دین، ایمان او وجدان په لحاظ مجبور او مسئول دی چه د خپل وس او طاقت سره سم هغه ووائي او ولیکي په کوم کښې چه د خلکو او د انساني ټولنې ګټه او فایده وي.


دا دسلیم طبعیت حس او ذوق او پوهو کسانو نظریه ده چه د عالم د اصلاح له امله دی په حکیمانه صورت سره د جامعی د خیر او فلاح لپاره کار وشي. نو ځکه زه غواړم چه د ګرانو لوستونکي د معلوماتو له پاره څه حقایق د دنیا د موفقیت تر عنوان لاندې ولیکم. په دا ترڅ کښې د انصاف له خاوندانو څخه هیله لرم چه د تعصب نه کار وانخلي او د مضمون مقصد په پوره دقت سره ملاحظه او مطالعه کړي او د لاندی سوال(س) او جواب (ج) او تحقیق ته ښه ځیرشي.
س: دنیا د کشف او اختراع په سلسله کښې مخکې تللې او که نه بیرته پاتې ده؟
ج: صنعتي، زراعتي، تجارتي، طبي، او علمي چارې او پلټنې حتی آسمان دختلو قصد او دعوه، حربي آلات اوسامانونه د اټم او هایدروجن بمونه په ښکاره او واضح ډول ثابتوي چه دنیا د کشف او اختراع په سلسله کښې ډیر مخکې تللی ده.                                                                                                                      س: نو په خوا دا دومره کشفیات او اختراعات ولې نه وه؟

ج: ددې فلسفه دا ده چه ورستنو خلکو د پاره مخکینیو خلکو مبادي پیدا کړي وو نو دوی په لټه کښې کوم تکلیف ته محتاج نه شول او له همدغه مقدماتي مبادیو نه ئې ګټه او نتیجه واخسته او وروسته تر یوې لږې سعی او هڅې په نوي کشف او اختراع موفق او بریالي شول.
س: دې عصر ته باید بریالی او موفق عصر ووایو، ځکه د مبا دیو نه مقصد ته مرتبه په مرتبه په واقع کښې همدا عصر و رسید او که نه؟
ج:- هو: ولی نه؟ دا دومره ښکلې منظرې، لکس مالونه او موتر، الوتکې ، نوی مود، صنعتي او زراعتي ماشینونه، دسفر د پاره ښه مستریح وسایل، ښه رنګارنګ حربي آلات او اسباب، د مریضاو او د ناجوړیو د پاره ښې شفاخانې او ډاکتران، د اوسیدو او سکونت له امله ښه عمارتونه اوودانۍ، د میو ډک باغ(بڼ) راز راز طعامونه، او خوراکونه، خواږه آوازونه ، د راډیو اختراع بالاخره څه چه لیدل کیږي او اوریدلی شی دا ډول د دې عصر د نوابغو او فیلسوفانو بریالیتوب او د مخکینو د زیار نیتجه او پایله ده.
اما ډیر افسوس که څوک د خوند د پاره څوک پریږدي او د عالم د تخریبي افکارو او هرج مرج او د انسان د محوه کوونکي امراضو مخه ونیول شي. ځکه هر څه که وی او انسان نه وی نو څوک به ئی څه کړی. دا دومره قتل او قتال. د دنیا دوه غم نه ډک عمومي جنگونه او په هرمملکت کښې اخ او دب او د کوریا د لښکر د جکړې، د سودان او سویز د کانال معامله،د عربو او یهودانو چور او چپاول، د مراکش او تونس اختلاف، لانجی، مظاهری او ظلمونه، په غربي او شرقي آلمان کې ناکلاری، دهند او پاکستان قتلونه، د ایران د نفتو ځندنیی واقعه، د متحدینو د نوی قومانداني جوړول او نظامی پکتونه، د دنیا په هر کوټ کښې فکري اختلافات، نا حقه دعوې، جبراو تشد د، او حق پټول، ځان ځاني سیاست، ډول ډول مذهبونه، مسلکونه او عقیدې، استعماري خیالات، حتی چه دنیا بالکل د انسان د حرص او طول اصل له لاسه سره د دومره کشف او اختراع او پرمختګ د اور کوره ګرځیدلی ده. داد اتوم او هیدروجن د بمو د آثارو نه داسې معلومیږي چه د تباهۍ نښې او علامې دي او سړی په دې سودا کښې غورځوي چه د انسان نسل به يو ځل بیخي د ځمکې له مخې محوه شي.                                                                            

س: دا خو نو بالکل موفقیت او بریالیتوب نه شو بلکه ناکامي، وراني، خرابي ده . معلومه شوه چه د نوابغو مخترعینو، فیلسوفانوکاشفینو دومره آوازې چټي دروغ او پف دي. داخو که دا نور حیوانات پرمونږ پوه او خبرشي باید وخاندي او د تمسخر په ډول آفرین او تحسین راکړي؟                                                              

ج: هو شک ئې ګڼئ؟ وراني- خرابي به نور څنکه وي. واقعي فیلسوفان او مخترعین کاشفین، خو هغه وي چه لا اقل د خپل مستریح حیات، د آرام ژوندون او د انتظام د وسائلو علم او عمل ولري. حیوانات هم خپل منځ کښې یوتر بله عاطفه لري. مثلآ باز د باز، شندله شند، لیوه د لیوه، پړانګ د پرانګ. همدارنکه نورڅیرونکي او نه څیرونکي حیوانات یو له بله خپل په مینځ کښې رعایت کوي، خو پرته له انسانه چه خپل په مابین کښې سره خوري. یو پر بل باندې تجاوز او تیری کوي.

س: دا ولې او په څه په دنیا کښې دومره نا کلاري پیدا شوې ده؟

ج: دا سوال ډیر مغلق دی. سړی د فکر په جولان او حرکت کښې ستومانه کوي. بیا هم ماته د ډیر غور او دقت په لحاظ او د مذهب له لیارې ثابته شوې ده چه دا ټول د پاک خدای د عدم اطاعت او نا فرماني آثار او د انسان په خپل کمال غره کیدلو نتیجه او پایله ده. نن له یوه طرفه د دنیا پرمخ تګ او ترقي او له بلې خو د اخلاقو ضعف تنزل او دا عجب او نادر وقایع راز راز او رنګارنګ مذاهب ډول ډول افکار مختلف سیاستونه د دنیا کشمکش او های، هوی دا تخریبي آلات سړی حق حیرانوي او په انتهائي فکر او صحیح تعقل کښې ضرور په دې اقرار کوي چه یو خالق الکل مربي، مدبر ذات شته چه په خپل حکمت ئې دا لوی ماشین د دنیا په لکونو لکونو پرزو سره چالان او روان کړی دی. خلکو ته ښیی چې په دنیا یو بل لوی واک لرونکی ذات شته چې هغه ته تاسې ټول طوعآ او کرهآ راجع او تابع یاست. که خلک د ده د دین په امر او نهی او هدایاتو روان شي نو به د انسان ټولې عقیدې او اړیکې حل او د دنیا په ټولو چاروکې به د حق دین په رڼا کې فائده او ثمره واخلي.
س: په دنیا کې څومره ادیان او مذاهب دي؟

ج: په دنیا کې ادیان او مذاهب له حد نه وتلي دي.

س: دا ټول ادیان حق دي او که یو؟

ج: ددې عصر د عمل د پاره یو دین حق دی او حق په ځای د خلاف کې علمي تحقیق او څیړ نه وائي چه یو دی.
س: دا دومره نور باطن ادیان چا پیدا کړي چې د خلکو د هلاک موجب شوي دي؟                                  

ج:د استعمار د مغزو خاوندانو د قوم ناقصو رئیسا نو پیداکړل او دا ځکه چې د بربریت فرعونیت خاوندان چې کله پوه شوي دي چې په دا لیاره زه خپله شخصې فائده نشم کولی او دا اقتدار به زمانه لاړ شي نو د دین او مذهب په نامه ئې ډیر ساده خلک غولولي دي او په دا چل او دوکه ماری ئې خپل شوم مقاصد او اغراض حاصل کړي.
هو: د دنیا با تجربه او با تربیه منصف خلک پدې پوهیږي چې دا خبره حقه او ثابته ده او دا ځکه نن که یوځل په ټولې دنیا نظر واچول شي نو د دنیا په ټولو نا کلاریو نا آرامیو کې د استعمار او استثمار خاوندان پوره لاس لري.
س: ددې غټې نا آرامی، اختلاف، تشدت، علاج به څوک وکړي چې ټول خلک د یوه حق دین لاندی را جمعه شي او په آرامې، خوښې ازادې د یورنګی په فضا کې ژوند وکړي؟
ج: د دې سخت مرض علاج هم سخت دی. ځکه چې په نړۍ که بالکل عدم اعتماد او د اخلاقو ضعف جاري دی. بیا هم که په نړیواله او بین المللی موسسه کې واقعاً بین المللي اشخاص، ښه عالمان، د موازنې با تجربه صالح نماینده ګان سره ټول او په تمامه معنی خدای پاک ته راجع شي او د صحیح مذهب او آسماني حکم دین په اساس خپل جریانات شروع او پیل کړي نو د خدای پاک په فضل او د دوی د جد جهد او د صحیح تدبیر په اثر به ټول اختلافات، روحي امراض محوه او په حقیقي صورت سره به په یو آرام، آزاد، مسعود ژوندون مشرف شي.  

 

یاددونه :

دغه لیکنه دخدابخښلی دکتور محمد سعید «سعیدافغانی »«دنجات اوکامیابي لیاره دعلم او فلسفېله پلوه! » دکتاب څخه اخستل شوی ده .(کال:1354 هجری شمسی )
ترتیب کونکی : امین الدین سعیدی – سعید افغانی

 

لوستل شوی 215 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي