د ثور د اوومي او اتمي نیټې په اړه اعلامیه

د افغانستان ملی یووالي ګوند

د ډنمارک څانګه

د ثور د میاشتي اوومه او اتمه نیټي ، دا زموږ د معاصر تاریخ دوي ورځي دي چي لومړۍ یې د افغانانو په مټ بیله دې څخه چي یو

دالر یا روبل ور باندي ولګیږي ، منځته راغلي او دویمه یې بیا د نړیوالو دسیسو پر بنسټ د سیمي د ارتجاع په کرغیړنو لاسونو زموږ پر اولس تپل شویده .

 

د ۱۳۵۷ کال د ثور اوومه چي د ۱۹۷۸ کال د اپریل د ۲۷ نیټې سره سمون لري ، هغه ورځ ده چي د هیواد په تاریخ کي د لومړي ځل د پاره د هیواد حاکمیت له میراثي استکباره په رښتني توګه امان و موند او د یوه سیاسی ګوند ( د خلګو دموکراتیک ګوند ) لاس ته ورغي . په دغه نیټه د افغانستان د اردو ځوانو او ټیټ پوړو افسرانو چي د نوموړي ګوند غړي او یا هم مینه وال وه ، په سپینه ورځ پاڅون وکړ او تر سخت مقاومت وروسته یې د نظام ساتونکو ټولګیو ته ماته ورکړه او د یوه دموکراتیک جمهوریت د اعلان خبر یې د هیواد تر هره ګوټه ورساوه . د یادولو وړ بولو چي ددغي ورځي پاڅون د افغانستان د خلګو دموکراتیک ګوند لخوا یو پلان شوی عمل نه بلکه یو تحمیل شوی حرکت وو . ګوند په اردو کی خپلو ټولو غړو او مینه والو ته دستور او دنده سپارلی وه چی د محمد داؤد خان په مشرۍ به د نظام ساتنه او دفاع کوي ، که د هري ډلی لخوا د نظام د نسکورولو هڅه وسی ، هغوی ته به غاښ ماتوونکي ځواب ور کوي او که چیري پخپله د داؤد خان رژیم د نوموړي ګوند د ورانولو د هوډ له مخي د مشرتابه غړي زندان ته اچول ، په دغسی حالت کي به د خپلو مشرانو د دفاع پخاطر د داؤد خان په وړاندي غبرګون ښئی .

 

د همدغه دستور سره سم کله چي د ګوند د یوه وتلي غړي میر اکبر خیبر تر ترور او وژلو وروسته د یوه سوله ایز اقدام په ترڅ کي دهغه جنازه په درنو مراسمو سره خاورو ته وسپارل سوه ، ښاغلي داؤد خان د رژیم په دننه کي د یو شمیر ارتجاعي کړیو په لمسون سخت غبرګون و ښود ، نژدې ټول ګوندي مشران یې زندان ته واچول او د مرګ د خطرسره مخامخ کړل ، ځوانو افسرانو د پخواني دستور له مخي په وسلوال پاڅون لاس پوري او په نسبتا لنډ وخت کي یې د ټولو نظامي او ملکي ادارو واک تر لاسه کړ .

 

په خواشینی سره باید ووایو چی د ارګ د محاصرې په نتیجه کی د وخت جمهور رئیس داودخان هم د خپل بیځایه مقاومت له امله ووژل شو .پاڅون کوونکو غوښته چي هغه ژوندی یوه خوندي ځای ته ولیږي .

 

د پاڅون تر بریالیتوب وروسته نوی نظام د پرګنو د بې ساري تاوده هرکلي سره مخامخ سو . دا نظام دموکراتیک جمهوری دولت ونومول شو ، په هیواد کی د بڼسټیزو اصلاحاتو لاره خلاصه شو . نوی حکومت په هیواد کی د رشوت او هر ډول اداري او اخلاقي فساد نوم ورک ، یو زیات شمیر زندانیان یې له بنده او قرضداران یې له قرضه خلاص کړل . د منځني زده کړو په صنفونو کي یې کانکور لغو او د ښوونځیو دروازی د ټولو هیوادوالو په مخ پرانیستل شوی ، د کارګرانو او مامورینو ، وړو ظابطانو او جنرالانو ماکولات او کوپونی مواد په برابره کچه و ټاکل شوه . دولت د اولس په ګټه په یو شمیر مثبتو او ګټورو اصلاحاتو لاس پوړی کړ چي منځپانګه یې اته ګون

 

فرمانونه وه ، د بیلګي په توګه د ځمکی اصلاحات ، د سود اوسلم لغو کیدل او د ښځو د مدني حقونو عملي کول او ولور ته شرعی حد ټاکل. د نفوس شمیرنی لویه پروژه عملی او د بزګرانو کوپراتیفونه جوړول شوه . ټولو اته واړو فرمانونو او اصلاحاتو د اسلام د سپيځلی شریعت سره بشپړ سمون درلود او د خلګو په ګټه وه ،البته ددی سترو پروژو او فرامینو په عملی کولو کی دولتي کادرونو د   یو څه عجلي څخه کار واخیست ، اویا هم د یو شمیر کسانو د بی تجربګی له امله په ځینو برخو کي د خلګو نا خوښی منځته راغله . په همدی وخت کی په هیواد دننه او په سیمه کي ځینو اولس دښمنو کړیو د نوموړو سمونونو په وړاندي تحریکات پیل کړل او له بلی خوا هغه شمیر بنسټپال افغانان چی د داودخان د واکمني پر مهال پاکستان ته تښتیدلي او د ای ایس ای لخوا روزل شوی وه ، د فرصت نه په استفادی سره بیرته هیواد ته د ورانی او تباهی لپاره را واستول شول چی ورسته یې په مسلحانه مخالفت او ورانکاریو لاس پوری کړ . .

 

ددې ورځي د رښتیني څیرې په بدنامولو کي د ۱۳۵۸ کال د جدي په شپږمه نیټه پر هیواد باندي د شوروی د جنایتکار سره اردو یرغل هم ډیر لوی رول و لوباوه . دا یرغل یو داسي ناورین وو چي اوږده غمیزه یې منځته را وستله ، هیواد یې د جنګ په لمبو کي سر تر پایه و سوزاوه او د بنستپالنی مرکزونه یی ایجاد کړل . له بده مرغه ددغه کړاو پایله تر دا اوسه هم دوام لري او نژدی د څلورو لسیزو د تیریدو سره سره یې د پای ټکی نه تر سترګو کیږي .

 

د شوروي یرغل تر ټولو ناوړه پایله د ۱۳۷۱ کال د ثور اتمه نیټه ده چي په هیواد کي یې جهادي اړو دوړ، شر او فساد واکمن کړ . جهادي ټوپکوالو د خپلمنځي جګړو په ترڅ کي په سلهاوو زره بیګناه وطنوال ووژل ، د هیواد ټوله مادي او معنوي شتمني یې چي د پیړیو په تیریدو ټوله شوې وه ، لوټ او ټول اقتصادي او فرهنګي بیخ جوړښټونه یې د خاورو سره خاوري کړل .

 

موږ اوس د خپل تاریخ پدي حساس پړاو کي د ثور د اوومي نیټې سره تړلو د بریاوو تر څنګ د هغه ناخوالو او نیمګړتیاوو ته هم په انتقادي نظر ګورو ، د ثور د اتمي نیټې ناورین د افغان اولس سره د نړیوالو لویه جفا بولو او په سختو ټکیو یې غندو چي په افغانستان کي یې تروریزم او وحشت ته د ځالي جوړولو د پاره لاره هواره کړه . موږ د ټولو هغو افغانانو روح ته چي ددغو دوو ورځو سره په تړاو یې خپل ژوند د لاسه ورکړي ، فردوس جنت او پاته کسانو ته یې جمیل صبر او زغم غواړو .

 

امین یا رب العالمین

لوستل شوی 164 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي