د نور محمد تره کي ویناوې چاپ شوې!

د پخواني ولسمشر ، د افغانستان وتلي لیکوال او سیاستوال ارواښاد استاد نور محمد تره کي ویناوې، پیغامونه او مطبوعاتي مرکې د پښتو نړیوالې مرکې لخوا د زر ټوکو په شمېر چاپ شوې. په دغه کتاب کې

د استاد نور محمد تره کي بېلابېلې ویناوې، د نړۍ له مشهورو خبریالانو سره مرکې، د هېواد د بېلابېلو ورځو په اړه پیغامونه، د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند د اجراآتو ځینې راپورونه، د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت انقلابي وظیفو اساسي کرښې، د هېواد ګڼ شمېر قومي مشرانو، سپین ږیرو، دیني عالمانو او ځوانانو ته ویناوې، د نظامي فرقو منصبدارانو او ګڼ شمېر نورې پښتو او دري ویناوې راټولې شوي. دغه کتاب ( د انقلابي مشر نور محمد تره کي ویناوې) نجیب الله پاڅون راټول او تدوین کړی، چې د پښتۍ او کمپوز چارې یې رحمت دیوان ترسره کړي.

 

لوستل شوی 165 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي