باید مغرض خلک وپیژنو

د مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » لیکنه

په اجتماعي ژوند کښی دخلکو پیژندنه نهایت ضروری ده او دا ځکه چه په خلک کښی داسی خلک شته ، چه خلک غولوی اوپه دغه لیاره کی پوره مهارت لری .

هغه جوامع چه په خلکو کښی ئئ د ښو او بدو خلکو د پیژندنی ذهنیت زهیر او ضعیف دی،حتمٲ هلته اجنبي لاسونه په مختلفو هیلو سره کار کوي او د عمومي تباهي وسایل زیاتوي .

هغه اقوام او ملل چه ترننه پوری د استعمار او استثمار په لوبه کی گیر پراته دی، د هغو ی یوازنی علت هم دادی چه د خپل او پردی د توپیر کولو قواوی ئی زهیری دي او بل داچه کهڅه هم چال ، فریب او غولول گناه او اځلاقيجرم دی. مگر؛شته دی داسی عناصر چه د خپلو شومو مطالبو د پاره د دی ډول گناه او اخلاقي جرم ، هیڅ کوم خیال نه ساتی .

حضرت محمد ( ص) فرمائئ : د قیامت په لوی ورځ کښی به خائینان او غداران په غټ شرم مبتلای او خلک به دوی په دیر سخت وضعیت او رسوائیکښی وینی .

دوی به ددغی رسوائی په واسطی سره ، خلک پیژنی چه په دنیا کی ئی په ډیر عاملیت سره د غولولو ، فریب ورکولو او خیانت کارونه کول .

هو : دوی به خپل تورکارونه سپین معرفی کول او دخلکو په افکارو او عقیدو به ئی د ناوڔو مقاصدو ترلاسه کولو دپار، سلطه پیدا کوله .

واقعٲ هغه کسان چه خلک غولوي او د خپلو ناوړو مقاصدو او اخلاقياو اجتماعيتباهیو دپاره ئی استعمالوی، د اجتماع دپاره بد او مخرب عناصر دی ؛ کوم چه د ډیرو بدبختیو او پسمانیو موجب کیږی. دارنگه عناصر یاید خلک وپیژی اودوی ته دا موقع ورنه کړی چه څوکد دوی په سرنوشت طفلانه لوبی وکړی .

متاسفانه چه د بشر په تاریځ کښی داسی عناصر څه د پردیو د استعمال په وجه او څه د خلکو د ساده ټوبله امله دیری وران کاری کړی او خلک ئید ډیرو بدبختو سره مواجه گرځولي دي .

داهغه خلک دی چه متاسفانه په خلکو کی ئی ځان پوه او عالم معرفی کړی وي او خلکورتهدپرهیزگاری عقیده لری ، مگر؛ دوی دننه بل رنگه وي .                                             

دوی ته خلک د دینداره ښه سڔی ټوب عقیده لری ؛ خو دارنگه خلک کله کله دلباس او جامو په اسطه حقایق سرچپه کوي او دیو څو غلط مقصد په وجه د خلکو دقت او توجه ځان ته اڔوی.

زه دانه وایم چه په دغه قواره ټول خلک مغرضان دی . زما دا مقصد نه دی چه هرچا چه عبا، قبا ، لباده ، عمامه ، چلتار ، لویه شنه امسآ ، او اوږدی تسبی ئیدر لودی هغه به مغرضوي. نه خیر!! داسی وینا هم په کلی طور سره غلطه ده . بلکه ښه سڔی ټوب د زڔه کار دی او د دښو احسن اعمالو په کولو سری مینځ ته راځی .

ښه سړی ټوب یوازی په گیری کښی نه دی ، اونه هم په سپینه پکړی او اوږدو جامو کی دی !! بلکه ښه سړی ټوب د ځان په اصلاح کښی او د خدای ( ج ) او د خلکو د حقوقو د پیژندلو او د خیر غوښتلو محصول دیچه په ښه نیت ، اراده او اخلاص د بشر د سعادت ، ترقي او تعالي په لیاره کښی، اوسي .

ښه خلک د خلکو سره په روان چال او چلند کښی معلومیږی نه داچه هیڅنه کوی او نه د خلکو د کارونو طرفدار وي.

ښه خلک هغه دی چه خلک ئی دلاس او ژبی د ضرر څخه په امن کښی وي او د چا مالونوته ئی سترگی نه وی پټی کڔي .

هغه خلک واقعٱ ښه خلک دي چه د خلکو سره مینه او محبت لری او د جامعی او د وطن د خدمت په لیاره کښی د حیات تر آخره رمقه پوری سعیه او کوشش کوي .

هغه کسان واقعٲ ښه خلک دی چه وسعه ئی رسیږی مگر؛ چاته ضرر نه رسوی او سره له قدرته د چا مال نه خوری اونه په چا ظلم کوي .

هغه خلک رښتیا ښه خلک دی چه د خلکو په تکلیفونو او مشکلاتو ځوریږی او ترڅوئی قدرت رسیږی د خلکو سره په لاس ، ژبهاو مال کی فقط او فقط خدائی ، مرسته او معاونت کوي.

نو په دی اساس که چیری دارنگه خلک ، که خلک دوست وگڼی او د دوی په خبر و عمل وکڔي او یا دوی ته د خدمت په لیاره کښی وسایل برابر کړی ؛ حق او لیاقت لری.                      خلک باید ښه متوجه اوسی چه د ښو او بدو خلکو په پیږندلو کښی خطا نشي او کوښښ وکڔي چه د هرچا په خبروونه غولیږی .

زه پدی لیاره کښی یو سلسله تجربه لرم، ځکه ډیر داسی خلک می لیدلی چهدوی په غوڔوخبرو او چالونو سره، خلک تباه کوي او له دغی لیاری څخه د دښمنانو په گټه کارونه کوي .

ما ډیر داسی خلک لیدلی چه د خپلی غلطی خبری د تائید د پاره له ځانه د حضرت حق جل جلاله او دده د مقرب رسول په وینا دلیل نیسی او یا دنورو پیغمبرانو او اصحابو اقوال د خپل تائید دپاره راوڔی. خو حقیقت هغه نه وي او دوی په دروغو سرهد ناپوهانو افکار خرابوی او په ډیر سپین سترګی ؛ حتی په پاک الله او دهغهپیغمبرانوباندی هم دروغ وائی .

ما ډیری داسی ویناوی په مجالسو کښی اوریدلی دی چه په خدای (ج) او پیغمبرانو د دروغو حواله ورکڔل شوی ده .که څه هم ما اکثرٲ صرفه نه ده کڔی او په همغه مجلس کی می پری رد کړی ده ، مگر ؛ ځینی داسی هم شوی ده چه د فتنی او فساد په وجهی غلی شوی یم او څه می ندی ویلی او داځکه چی بله چاره می نه وه ،مگر؛ په زڔه کښیډیر خفه شوی یم او د داسی تباه کارانو په حال می تاسف کڔی او د ځان سره می وایلی :

کاش : د انسان زړه لکه دهغه قهواره غوندی ، ښکاره وی ؛ ترڅو مغرض خلک چه د فتنی ، فساد او د بشر د تباهی موجب ګرځي ، وپیژندل شي .

سعید افغاني

د جدی ۲۲ مه ، د ۱۳۴۴ هجري شمسي کال ــ ننگرهار

 

ترتیب کوونکی : برهان الدین « سعیدی »

لوستل شوی 175 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي