له حده زياته مينه

اسدالله غيرت
هيڅوک هم د زياتې مينې وړ نه دي ،چا ته زياته مينه ورکول د مقابل لورې په زړه کې د غرور او کبر زړي شنه کوي ،دا زما د څو کالونو تجربه ده، هر هغه کس ته چې ما له حده زياته مينه ورکړی او هغه د چا خبره په اوږو مې ګرځولی نن د مغروريت او تکبر ديوه

لوی کمره په څير زما پر وړاندې ولاړ دی. هغه چا ته چې مابې کچې مينه ورکړه نن يې زه د خپل ځان لپاره يو اړ او محتاج انسان بللی يم.
خو، حقيقت داده چې زه هغوی ته د نوک هومره هم محتاج نه يم
کاشکې زما يارانو زما د زياتې مينې او ښو اخلاقو څخه علطه استفاده نه وای پورته کړې.
 کاشکې زما يارانو ماته د بې کچې مينې ځواب په بې کچې مينه راکړی وای نه په نفرت او غرور .


!

لوستل شوی 141 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي