ادبي ټوټه : خپلواکي

هیواد دوست

دلته یو ستر قفس دی . داسې یو قفس چې په ستروالي او اوږدوالي یې پوهېدل ګران دي . که دا کوچنی وي او که غټ زه په کې د بدمرغۍ احساس نه کوم.خواړه رارسیږي ، جشنونه لمناځم ، کار کوم او له امله یې پیسې هم ګټم .زه هر څه کولای شم او هر هغه څه

چې زړه ته مې کیږي هغه ترسره کوم .په دغه قفس کې هر چا ځانته یو ځای پرانیستی .توکي یې راټول کړي او لاملونه یې موندلي او له هر هغه څه نه چې لري یې ، په ښه توګه ساتنه کوي .ان په دغه قفس کې کېدای شي انسان مین( عاشق ) شي او ټولنیز ژوند ولري .هر څه شته ، هر څه ښه او پر خپل ځای دي ، یوازې یو څه نشته او هغه خپلواکي ده .

۲۰۰۴ کال

لوستل شوی 135 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي