Print this page

کارونه د جبهې کوم، رئيس د پارلمان يمه، زه خو باايمان يمه

ليکوال : صفي الله سالک

په هر چوک او ديوال به د سوداګريزو او نورو اعلانونو پرځاى د ولسي جرګې د کانديدانو انځورونه او د هغوى درانده، اوږده او له ملي احساس څخه ډک شعارونه لګيدلي وو، د ځينو کانديدانو انځورونو خو به دومره لوى وو چې پر موږ يې رڼا ورځ توره شپه جوړه کړې وه. عجيبه شپې او ورځې وې، غونډې مجلسونه، ويناوې، مېلمستياوې، خوراکونه ښه په درز او دروز روان ول. د چا شعار ملي يووالى، پرمختګ او بيارغاونه او دځينو نورو خو دومره ډېر وو چې په لوستلو به يې ستړې شو، يادول خو يې ناشوني وو. خو په هر صورت دا د شورماشور شپې او ورځې هم پاى ته ورسيدې، افغانانو خورا په ډېرو هېلو او آرمانونه سره د ولسي جرګې د غړو ټاکلو لپاره هر چا د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړه، تر څو د دوى په استازيتوب دې کړيدلي، زوريدلي او خوار ولس د سوکالۍ، يووالي، پرمختګ لپاره کار و کړي، هوکې د دې ټولو هلو ځلو پايله دا شوه چې افغانستان د يوه ولسي جرګې څښتن شو.

څو ورځې وروسته د ولسي جرګې د رياست ټاکنې ترسره شوې چې د ولسي جرګې غړو د افغانانو په استازيتوب نه بلکې د غړيتوب او شخصي هدفونو پر بنسټ ښاغلى محمد يونس قانوني د ولسي جرګې د رئيس په توګه وټاکه، دا د ولسي جرګې لومړۍ خو له فساده ډکه کارنامه وه چې د افغانانو پر هېلو او آرمانونو يې خاورې واړولې.
ښاغلى محمد يونس چې خپل تخلص قانوني کوي د شمالي ټلوالې پخوانۍ غړى او په دې راوروستو وختو کې د لنډمهالي حکومت د کورنيو چارو وزير، او د منځمهالي حکومت د پوهنې وزير پاتې شوى دى د يادونې وړ ده چې ښاغلی قانوني د کوم علمي ملي شخصيت په توګه پورته دندې نه دې ترلاسه کړي‌ بلکې د شمالي‌ ټلوالي‌ د خوښۍ لپاره يې پورتنۍ دندې ورسپارلې وې تر څو دا د قدرت تږي‌ چې د افغانانو پر ژوند يې لوبې کړي په دغو څوکيو د قدرت تنده ماته کړې او افغانستان بيا د وحشت او ‌ظلم مرکز ونه ګرځوي. ده په پوهنې وزارت کې ډېرې سترې کارنامې او سالارنامې ترسره کړې چې يوه بېلګه يې د نوو کتابونو جوړېدل او خپرېدل وو. د دغو کتابونو پر جوړېدو او خپرېدو بې شمېره ډالره مصرف شوي وو چې له بده مرغه له نورو تيروتنو سربېره د املايي غلطيو شميريې لايتناهي ته ورسيده او هغه څه چې پر دغو کتابونو مصرف شوي ووهم له منفي صفر سره مساوي شول.
د افغانستان د حالاتو په پام کې نيولو سره بايد د پارلمان غړو د افغانستان د امنيت، سولې ، پرمختګ او د افغانانو د يووالي، سوکالي، او روښانه راتلونکي لپاره بايد ټول په يوه خوله او يوه اتفاق شوي وو، يو اوبل ته په رښتينې توګه د ورورولۍ لاسونه ورکړي وو او په خورا سپيڅلي احساس، اخلاص او مينه د دې هېواد او هېوادوالو پر ټپونو يې د روغې جوړې، ورورولۍ او يووالي پټۍ اېښې وې. هره غونډه بايد د اسلامي او افغاني احساس او د ملي ګټو پر اساس پېلېده او يوازې د اسلام ،افغانستان او افغانانو پر ګټو خبرې اترې کېدې او هېچا ته په پارلمان کې د شخصي کارونه اجراکولو، تضاد، تعصب او ګوند جوړولو اجازه نه ورکول کېده او ټول غړي په يوه ځانګړي افغاني روحيه روزل شوي واى. خو ددې کارونو پرځاى د افغانستان د ولسي جرګې مشر ښاغلي قانوني د افغانستان د جوړولو او د افغانانو د ستونزو د حلولو پرځاى يې شخصي ګټو پسې خپلې پښې لوڅې کړې، پارلمان کې د اتفاق او اتحاد پر ځاى نفاق خپور او د پارلمان په غړو کې يې درزونه پيدا کړل.،د تير په څېريې يو بل له فساده ټک ګام پورته کړ، چې له پارلمان څخه يې د اوزلوبې ميدان او د پارلمان له ځينو مفسدو غړو څخه يې د جبهې په نامه يوه لوبډله جوړه کړه، تر څو له دې لارې څخه ځان قدرت ته ورسوي او يو ځل بيا په افغانستان کې ، ورور وژنه، بې پتي، جهالت، تورتم او زورواکي رواج کړي.
اوس به د ملي جبهې لوبډلي لوبغاړي وڅېړو چې دوى له يو او بل سره څومره هم نظره او هم فکره دي. د دوى په عقيدو کې څومره يووالى او اختلاف موجود دى؟ . جوته ده چې په دې لوبډله کې محمد يونس قانوني ( د ولسي جرګې برحال رئيس ) ، برهان الدين رباني، ،
، چې ځانونه ستر جهادي او اسلامي شخصيتونه ګڼې، د کمونست ګوند پخواني غړي، ګلاب زوى، علومي او داسې نور چې د کمونستي نظريو او عقيدو لرونکي دي ګډون لري. څنګه کېداى شي چې داسې د مختلفو عقيدو او نظريو درلودونکي په يوه لوبډله ( جبهه ) کې سره راټول شي !!!؟
آيا ددې تر شا به بهرني هېوادونه نه وي ولاړ ؟ آيا ددې جبهې مالي لګښت به د چا له خوا سمبالېږي ؟

دا هغه پوښتنې دي چې د ټولو بااحساسه افغانانو په ذهن کې ګرځي،او ښکاره خبره ده چې دوى د مختلفو نظريو او عقيدو څښتن د کوم ملي احساس پر بنسټ نه بلکې د پرديو بادرانو په اشارو سره يوځاى شوي او د افغانستان د بيا ورانولو په لټه کې دي . دا جبهه د پرديو په اشارو او بوديجو جوړه شوي او ددې جبهې مالي لګښت د پرديو له خوا تمويلېږي چې هغوى له دې لارې څخه په افغانستان کې خپل شوم اهداف پلي کړي.










لوستل شوی 235 ځله Last modified on جمعه, 14 حوت 1388 20:55