د شېطانی ځواکونو بله ګستاخی

ليک: انورشاهين خانخېل

ليک: انورشاهين خانخېل



د خداے د ګران رسول حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه و آله وسلم په شان کې له ګستاخۍ او سپکاوی نه پس سترې شېطانې امريکې او د هغې صهيونسټی انډيوالانو يو ځل بيا د مسلمانانو تر مينځ د تفرقې اچولو، د اسلامی نړۍ د زړونو دردولو، په عراق کې د خپل شتون د جواز پېدا کولو، او په آئنده کې د مسلمانانو د لا زياتو مقدساتو د ويجاړولو او سپکاوی کولو په هدف د خپلو اېجنټانو او تالی سټو په ذريعه زمونږ د خوږ نبی حضرت محمد مصطفی (ص) د دوو پاکو اهلبېتو امام علی نقی او امام حسن عسکری عليهم السلام روضې مبارکې په بمونو سره شهيدانې کړې.
زمونږ په مسلمانو فرقو او مسلکونو کې چې نړيوال کفر کومه تفرقه اچولې ده او کومې غلط فهمۍ يې راپېدا کړی دی نو د هغې له مخې مونږ په نا پوهۍ کې د بل مسلک حقې خبرې ته هم ناحق وايو يا هغه ځينې عقائد چې پکار دی مونږ ټول مسلمانان يې خپل کړو د فرقه پالنې په وجه يې يواځې له بل مسلک سره تړو چې په دغو کې يوه د خداے د ګران رسول (ص) پاک اهلبېت منل او ورسره مينه او عقيدت لرل دی او اکثر په ورځپاڼو او خبرونو کې اورېدل کيږی چې د شيعه مسلمانانو مقدس ځايونه په بمونو سره وچاولې شول
حال دا چې د خداے د ګران رسول (ص) پاک اهلبېت (ع) د شيعه او سنی مذهبونو نه بالاتر د ټول انسانيت او په تېره بيا ټولې اسلامی نړۍ لپاره دی او د ټولو مسلمانانو لپاره سپېڅلتيا لری او مونږ د ټولو مسلکونو مسلمانان پرې په هر نمونځ کې درود شريف وائی
او په قران مجيد کې خداے پاک له هغوی سره مينه په ټول امت باندې لازمی کړې ده لکه فرمائی:
قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى (( يعنې اے رسوله (ص) دې امت ته دې ووايه چې زۀ تاسونه د رسالت په دې کار هيڅ مزدوری او اجر نه غواړم بس دا غواړم چې زما له نزديو خپلوانو سره مينه وکړئ)) چې تفصيل يې په تفسيرونو او خديثونو کې راغلے دے او د خداے ګران رسول (ص) په بې شمېره موقعو فرمائيلی دی چې زما له اهلبېتو سره مينه وکړئ او د هغوی اطاعت وکړئ.
او همدا رنګ خداے پاک په قران مجيد کې د اهلبېتو د پاکۍ او معصوم توب اعلان کړے دے
او فرمائی:
إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا (( يعنې خداے پاک غواړی چې اے اهلبېتو له تاسو نه رجس (د هر ډول ګناه او پليدی) لرې وساتی او تاسو داسې پاک او صاف ولری چې څنګه د پاکۍ حق دے))
اوس دا کتل پکار دی چې دا اهلبېت دی څوک چې خداے پاک له ګناه نه معصوم او پاک ګرځولی دی نو د خداے پاک د ګران رسول (ص) د احاديثو په رڼا کې چې کوم افراد په معصومو اهلبېتو کې شاملېږی هغه څوارلس تنه دی چې يو خپله دخداے ګران رسول (ص) دے يوه د جنت مېرمن حضرت بی بی فاطمه (ع) ده او دولس امامان دی چې خداے پاک دوی له هر ډول ګناهونو او پلېدو څخه ژغورلی دی او ورسره مينه يې په ټولو مسلمانانو باندې واجب کړې ده لکه د تورې او قلم خاوند خوشحال بابا (رح) هم وائی

د خــــوشحــــال خټک دې حشر لــــــه هــغو شی
چې دوستدار د پنجتن پاک چهاره معصوم دی
د خوشحال بابا (رح) په دې شعر کې له پنجتن پاک نه مراد د خداے ګران رسول (ص) بی بی فاطمه اميرالمومنين حضرت علی، امام حسن او امام حسېن عليهم السلام دی چې د چا په موجودګۍ کې پاس بيان شوے د تطهيرايت نازل شوے دے او چهارده معصوم يعنې څوارلس معصومينو نه مراد دغه پنځه تنه او د امام حسېن (ع) له اولاد څخه نهۀ (٩) نور امامان دی.
همدا وجه ده چې سترو سترو صحابه کرامو (رض) به هم د رسول الله (ص) د اهلبېتو (ع) په غلامۍ وياړ کولو لکه د دويم خليفه حضرت عمر (رض) واقعه مشهوره ده چې دلته به يې زۀ د يوې واقعې په ترڅ کې بيان کړم
يوه ورځ د پېښور په پرل كانټى نېنټل هوټل كې د مسلمانانو د وحدت د اونۍ ( د وړومبۍ خور د مياشتې له ١٢ نه تر ١٧ نېټې پورې هر کال کيږی كيږی) يو سيمينار جوړ شوے ؤ چې ما بنده ته هم پکې بلنه راکړې شوې وه په دغه غونډو کې ډېرو شيعه او سنى عالمانو. پوهانو او خلكو ګډون كړے ؤ او پخوانے صوبانى وزير ښاغلے مولانا روح الله پكې مشر ميلمه ؤ نو په دغه موقع هغه په خپله وينا كې خلكو ته په صفا پښتو كې وويل چې وروڼو د شيعه او سنى د اختلاف خبره چې اهلبېت (ع) افضل دی يا اصحابان؟ له نن نه څوارلس سوه كاله مخكې اواره شوې ده او هغه دا چې په يو روايت كې راڅى چې يوه ورځ امام حسن (ع) او عبدالله بن عمر چې ماشومان وو په كوڅه كې لوبې كولې نو په دې كې په څه خبره وران شو نو امام حسن (ع) ورته وويل چې تاسو خو زمونږ غلامان يئ. هغه په ژړا پلار حضرت عمر (رض) ته راغے او ورته يې ګيله وكړه چې امام حسن (ع) راته داسې وويل نو پلار ورته وويل بچے خبره يې بالكل صحيح كړې ده ځكه چې ستا نيكۀ د هغۀ نيكۀ رسول الله (ص) ته نه شى رسسېدې. ستا نيا د هغهْ نيا خديجې بی بی (رض) ته نه شى رسيدې. ستا پلار د هغۀ پلار حضرت علی کرم الله وجهه ته نه شى رسېدې. ستا مور د هغۀ مور بی بی فاطمې (ع) ته نه شى رسېدې او نو لاړ شه او له امام حسن (ع) نه دغه خبره ليکلې راوړه چې مونږ د هغوی غلامان يو.
د مولانا روح الله صېب دا خبره مې ډېره زياته خوښه شوه او زړۀ کې مې وويل چې که هر يو مولانا د مسلمانانو تر مينځ د اختلافاتو د اواری لپاره داسې رغنده روش اختيار کړی او وېناګانې وکړې نو څومره به ښه وو.
همدا رنګ وړومبی خليفه يوه ورځ له بی بی عائشې (رض) سره خبرې کولې او د حضرت علی (ک) مخ ته يې کتل نو بی بی ترې تپوس وکړو چې ولې ورته داسې ګورې چرته دې نه دې ليدلے څه حضرت ابوبکر (رض) ورته وويل چې ما له رسول الله (ص) نه اورېدلی دی چې د علی (ک) مخ ته کتل عبادت دے.
همدا رنګ يوه ورځ امام ابوحنفه (رح) ته يو شاګرد راغے او ورته يې وويل چې ولې د قتل په مقدمه کې دوه ګواهونو ته ضرورت وی او د زنا په مقدمه کې څلورو ګواهانو ته ضرورت وی امام ابوحنيفه (رح) ورته وويل چې لاړ شه له هغه چا نه پوښتنه وکړه چې قران د چا په کور کې نازل شوے دے او هغه يې د اهلبېتو امام، امام جعفر صادق (ع) ته ولېږۀ او دا پوښتنه يې ترې وکړه: امام جعفر ورته وويل چې ځکه چې په قتل کې يو (فاعل) کس مجرم وی او په زنا کې فاعل او مفعول دواړه مجرمان وی نو د هر يو لپاره د ددو دوو ګواهانو ضرورت وی نو ځکه اسلام څلور ګواهان غواړی..
بلکې امام ابوحنيفه (رح) چې کله د خپل ژوند اخيری دوه کاله د امام جعفر صادق (ع) شاګردی وکړه او د بيعت يې وکړ نو ډېر زيات د اهلبېتو معتقد شوے ؤ ان تر دې چې کله ورته عباسی خليفه چې د اهلبېتو سخت مخالف ؤ وويل چې د دربار قاضی جوړ شه او د امام جعفر صادق (ع) په مقابل کې فقه مرتب کړه نو امام ابو حنيفه ترې انکار وکړ چې په دې انکار باندې عباسی خليفه هغه قيد کړو او په جېل کې يې پرې دومره تشدد وکړ چې هم هلته شهيد شو. چې خليفه بيا وروسته همدا شرائط د امام ابوحنيفه )رح) شاګرد امام ابو يوسف ته کېښودل او هغۀ د مصلحت او د وخت د نزاکت په وجه مجبوراًً ومنل.
دغه شان يوه ورځ د امام احمد بن حنبل (رح) زوے عبدالله بن احمد له پلار نه تپوس وکړ چې بابا دا خلک د اصحابانو په فضيلت کې اختلاف لری ځينې يو اصحابی اوچت ګڼی او ځينې بل ما ته لږ د اصحابانو ترتيب وښيه امام احمد بن حنبل ورته د خپلې عقېدې مطابق وويل: اول حضرت ابوبکر (رض) بيا حضرت عمر (رض) بيا حضرت عثمان (رض) بيا داسې نور او نور........ خو د حضرت علی (ک) نوم يې پکې وانه خېست زوے ورته وويل بابا تا خو پکې د حضرت علی (ک) نوم وانه خېست. هغۀ ورته وويل بچے تا له ما نه د اصحابانو تپوس کړے ؤ او حضرت علی (ک) خو اهلبېتو کې شامل دے. زوے ترې تپوس وکړ بابا اهلبېت څوک دی ؟ وې ويل اهلبېت له نبوت نه لاندې او له صحابيت نه بره درجه ده.
همدارنګ امام مالک (رح) فرمائی: چې ما له امام جعفر صادق (ع) نه زيات لوے فقيه بل و نه ليد
دغه شان د اهلبېتو امامانو په باره کې امام شافعی (رح) فرمائی:
يا اهـل بيـت رسول الله حبکم
فرض مـن الله في القران انزله
کفاکم من عظيم الفضل انکم
من لم يصل عليکم لا صلاة له
(( يعني اے د رسول (ص) اهلبيتو (ع) ستا سو محبت خداے پاک په خپل نازل کړی قران کې فرض ښودلے دے. ستا سو د بزرګۍ، لوړتيا د فضل او شرف لپاره هم دا کافی دی چې څوک په مونځ کښې په تاسو درود ونۀ وائی نو د هغوي نمونځ، نمونځ نۀ دے.))
اهلبېت هغه څوک دی چې د چا په وسيله حضرت خواجه معين الدين چشتی (رح) له خداے پاک نه دعا غواړی او د خداے په درګاه کې د خداے د ګران رسول (ص) او بی بی فاطمې (ع) له وسيلې کولو نه پس د دولسو امامانو واسطه خداے پاک ته وړاندې کوی چې پکې بالاخره د دغو امامانو نومونه اخلی چې روضې مبارکې يې شهيدې کړې شوې
يــا رب بـحــرمت تــقـی و حـــرمــت نــقـی
يا رب بــحـق عـسـکری آن شــاه و پېشوا
(( يعنې اے څښتنه! د امام محمد تقی (ع) په حرمت او د امام علی نقی (ع) په حرمت او اے ربه د امام حسن عسکری (ع) واسطه درته درکوم چې زمونږ بادشاه او پېشوا دے چې زما دعا قبوله کړې))
د همدې اهلېبتو په وسيله حضرت محی الدين شېح عبدالقادر جېلانی (رح) هم له خداے پاک سره مناجات کوی او وائی:
ز غېر آل نبـــی حـــــاجتی اګـــــر طلبم
روا مــــــدار يکــــی از هـــزار حاجــاتم
دلم ز حب محمد پر است و آل مجيد
ګواه حال من است اين همه حکاياتم
(( يعنې اے خدايه که زۀ د آل نبی (ص) له وسيلې نه بغېر څه حاجت وغواړم نو په زرو حاجتونو کې مې يو هم قبول نه کړې او زما زړۀ د حضرت محمد مصطفی (ص) او د هغوی د پاکو اهلبېتو (ع) له عشق او مينې نه ډک دے او زما دا حال زما د دې خبرې ثبوت دے))
او دغه شان حضرت خواجه قطب الدين بختيار کاکی (رح) د خداے پاک په درګاه کې دعا غواړی نو د خداے د ګران رسول (ص) او د جنت د مېرمنې بی بی فاطمې نه پس د دولسو امامانو وسيله خداے پاک ته وړاندې کوی چې په دغو دولسو امامانو کې د لسم او يولسم امام ذکر په شعر کې داسې کوی:
بحــــق آن امــــام دين تـــــقی وهـــم نقی رهبر
برای عسکری هادی که در دم اوست درمانم
(( يعنې اے پاکه ربه! د امام محمد تقی (ع) او امام علی نقی (ع) په وسيلې سره چې د دين امامان او لارښود دی او دامام حسن عسکر (ع) په خاطر چې د چا په دم کې چې زما د دردونو علاج موجود دے زما دعا قبوله کړې))
او داسې ټولو لويو لويو اولياء کرامو د دوی په وسيلې سره له پاک ربه سوالونه کړی دی،
او په تېره بيا خو زمونږ د پښتنو په رګ رګ کې د رسول الله (ص) د اهلبېتو مينه موجوده ده او څومره پښتانۀ دانشوران او پوهان چې تېر شوی دی هغوی له اهلبېتو سره مينه کړې ده او نورو پښتنو ته يې هم د هغې سپارښتنه کړې ده لکه د تورې او قلم خاوند خوشحال خان بابا (رح) د ټول جهان دولس امامان منی او په لسم او يولسم نوبت کې دغه دوه امامان ياد کړی دی او ورسره د عشق لرلو تلقين او سپارښتنه يې کړې ده او وائی:
د جـــــهـــــان دولس امـــــــام دی
پــــه حـــــديث کې نام په نام دی
يـــــو عــــلــــی دويـــم حسن دے
بـــــــل حسېن پـــاکــــيزه تن دے
چهـــــارم زېن الـــــعـــابـدين دے
بـــــــل بــــاقــــــر ستنه د دين دے
بــــــل جــــــعفر ورپسې هـــم دے
بــــــــل امـــــام موسی کاظم دے
بـــــــل امــــــام علـــی رضــــا دے
محــــــمــــد تــــقــــــی بل بيا دے
بـــــــــل امـــــــام علــــی نـــقی دے
بــــــــل حـــسن عســـــــکــــری دے
بــــل امــــــام، امـــــام مهـدی دے
چــــې د درست جهان هادی دے
د بـــــی بـــــــی زهـــــــرا اولاد دے
پشت په پشت دا هسې ياد دے
پـــــــاک سنـــــــــی هـــــغه آدم دے
چـــې د آل پــــه عشق محکم دے
او همدا رنګ حضرت مولانا رکن الدين هم په خپل کلام کې د خوشحال خان بابا په شان د دولسو امامانو ذکر په نومونو سره کړے دے او د دغو دوو امامانو چې روضې مبارکې يې شهيدې کړې شوې نومونه په خپل کلام کې داسې ياد کړی دی:
يو منظور امام نقی دے
بــل حسن عسکری دے

او همدا رنګ د حمزه بابا خو د عشق او ولا مرکز همدغه د خداے ګران رسول (ص) او دهغوی پاک اهلبېت دی او چې له خداے پاک سره راز و نياز کوی نو ورته عرض کوی چې:
وسيلـــه مـــــې محمـــــد او اهــلبېت دی
شته اميد چې عاقبت مې شی محمود
د هغـــوی د مينې اور مې دې تازه وی
د لــــوګی پـــه څېر مې ته نکړې مفقود
محـــبت د اهـــلبېتو مــــې روزی کړې
دې جـــنت دې زمـــــا وشـــــــی خلــــــود
له دې نه علاوه هم د خداے د ګران رسول (ص) د اهلبېتو په مينه کې او د هغوی په فضائلو او مناقبو باندې مشتمل کتابونه زمونږ پښتنو مشرانو او ليکوالانو ليکلی دی او په تېره په پښتو کې د کربلا د غمېزې په هکله يو لړ جنګنامې موجودی دی چې پښتانۀ يې د امامانو په مياشت کې په کورونو او حجرو کې وائی او نور خلک ورته ناست وی او د رسول اکرم (ص) د اهلبېتو په مصيبتونو باندې ژړاګانې کوی په دغو ورځو کې خوشحالۍ نه کوی او دا له ټولو مسلکونو او مذهبونو نه بالاتر د پښتنو ځانګړتيا ده.که څه هم نړيوال استکبار په اسلام کې د نوو نوو مذهبونو په جوړولو سره په نړيوال کچ د دغو کارونو مخنيوے کړے او کوی يې خو بيا هم په بنيادی توګه د اهلبېتو مينه د خلکو له زړونو نه نۀ وځی.
نو بس مقصد مې دا ؤ چې د خداے د ګران رسول (ص) اهلبېت له يو مسلک سره نه دی تړل پکار بلکې دغه پاک اهلبېت يو نړيوال مقام او حېثيت لری. خو له بلې خوا د اسلام او مسلمانانو ازلی دښمنان چې اوس په ډاګه مقابلې او مبارزې ته راوتلی دی د مسلمانانو يو والے او پېوستون نه شی زغملې او په مختلفو طريقو د مسلمانانو په منځ کې اختلاف او تفرقه اچوی چې له دې لارې خپلو موخو او هدفونو ته ورسيږی
او په اوس حال کې چې کله امريکې او د هغې انډيوالانو وکتل چې د دنيا په ګوټ ګوټ کې په تېره بيا په عراق کې ټولو سنی او شيعه مسلمانانو په يو هيړ او يو اواز سره د خداے د ګران رسول (ص) په شان کې د سپکاوی اقدام کوونکو په خلاف احتجاجونه وکړل او په خپلو کې يې ټول فروعی اختلافات هېر کړل او دغو احتجاجونو کې شيعه او سنی مسلمانانو د دغو سپکاويو اصلی عاملان امريکی او صهيونی طاقتونه دنيا ته وښودل نو د دغو دوو مقدسو زيارتونو په شهيدلو او ورپسې سمدستی په ځينو سنی جوماتونو وسله والې حملې او د ځينو شيعه سنی کسانو په قتلولو سره وغوښتل چې په عراق کې چې د شيعه او سنی کوم وحدت او ورورولی جوړه ده او حتی په حکومتی سويه هم يو موټے دی دا ريښې ريښې کړی او په خپلو کې د مسلمانانو په نښلولو سره خپل شتون او پښې په عراق کې نورې مضبوطې کړی.
خو اوس دا د مسلمانانو او په تېره بيا په اسلام باندې د زړۀ سواندو عالمانو او مشرانو ذمه واری ده چې خپل پېروکار له دې سازشونو او دسيسو نه خبر او اګاه کړی لکه څنګه چې د ايران د اسلامی انقلاب رهبر ايت الله خامنه ای صېب د نړۍ په تېره بيا د عراق شيعه ؤ ته په خپل خصوصی پېغام کې وويل چې د امامانو د زيارتونو د شهيدولو د اقدام په عراق باندې د تېری کوونکو په سازش شوے دے او د دې اقدام نسبت سنی وروڼو ته ورکول يا د سنی وروڼو مقدس ځايونو او عبادت خانو ته نقصان ورکول حرام دی او په دې کار سره به د امريکې او صهيونسټانو موخو او هدفونو ته لا تقويت ورسيږی. او همدا رجه ده چې د دې پېغام په اورېدو سره په عراق کې شيعه وسله والو ځوانانو د سنی وروڼو د عبادت خانو او مقدسو ځايونو د حفاظت کار په خپلو لاسو کې واخېستو په دې خاطر چې امريکائی او صهيونسټی ايجنټان چې د القاعدې او نورو نومونو سره کار کوی د سنيانو په ځايونو باندې په يرغل سره دا کارونه د شيعه ؤ په کاته کې وانه چوی او په عراق کې په ځاے د دې چې تېری ګر ځواکونه له خپل وطن نه وباسی خانه جنګی شروع نه شی.
زما په خيال چې هر قوم ته دې خداے پاک داسې پوهه او په وخت فېصله کوونکی مشران ورکړی چې خپل پېروکار له راتلونکو خطرو او د دښمنانو له چالونو څخه خبر کړی.
اوس د نړۍ د ټولو مسلکونو د مسلمانانو دا دنده ده چې مخکې له دې چې سبا دغه امريکائی او صهيونسټی طاقتونه په مکه معظمه او مدينه منوره کې داسې اقدامات ترسره کړی له اوس نه يې په خپل يووالی او پېوستون سره لاسونه لنډ کړې شی.

¶¶¶¶¶
انور شاهين خانخېل
This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.






لوستل شوی 145 ځله

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي