مسحور جمال

آرشیف



Copyright sporghay.com 2005-2010 All rights reserved. Design by: Abdel Malek and Roman Parhiz

پیرمحمد «کاروان» Print E-mail
Tuesday, 23 February 2010 21:37

 

 


په زړه مــــــــــې ولـــــې راورېږې څه باران خــــو نه يې
هسې مې درد راويښوې زمــــــــا درمـــــــان خو نه يې
د مــــــــخ په پاڼـه بــــه دې څـــــــه خوږه غزله ليک وي
سپينه کــــتابه يـــــادوم دې دومره ګــــــــران خو نه يې
د خيال هُد هُد دې راته ډېر ډېر پــيغامـــــــونه راوړي
دا مـــــې خــطا وه چــــــې ويل مـــې سليمان خو نه يې
ستــــا د ستـم د انــتــها به درتــــه څـــــــــــــــــه وايـــــمـه
د کــــــوم ظــــالم مــذهــب پيرو يې مسلمان خو نه يې
مـــــــا به بې وخــــته لېونی کـــــړې په اغــــزو به ګرځم
غېږ به رانه کـــــــړې ښکليه باغــــــــه بيابان خو نه يې
د ژوندد وچ ساحل په مخ مې لمدې شونډې نه ږدې
شــنه سـمــندره زه دې څــــــه کــړمه توپان خو نه يـــــې
د نور پـه غشو مــــــې له هسک نه په لېمو کې ولــــې
نه راځـــې ستـــوری د اسـمان شوې مهربان خو نه يې
ښکليه ســــالار کـــــــه مې د عشق د منزلونو نه کــړې
بيا راته وايه چې درواغ وايې کــــــــاروان خــــو نه ي
پيرمحمدکاروان


چې پيدامې کړې دخيال په شنه اسمان کې
ترهلال نه هم نازکه وې نرۍ وې
کليمه به مې ويله درکتل مې
ښايسته لکه هيکل دښاپېرۍ وې
دشفق پرسره غونډۍ به راختلې
شپه په شپه به لويېدلې سپوږمکۍ وې
اخر داچې زما زړه ته شوې راکوزه
وکمال ته رسيدلې وې سپوږمۍ وې

زما اوښکې دې په ستوروکړې بدلې
زما ژوند دې دشينکي اسمان په څېرکړ
دلاهوت په خوشحاليوکې دې ډوب کړم
دغمجنې ځمکې غم دې رانه هېرکړ
له سندروبه يې ډکه لمن راوړه
زماخيال دې جنتونوته ورتېرکړ
سره ګډ مو وو ځنبل دبڼوګانو
زمازړه دې له خپل زړه سره کوشېرکړ

خوپه ورو ورو مې په زړه کې شوې په تنګه
دخپل ښکارپه وينو سرې شاهينې لاړه
اوس نو درسته شپه له خپله درده ويښ يم
دشفق پرغونډۍ ناستې مينې لاړې
وی سپوږمۍ خوپه څوشپوکې سپوږمکۍ شوې
زمااوښکې لکه سپينې وينې لاړې
دهلال خواته روانه يې ورکېږې
ستاتغمې په زړه لرم قمچينې لاړې

که رانغلې شې اخر به ترۍ تمه
لږمې غوږپرليونۍ خبروکېږده
دشبنم دڅاڅکوڅاڅکو په شان راشه
بسم الله کړه پښې دستورو پر سرکېږده
زه دې بيا دزړه په ګل کې پټومه
لکه ژوندبه دې توده کړم پکې رېږده
دادم دزوی په غېږه کې سر کېږده
دحوالورې جنت راسره پرېږده
١١-٩-٢٠٠٤کابل خيرخانه مېنه


له غــــــــرونـــواخـــــوا لـــــــه سيندونواخوا
يــــــــه دڅپـــــــــې غـــــونــــدې اوترې ليلو
دليـــــــــونــــــي زړګـــــــي ســـــلام درليـــږم
نارې مې واوره مــــــــساپـــــــــرې ليـــــــلو

يـــــــوداچــــــــې ښکلې جــامې مه اغونده
بل پــــــــه وربـــــل کـــــې دې ګلونه مه ږده
دانظروږي ګـوربــــــــتان خــــــــــو ويــــــنې
لکه دزرکې قـــــــدمـــــــونـــــــــــه مـــــه ږده

لــــــــه سپين رخسارنـــــه دې غـــباردسفر
دسپين ټيکري په پيڅکه مــــــــه پـــاکـوه
لکه ږلۍ به وري ستـــــــرګـــــــې پـــــــرتـــا
پـــراننـــــــــګوګــــــــــلونــــــه مـــــــــــه وروه

لــــــــــکه پــــــــــه ګـــــــردکــــې دباروتوپټه
دخپل وطن دسپوږمۍ رنـــــــګ واخــــله
سردې پردي پـــــــاچـــــاتــــه ټيــــت مه شه
دعــــــــــادکـــــــــــلي لـــــــــه ملنـــګ واخله

ليــــلوپـــــــه خپل ښايست کې پټه ښه يې
څودسپېروستـــــــــرګــــــودرپــــــام نه شي
خدای مه کړه وران دې دخپل ســـردپاسه
پرتادخــــــــپلې ښکــــــــــلابـــــام نــــه شــي

ليلوزمــــــــالاس بــــــــــه درونــــــــه رســـي
چې درته غردسپـــــېلنـــــولـــــوګــــی کــړم
چې ستاله ښـــــــکلي مـــــــخ يـــې وتمبوم
چې نظرونـــــــــه دسپــــــــــېرولــــوګی کـړم

زمالاســــــــونـــــــه پــــــــه زنځيـــــــرتــــړلي
خوبــــــــياهـــــــم تـــــاتــه له دعانه ډک دي
د هرورغوي مې خـــــــــطونــــــه ريــــــږدي
زمادخپـــــــــل زړه لــــــه درزانـــــه ډک دي

ته چې غبــــــــــارلــــــــــــه ايـــــــينوپــاکوې
دخريدارپه نــــــــــــظرځــــــــــان تــــه ګورې
فکردې وي چې داغ پــــــــــه زړه وانــخلې
ډک دغاټولوبــــــــيابــــــــــان تــــــــه ګـورې

داخپل ژوندون به درته وران ښکاريــــږي
خوته يوباغ يې پـــــــه دې وران کـــلي کې
دمرورو پـــــــــسرلــــــــــو پـــــــــه شــــــــانې
په دې رنځـــــورغــــونـــدې خزان کلي کې

مادرته نه وې چې بيــــــــماره بـــــــه شـــــې
پردی وطن دی په سيــــــــنګارڅـــــه کوې
خپله ښکلاپه زړه کې پــــــــــټه ســـــاتـــــه
دشنوبنګړوپه شرنـــــــــګهــــــارڅــــه کوې

په دسمال وتړه بــــنګړي دمــــــــــــړونــــــد
په کې بندي کړه ليـــــــــونــــــــــي راګــــونه
نه چـــــــې دچـــــاغـــوږونه څک شي درته
زړه کې لمبه کړه سپـــــېلنــــــي راګـــــــونه

سترګوته نيم ســــــــــلايــــــــــي مـه ورکوه
پام په لجرومې چې غـــــرض ونـــــــه کړې
کـــــــړۍکـــــــــړۍ څڼــــــې پــرېشانې ساته
په دغې لومې چې غرض ونـــــــــه کــــــړې

د لاالـــــــــه الالله پــــــــــــــــــــــــه ذکــــــــــــــر
پاکه ســـــــــتره اومقــــــــــدســـــه ګــــرځـــه
بس په صدف کې مـــــــرغــــــــلره بــــه يـې
لرې له خاره او لــــــــــه خســــــه ګـــــرځـــــه

دغـــــــه يـــوڅوشپې دي بس تېرې به شي
په خپل وطـــــــن کـــــې بـــــه رڼاخوره شي
لکه دزاڼــــــــې بـــــه پــــــــرواز راوکـــــــړې
ستادراتللوبــــــه غـــــوغــا خـــــــــوره شي

وي به ورغـــــــوي ستـــــــــا،هندارې دجم
ډک درازونـــــــــوکټــــــــــوري بـــــه راوړې
درته به خاندي يـــتيـــــــــمان زخـــــــمونــه
خوږه دمــــينې ټــــــــــکوري بــــــــه راوړې

په خپل وطـــــــن کــــــې به سرشاره ګرځې
زمادتوروغرونوســــــــپــــينې بــــــــــــازې
زمادزړه پــــــرچــــــــګس کېـــــــږده پـنجې
زمادخپــــــــــــل وطــــــــــن دميــــنې بــازې
١٣٨٥-٢-١٦کابل خيرخانه مېنه

نيمه شپه ده شومه دم دی
شاوخواويده عالم دی
بس يوچاته څراغ بل دی
پټ په زړه کې يې داغ بل دی
وينې مخ په ايينه کې
مخامخ په ايينه کې
هغه اوښکې يې کړې ماتې
چې بڼوکې يې وې پاتې
په اسمان کې ستوري ښکاري
دماشوم په شان يې شماري
ستوري ډېر دي ستوري ډېر دي
له اسمانه راچاپېر دي
په حساب کې تېروبېرشو
ونغموته يې لاس تېر شو
په ګډاسندرې راغلې
د لتا سندرې راغلې
دماشوم په شان للو شو
په سندروکې لاهو شو
په کاغذ باندې يې کښلې
خاطره ديوې ښکلې
نااشنا غوندې سندره
ديوچاغوندې سندر

ولې راتــــه وایې چې لږ وار کـــوه وار څــــــــه معنـــــــی
کار د مینـــــې کار دی له دې کار نه انکـار څه معنــــــی
لیچې په لاس راکړه چې ولول څڼې خــــــــورې وي پرې
شرنګ دبنګړو خوند کوي تش تار دستـــــار څه معنی
ووایــــــــه دژونـــد دفـــلسفـــــــې شـــــــاګــــــــرده ووایه
سر په اوږو څه معنی او سر وي په دار څــــــه مــعنـــــی
غاړه کې مې لاس یوسه چې حـــس لـري او روح لــــــري
مړې مړې مر غلرې وړې پيلې په تــــار څــــــــه معنـــــی
خلک پکـــــــې خدای لټوي ته ماشوم خبـــــــر هــــــم نا
پوی به شې او لوی به شې چې ستــرګې دیار څه معنی
داغــــریب ســــړی ګــــورئ له غـــرونو پرون راغی ،نن
دومره جــګ برجونه دسندرو دښــــــــــــــار څـه معنـــــی
ښــــايــــي چــــې له دې ښاغلي لویه ښکلا ورکـــــــــه ده
دومره دښــــکلا په لټون سترګې په لار څــــــــه معــنی
لاس دښکاري څه وایي ؟ او زړه دغرڅې حـــــه وایـــــي
غواړمه یوه معــــــنی لا لیه چې ښکار څـــــــه معنـــــــی
چــــــــوپ شمــــه که ووایم چې دنــګه یاره تــــــا ښــــــیم
خلک راته وايــــــــي چــې « کاروانه » چنار څه معنـــی

نه ملنګ پسې خپه يم،نه پاچا پسې خــــــــــپه يـــــــــــم
زه يې نوم اخيستی نه شم ،داسې چاپسې خــــــــپه يم

يوجانان جانان سٌرور و،يوشاهين دکــــــــوه طـــــــورو
ما په ګل ويشتی منصور و،اوس والله پسې خپه يم

پاييدم يې په خبرو،ګــــــــــــډيـــــــــدم يـــــې په سندرو
چاامېل دمرغلرو،رانه غـــــــــلاپــــــــــــسې خپــــــه يم

زما شمس و زماپيرو،هم پاچاهم مــــــــــې وزيــــــــرو
بس دمينې داتقدير و،شوم ګــــــــداپــــــــسې خپه يم

دخــــــــوږې ميــــــــنې اذان و،تــــــــرنــــــم ويــاقربان و
لکه لمونځ راباندې ګران و،اوس قضاپسې خپه يم

زه دې دردکړمه درمانه،جــــــــــاليــــــنوسـه اولقمانه
اوس په کومه ځې له مانه،راشه تاپسې خپـــــه يـــم

١٤-٤-٢٠٠٤کابل خيرخانه مېنه

دستوروتڼۍ تـــــويــې دسحرڅيري ګريوان
خوره په غــــــــرو رغـــــوکې ازانګه ده د اذان
قـــــــاري پـــــــه لــــــــوغړن ترنم وايه الرحمن
چې زړونه لمبوزن شـــي په څپوکې دايمان
اخربه په لاس درشــــي رڼــــــه توره لکه لمر
دستوروپه نېزو وهه تيارې دکـــــــفرستان
له صدقه يوه اوښکه بـــــــــې بها ده بې بها
تر دٌر ترمرغـــــــلرو تر ياقوتو تـــــر مرجان
بيماريمه بيماريــــــمه بـــــيمار دبـــېلتانه
کړه جوړه ذايقه مې په النخل ورمــــــــان
الهي را اهدا کړې دبـــــــلبــــــل بلالي غږ
ماهم يو لاروی کړې دحمدونو دکاروان

زمونږ د کــــــلي هغـــــه دنـــګه جيــنۍ
هغه په سپين کې غــــنمرنــــګه جيـنۍ
اوس يې ها سور سالو لمبـــه نه وهـــي
اوس په پستو ګوتو چمــــبه نـــه وهــي
ها چې سندرې يې په لاس رانـــــيــــوې
د بام کوترې يــــې پـــــه لاس رانـــــيوې
اوس يې د ټول کلي بـــامــونه وران دې
سپين د کوترو يې سلامــونه وران دې
خړو اوبو يې سور پــــيــــزوان وړی دی
ژيړ مازيګر يې تـــــرابــــــــــان وړی دی
چا يې په غشو کشــــمالـــــي وژلـــــــي
چا ترې يـــــــادونـــــه د لالـــــي وژلــــې
سپيرو سليو تريــــــــنه شـــال وړی دی
د چړو څوکو يې شين خـــــــال وړی دی
نه يې ځونډې نه يې بنګړي پــاتــي دي
بس تش کودي يې د ګړي پــاتــــــې دې
تش له بنګړو يې مړوندونه پــــاتـــــــې
ډک يې د ورور کمربندونه پـــــــاتــــــې
غم ، د وطن د غره د لمنځې په څـــــــير
زړه کې يې وغځيد دګونځې په څــــيـر
په هديرو ګــــرځــــي ملــــنګه جيـــــنۍ
هغه دژوند په شـانــــې دنــــګه جـينۍ
لکه غوټۍ د غــــاټول تــــولــــې پټــــې
په سره کفن کې تـــرې همـــــزولـې پټې
ټولو غـــمــونـــو ته يې دا پـــــــريښــــې
د عرش پــــر لاره يــــې دعـــا پــــرايښې
زړه يې په ټــــولـــــــو پـــــــسې داغ داغ
د ژوند ددښتې دا غــــاټــــــول داغ داغ
لکه رنځوره ژيـــــــړه پــــاڼـــــه جيـــــنۍ
ها غنمرنګه هغه سکــــاڼــــــــه جـــينۍ
اوس په اختر د جونو پنډې نـــه شتـــــه
اوس د ګودر د جونو پنډې نــــه شتـــــه
هغه مــــــلالــــــه او خـــــماره جـــيــنــۍ
ها چمبه مـــاره ټپـــــــــه مــــاره جيـــنۍ
ټولې ټپې يــــې اوس ټـــپي ټــــــپي دې
غرونه تپـــې يـې اوس ټـــپي ټپــــي دي
ستونی يې بــــــس د يــــه قــربان هديره
زړ يې د هر يو ه ارمان هـــــــــديــــــــــــره
په نيمو شپوو ليونۍ چيغه وکــــــــړي
لکه ويشتلې هوسۍ چيـــــغه وکـــــړي
ويښه دنيا وې ځان په خوب واچـــــوي
پرده ددې پر ليــــونـــــــتوب واچـــــوي
ها د اوبو غــونـــدې بـــې رنــګه جينۍ
هغه په مـــينه کـې ملــــنګـــه جــيــنــۍ
ستوري تسبې کړې پـــرې مولا يادوي
نوم د وطن مې په بــــيا بــــيا يــــــادوي
سترګې پــــه لـــــــوري د مــــولا واړوي
هسې نــــه بــــل مـــــخې دنـــــيا واړوي

انديښنې راسره دومره دي په زړه کې
چې حساب يې اوس کولای درته نه شم
ته چې کله درڼاله ښاره راشې
درنګونوله غباره شې راتېره
لکه سره اوشنه هنداره شې راتېره
چې په خپله جوړه ځاله کې دمه شې
چې پرخپلو شونډوغلې زمزمه شې
لکه ستړې مرغۍ څنډ وهې وزرې
دديوال په ايينه کې ځان ته ګورې
اوکوې له ايينې سره خبرې
دکړکۍ پلو دې ناڅاپه نظرشي
يوصندک به دجادوپه سترګودرشي
تلوسه به دې په زړه کې شي درتېره
خاماخابه دصندک ترڅنګه کېنې
ورته موسکه شه صندک به درته واشي
او په غېږکې به يې شين دسمال پيداشي
پکې غوټه نه لونګ دي نه ګلاب دي
نه نرګس دي او نه نورې دګل پاڼې
خلاصوه يې دخطرپکې څه نه شته
بس يوڅوليونۍ چيغې اوسندرې
يوڅواوښکې څووړې وړې خبرې
چې ته نه وې مابه ستا په يادکولې
ته يې واخله امانت مې درته اېښې
اوس نو ډېره اندېښنه راسره مله ده
دزړه صبر مې لوټي ته وا چې غله ده
نه پوهېږم چې داشين دسمال به څه شي
لکه وران خوب به يې سين ته ورګوزارکړې؟
او که تاوبه يې له غاړې لکه هارکړې؟
٢٠٠٦-١-٣

داچې مخ يــــــې پـــه غبارباندې سپېره دی
ده ســـــاتــــلی دهنداروغــــونـــــدې زړه دی
په ګلونو باندې رنــــګ اوخـــوشبـو ويشي
په اغزيوکــــــــې روان لــــــــــــکه اوبـــــه دی
خود به ستوري دالهام پـه خوب کې ګوري
چې سرويږدی يې ګردی کاڼی دغره دی
لوندپه اوښکولــــــکه ستـــــــا دبڼـــــوګـانــو
سور په وينو دجمدرغوندې خـــــــو نــه دی
چې له توروبــــــلاګانـــويې ډارنـــــــــه شـــته
ستـــادسترګوخواته نــاست لکه رانجه دی
بدرګــه به تـــــــرغــــــــروبــــــه درســـــــره وي
سترګــــې وغړوه څرک دلمـــــــرخـــــاتـه دی
چـــې شـــــي ستړی بيابه ستا پر اوږه کينې
دارمان پــــه دنګ اسمان کې يو مارغه دی
خوبولي پـــــه زړه ولــــي چـــې راويښ شــي
دکـــاروان غــــــــزل تــــرغشي هـــم تـېره دی
٢٠٠٦-٣١-٥

دشپې چوپیا ددیوالي ګړۍ ټک ټــــک مــــاتوي
او کــــه زرګــــرغــــمی د عـــمر، پـه څټک ماتوي

ستا پر تنکیو پښو مین دی تـــــــــه خبره هم نه یې
چــې په تڼاکو لاسو کاڼي د ســـــرک مــــــــاتــــوي

ښــــایــــي د ښکلیو تور باڼـــــه دي الماسو راشنه
سپینې هندارې چې د زړونو په سترګک ماتـوي

داسې سیلۍ له ستوني ونیسئ چې ګام وانخلـي
څلور ګلونه چې په هـــــر یــــــوه څپک مـــاتــــــوي

مسته غـــــــزالــــــه د غـــــزل، دبیابــــان کـــاروانه
کړه راپیدا چې د نفاق دزمری د شک مـــاتــــــوي

زه چې سره ګلاب ته ګورم
دزړه تنده مې شې ماته
بې اختیاره دوعا وکړم
کله ګل ته کله تاته.
خدای دې ډېر لري ګلونه
خدای دې نه کړي چې راشنه شي
ستا په سترګو کې ګلونه


غم
غم دې زما په اوښکو څکه وکړه
پر دې ایمان لرمه
نمک حرامه نه دی
کله یې هم چې لاس ور ورسیږي
ستا د خندا ګلاب ته
له مایې نه دریغوي رابه یې وړي

دنـــګیـــدلــــې یـــــوه تیـــږه ده لــــه پاڼه
*ده څــــــــرګنـــــده ګړندۍ ده لکه بیاڼه
یـــوه غــشي پـه کمال کې ځان راښکلی
پـــه هــــوا کـــې پـه مستۍ ځي یوه زاڼه
دسپوږمۍ نغمه پــــه خـــولـه توره بلبله
په مـــښوکــــه کـــې یې تکه سره ګلپاڼه
کـــــومــــې نجلې په کې ټال دی اچولی
پرویــــالــــې بـــانـدې ولاړه ده بیکیا ڼه
په اوبـــــو کـــې منتشر دي دوه تصویره
یوه تابــلو ترې نه رنګ جوړه کړه ناجاڼه
انــــځور ګـــــردي انــــځورونـه پنځولي
پــــرخـــــه پـــــرخـه دژوندون پرهره پاڼه
* دبیاڼې اوروانې تیږې تشبیه د یوه عربي شعر تر اغېزلاندې

د شهید آشنا دسمال مې
ملا وستنی دی له ملانه
شیبه وړاندې یم راغلی
له درنې لویې غزانه
ازانګه دګړنګ ژبه
شنه د تورو له خرپانه
په خورجین کې مې راوړی
هغه سر له اژدها نه
چې یتیم یې شو کولی
و، له څانګې د موسکا نه
* * *
د څپلۍ غربې مې پرې دي
پښې مې ډکې له ! غزو دي
په ټټر کې مې راوړي
مات سرونه د نیزودي
د کاروان او ښان مې ستړي
شهیدان مې پرې راوړي
مشالونه مې د شپودي
دا په وینو سره سر ګړي
* * *
ته دې غبرګ غوږونه وخورې
دانارې مې ولې ناورې؟ !
ګورې نه چې درپسې یم !
ښکوم دې د پښو خاورې
د سړي په شومه موړ شې
په دې زړه لکه دواورې
د جانان د غم رانجه مې
دي په لپو لپو څښلي
دامې ټول خواږه یاران دي
داچې نن پرې جوړ دي څلي
هسې تش راغلی نه یم
زمانې مې په ځولۍ کې
لږ راتم شه لارویه
افسانې مې په ځولۍ کې
هر فریاد ته مې ورکړی
د سلګیو لړم ټک دی
د اوبو پر ځای مې څښلی
د خپل ډک زړګي پتک دی
د هر داغ تڼۍ یې واکړه
زړه مې ډیر د مینې ډک دی
د ایمان په تېغ یې وژنه
که پکې هم ذره شک دی
* * *
یو ما ښام ویو آشنا مې
زما زړه په لاس کې راغی
د کینې و ه که د مینې
خو چاړه په لاس کې راغی
وې دازړه دې د کارنه دی
چیرته نوی زړه پیدا کړه
ترانې دې ټولې خامې
ورته سوی زړه پیدا کړه
چې غزلې یې خوراک وي
داسې روی زړه پیدا کړه
چې له ستورو خولګۍ واخلي
لمر پلوی زړه پیدا کړه
* * *
ماوې ښه لکه چې زړونه
دروپۍ څلور خر څیږي
ددووسترګو په دکان کې
آشنا سپین او تور خرڅیږي
نغد غمونه به پرې ورکړم
که نغمې په پور خرڅیږي
زورور غزل به واخلم
که غزل په زور خرڅیږي
دا سلګۍ خو مې ور جار شه
که څه ټنګ ټګور خرڅیږي
* * *
زما دزړه کوتریې پریښو د
آشنا شغ لکه باز لاړو
د قدیمو ستر ګو والا
په ډیرنوي اند از لاړو
زړه مې کړنګ له لاسه پریوت
هی هی ما ت یې آواز لاړو
داغمی ذرې ذرې شو
ښایې ښه له کاره ووت
د اشنا د سترګو تږی
څه پر للمه لاره ووت
داددوولمرونو ستوری
له رنګین مداره ووت
* * *
لارویه هغه شپه مې
په خدای دومره ډیر ژړلي
ما خو هغه ورځ هم نه وو
دنن شپې په څېر ژړلي
هغه ورځ هم یوه ورځ وه
ښایي تانه به وي هېره
ته ما شوم وې که دریاد شي
مو ده ډیره پکې تېره
ها لښکر چې وراغلی
زموږ کلي ته دژڼو
د سور خولو هلکانو
د شېر بریتو ببر څڼو
تورې سترګې یې ګور ګورې
یو نیم رګ سور د کر کڼو
هغه مست په تکبیرونو
په ډلونو په اتڼو
هغه شپږزلمي دې یاد شي ؟
ها چې دربې یې تو دې کړې
چې لُنګۍ یې کړې ګوزارې
ها چې څڼې یې کودې کړې
ها غور ځی به یې چې لنډ کړ
چې ټپې به یې اوږدې کړې
د شهید په یوه ټپه یې
د عالم ستر ګې لمدې کړې
ها چې ټولو، ووې خدایه
« د مرګ سترګې یې ړندې کړې »
چې د بنګو په چلم یې
سترګې سرې ردې ردې کړې
د چینې بر غاړه ناست وو
د چینې پر سر چنارو
په چنار کې قمري ناسته
او کوکو یې وار په وارو
سور کی اوښ مې راپسې و
د ګونګرو یې شرنګهارو
ټولو سترګې کړې راپورته
پکې پروت د مینې ښارو
ددې ښار دزړه په منځ کې
یو کاروان په ټپو بارو
جوړ لباس د لارویو
له قربان او یکه زارو
خو نتلي زړه ته تللی
یو غمګین غږ د ستارو
او د مینې له دې ښارونه
راتاو شوی لوی ښامارو
دغه شپږ زلمې راوتي
د همدې ښامار په ښکاروو
* * *
وئ ! داڅه کوې خوب یووړې
لارویه رابیدار شه
کیسه بلې خواته لاړه
زوروره په کرار شه
څه به زه لارې ته سم شم
او څه ته پر سمه لارشه
او خله جېب کې مې خواږه دي
لږه خوله دې پې خوږه کا
د کیسې ودرانه بار ته
د غوږو ، ورته اوږه کا
هسې لاره لنډووپرې
چې اوږده را نه کیسه شوه
دا ته څه ستړی ماشوم یې
چې دې دومره تلوسه شوه
لکه تار کیسه تر ووځي
ستا خو زړه سورۍ پیسه شو
د کیسې په منځ کې ډیر دي
د ښتې غرونه ګړنګونه
له سینو وتلي غشي
او په تُورو پرې څانګونه
له خپل سر سره دي لوبې له
له ښامار سر جنګونه
پکې مینې هدیرې شوې
تشوي ډک پالنګونه
د کیسې دامنځ به پر یږدو
په خدای ډیره به ترخه شي
اوس ایله سر ماښام دی
هسې نه چې شپه پخه شي
د ښامار دوښو څاڅکي
به له سپینو ستورو جوړ شي
او غاښونه به یې ګورې
چې له ځینو ستورو جوړ شي
زخم زخم د زلمو به
له زرینو ستورو جوړ شي
دغه ټول ستوري به ګورې
چې یو بل سره جنګیږي
څوک به تښتي له مداره
څوک به ځمکې ته رالویږي
په کمرو کې به مات شي
په چینو کې به غور ځیږي
ژوندددو پلونو تر منځه
شي دانه پکې د لیږي
* * *
په منځ منځ کې مه ویریږه
د کیسې پای ته راځمه
سپي دې غاپي رنګ یې ورک شه
د کیسې سرای ته راځمه
بس کیسه روانومه
بیا اصلي ځای ته راځمه
ته ما شوم وې لارویه
څېله مست اوښان کتاروو
ځونډورې یې وې غاړې
د ګونګرو یې شرنګهاروو
یو انډی به د غلې و
بل انډی په غشو بارو
کاش د ګیډې دوزخ نه وای
داد غشو خو ، ښه کارو
بل مو کارنه و، خو ښکارو
ته به وایې د څه ښکارو
د کیسې والا ښامارو
ته هم ناست په یوه انډي کې
او ګنۍ به اوښ مغری دراوږد کړ
تا څپیړه ور کوله
الوتکه په هوا کې
نا څا پي و کړ نګیدله
ته به وایې د بار لاندې
ژوبله اوښه نړید له
د یو بم بچی یې راوړ
هغه بلار به لنګیدله
بم د غره پر څو که ولوید
خو د غږ یې مزه نه وه
شي کیدای چې وي وچ موری
یا یې میاشته پوره نه وه
تاګنۍ د مټ د پاسه
تو غندي په شانې کیښوه
ګڅه سترګه دې کړه پټه
ښۍ دې خلاصه ورته پریښوه
د ښي لاس دویمه ګوته
دې راکش لکه ما شه کړه
په خندا دې کریږ ه وکړه
هوا بازدې تما شه کړه
دغرور شونډې کړې بوڅې
دپولادو چلوونکي
دګنیو په بند بند کې
دې ترخه زهر شیندونکي
ستا پر خوایې الوتکه
په آسمان کې راکږه کړه
د توپ نښې ته یې جوړه
ستا ګنۍ او ستا اوږه کړه
دباروتو د زړه خوله یې
له ویشتو وړاندې خوږه کړه
هاغه غر چې یې آسمان ته
لږ نژدې څوکه رسیږي
چې اوښان پکې دوریځو
ددې څوکې تېره سرته
شپږ اوښان در ښتیا راغلل
تش روان وو ته به وایې
چې بس بار په بریښنا راغلل
چې ګډوډ له هوا بازیې
د خوږې نښې نظر کړ
په یو، رپ کې یې د سترګو
درز له غره سره ټکر کړ
یوه ګردي کاڼي د غره یې
د څټګ پر ځای مات سرکړ
یوې تېرې تړانګې د پرښې
لکه لورنیم په ټټر کړ
په مښو که کې یې واخیست
ته وادایې لوی ارمان و
ها چې وړه یې په هوا کې
له هوانه کږ ه غاړه
الوتکه دړې وړې
ګړننګونو پورې لاړه
پروزرو یې شادو ګانو
کړلې چیغې پیغې سازې
ځینو شوخو شادو ګانو
پرې د پاسه کړې میتیازې
موږه هم د الوتکې
غړمبیدنې واوریدلې
لکه ناوې له خوښۍ مو
ستر ګو اوښکې تویولې
پټې پټې مو په زړه کې
خوږې ګوړې ما تولې
لارویه تاته یاد شي ؟
چې ګنۍ دې پراوږه وه
ها اوږه دې پر اوږه وه
ها اوږه دې په دې وخت کې
له ګنۍ نه هم خوږه وه
موږه ټول تاته ووې .
تا ویشتلې مبارک شه !
خدای دې مل شه، په دې غرو کې
درته تیر دنور سرک شه
خودې وخت کې یو نا څاپه
یو کیفیت درباندې راغی
ستا په سترګو کې وې اوښکې
څه هیبت درباندې راغی
د شاعر په شانې بل شان
شعر یت در باندې راغی
افسانې مو درته کړلې
حقیقت دربانې راغی
د ګنۍ له واړه بار دې
په یو دم سپکه اوږه کړه
اوښ چې غاړه درکږه کړه
دده خوله دې پرې خوږه کړه
له انډي نه دې راټوپ کړ
په ښاغلي غوندې ترپ کې
خلاص ګونګري داوښ دپښو دې
کړل ژرژر په یوه خرپ کې
دکاروان او ښان دی تم کړل
دیو دوو سترګو په رپ کې
ستا په ستر ګو کې وې اوښکې
تا وړې سلګۍ وهلې
ستا وړې وړې خبرې
په مرۍ کې ښخیدلې
ستا ګنۍ غوڅۍ سرې شونډې
دوې ګلپاڼې رپیدلې
ستا په سترګو کې خبرې
په څپو وې په غورځنګ وې
هغه شپږ دګلو ونې
نس ته تیرې یوه نهنګ وې
خودې شپږو شوکولې
له نهنګ نه پښې دسنګ وې
شپږ اوښان له بره راغلل
یو څاروان تش راروان وو
شپږ دستماله هر دستمال کې
تاو دوړانګو یو باران و
سپینو اوښکو کې راشنه مو
څانګې څانګې ارغوان وو
په دې هر دستمال نغښتی
هر یو زړه زما جانان و
* * *
راشه راشه چې دې ښکل کړم
زما ښکلیه لارویه
ته زما دنغمو سیری
یه زما ماته زړګیه !
ددې شپږو لارویو
ها اووم ملګری ته یې
دکاروان دغزلونو
او سندرو څوری ته یې
۷ / ۱۲ / ۱۹۹۷ ناصر باغ
یادونه : ګنۍ ( ګنی )

راځه دواړه د ښکلا پر سفر ووځو
له خپل کلي نه به لرې ولاړ شو
په یوه ځای ، په یوه آواز ، په یوه اندازه به
لکه غبر ګې او خوږې سندرې ولاړشو
دژوندون داوښ مهار به
دواړه ونسیو په ګډه
راځه ولیږدو په کډه
باردستو رو دسپوږمیو
دسندرو چندڼ بو یوا و دزېړو زرغونوبه
سره وتړودلمر په زري مراندو
دژوندون داوښ پر شابه یې بار کاندو
خامخا که په پیچومي کې پښه نیسي
ته یې ووهه د ګل په لښتو تاندو

د سلګیو پر کږ لېچ به
لکه سپینې اوښکې واوړو
د خندا په خانقا کې،
به دلوی صوفي له زړه نه
په ګدا لکه د مینې اوښکې واوړو
چې یې لمر پر تېرد څو که لګیدلی
هاغه اوږ کنډو خووینې!
د کنډو په غیږ کې تویې
د لمر څاڅکي څا څکي وینې
مخامخ به یوه او بل ته
د کنډو په سرکې کېنو
یکه زار به راته وایې
زه به سر دټپې واخلم
ته یې بله مسره وایه
ورپسې چې غاړه تاوکړم
ته یې هم راسره وایه
ته به ښه یسته سوال شې
زه به ستا د سوال ځواب شم
دطاووس بڼکه ته شه
زه به غېږه د کتاب شم
ته به داسې رانه پوښتې
راته وایه چې ژوند څه دی
زه به داسې درته وایم
چې ژوندلو یه کرونده ده
پرې کرلي چالونګ دي
چا ګلاب دي او چا بنګ دي
او چا ګډدازغولودی
چاته خوږ لکه لومړۍ بوسه دناوې
چاته خپل ژوند د پردۍ ناوې په شان دی
شوې یې سترګې پسې سپینې
خو ده پټ مخ په پلو دی
ته خبره یې که نه یې
زه او ته دواړه شپانه یو
تورې سپینې رمې پیایو
د شيبو او د ګړیو
راځه پټ شو په شړیو
راځه څلمو پر لیمڅیو
خدای دې وکړي چې ټول مات شي
یر دې ږدمه پر بنګړیو

ګوره دادې هم هېرنه شي
د کفنواو بدل زده کړه
له ځیږو ځیږو وژغنو
له پستو پستو وړیو
وئ ډارنې ته خو پاڼې غوندې رپې
مر ګ خو بازنه دی چې زاڼې غوندې رپې
مه ډاریږه زه په زړه در سره نیم کړم
څنګه موسکه شوې او برندې راته ګورې !
هو پو هیږمه دژوندله ډیرې تندې راته ګورې
هسې ټوکه مې کوله
تا ته چاوې چې ډارنې
ها، دی لاره کې مرګ ناست دی
تر ې نه وباسه څرمنې
ته داغشي در سره کړه
زه لینده غاښکي په غاښکي سمومه
دژوندون د تاک په سرکې
هغه واښکې سمومه
چې په میو یې طاووس غوندې رنګینې
زما او ستا دژوند شیبې شې

د شپو ورځوپربرګۍ رمه دې پام دی؟!
ددې لارې په کږ لېچ کې
راته ښکاري چې ناست بودی
یا کیدای شي وږي پړانګ جوړ کړی څودی
ته به غشي راکوې زه به یې بولم
که مې وویستو د مه به کوم غیږی کې دې څملم
دژوندون د جنت حورې غشی راکړه
شابه شابه د نر لورې غشی راکړه
ها تېره لکه د تورې غشی راکړه
ورته ګوره پر تندي باندې یې ولم
شیبه پس به ګورې غېږکې دې څملم
ورته غوږ شه چې یې خرپ دې تندي واورې
په خدای خرپ بې داسې خوند کړي
لکه تا نه کله کله
چې په ټنده کې خوله واخلم

افسانې غوندې به یو بل
مخ په وړاندې سره بیا یو
سره لاس تر غاړې دواړه
د ښکلا رمې به پیایو
چې په ګوته کې ژوندی مې
داغمی د سلیمان وي
لاس یې خلاص توره ی آزاده
که لښکر لښکر د یوان وي
چې مې خدای په زړه کې ناست وي
چې تر څنګه مې جانان وي
که ځنګل ځنګل ماران وي
لکه غرونه راروان وي
ښاماران وي ښاماران وي
پرښتې د خیال راکړی
د هنر اسم آعظم دی
خدای راکړی یو قلم دی
چې راښکلي پکې ناست دي
په زرګونو تېره غشي
په یوه ګوزار به ووځي
د هر مار ښامار له تشي
که د غشو له شغا نه
د هوسۍ غوندې ویریږي
ورته ګوره ټول ماران به
درته داسې واړه کاندم
لکه ستا د غچۍ ګوتې
پوره هم نه نیمه برخه
که لاوي دې زړه کې رخه
بس واړه واړه چینجي به
دوریښمو ترې نه جوړ کړم
تر ویښمینو پستو لاندې یې مړه کړه
چې تود زړه دې باندې سوړ کړم
د شفق خمٌ کې یې رنګ کړه
سپین ټوکر دژوندانه پرې
سور چکن غاټول غاټول کړه
دراڼه اخوالږوراخوا
د سره لمر مخکې ولاړ یم
په هر څاڅکي د باران کې
زهر جنې وړنګې مینځم
ته ولاړه د ګلونو پرل غونډیو
لکه سېل د طاووسانو
لکه زیړه زرغونه یې
یمع ستا ددیدن تږی
راته ګرانې اوبه نه دي
ته یې غېږې ته ځولۍ کړه
د ګلپاڼوورګوزاره
په ګډا ګډایې یووړې
چا ویل چې زما طبعه
بس روانې اوبه نه دي
راځه لرې لرې ولاړ شو
نا آشنا وطن ته لرې
راخورې چې کړي پر سرمو
ښاپیرۍ د خوب وزرې
یوه ورکه جزیره به
د ښکلا چیرته پیدا کړو
که ا میل ددنګې غاړې
دې خطا کې رانه پر ې شي
که یې ګوتو کې تش تارهم
رانه ښه ذرې ذرې شي
که به ټولې مر غلرې
ترې خورې شي ترې خورې شي
راته وایې به سندرې
ټولو م به مر غلرې
چې خوږه به راته خاندې؟
که منت به پر ما کاندې؟
پرښتې د آبدیت به
یو نا څا په راپیذاشي
او پر تویو مر غلرو
به یوه دم خوره ځلا شي
دواړه لاس به ستا له غاړې
د امېل پر ځای راتاو کړم
په روان تخت کې به درومو
دیدارپیالې به مو شومو

ورځم د ژوند د جریدې پر سپینې ټنډې باندې
د خو نړي قاتل عنوان لګوم
یو داسې تور مې پر خپل دین او پرایمان لګوم
چې په ژوندون کې مې څوک نوم وا نخلي
زه که شیدې شمه که شات شمه که قنداو نبات
چې د ښار ښکلي مې په ژبو لکه زهر او ذقوم وانخلي
په هغو کلکو تکو سپینو اطلسي رسیو ملاتړمه
راکوزول چې پرې شین سترګي هوا بازله هوا
زموږ د کلي پرسم منځ باندې خرواربمونه
ځم نه ودریږم ملا تړلی د غره سرته خیژم
له هغې شنې پرښې رابا سمه روسی توغندی
چې مې د ښکلي کلیوال شپونکي دزړه په تودو وینو سور دی
هغه شپونکی چې په شپیلۍ کې به یې ژبه د څپو ګډ یده
چې په سندرو میوندۍ کې یې ملا له د ټپو ګډیده
هغه شپونکی چې یې د ستورو غوندې وري درلودل
هغه شپونکې چې یکه زارته یې سپوږمۍ د تور وشپو ګډیده
هغه دده په وینو سور هغه روسی توغندی
د کلي پښ ته راوړم
چې ترینه دروند او تیره تبر جوړکړي
په شکرانه کې یودوه درې منه غنم ورکوم
له ابرهیم نه په بخښنې هسې نه چې پرې بتان ما توم
په دې تیره په دې درانه تبر مې ځان وژنم
اد کې مورې لاس مې مه نیسه ځان نه وژنم کاروان وژنم
هغه کاروان چې همدا ستا زوی یې له کاره وایست
په جادوګر عشق یې د عقل له مداره وایست
هغه کاروان چې له چنار سره یې زړه پیوندکړ
چې له چناره سره څانګې څانګې و غځیده
چې د چنار پاڼې یې ژبې کړې پرې و غږیده
چنار اخستې د برکلي له شپانه نه په زکات سندرې
سپینو اوبو کې به یې خامخاوي څښلې اوښکې
د کومې بورې کومې ورارې هوسۍ
خو ما د ټولو ښواوبدو سره
چنار د لرې کلي جانان ته کړو په مینه اهداء
خو جانان و نه ما نه
وې دې خبرو کې خبرې شته سندرې نه شته
خوند د باروتو په کې ډیردی او شکرې نه شته
پر هغه کلکو تکو سپینو اطلسي رسیو ملاتړمه
راکوزول چې پرې شین سترګو هوا باز له هوا
زمونږ د کلي پر سم منځ باندې خرو اربمونه
له توغندي جوړ په درانه او په تیره تبر چنارغوڅوم
پریږدئ چې غرونه غرونه ړنګ شي او چې خرپ یې واوري
دې زوروریې د ښایست پرکروندې باندې وسیوری کړی
پریږدئ جانان مې چې اوس لمر ووینې زیړه زرغونه وویني
پردی چنار څه کوي خپله جامه شنه وویني
ورځم د برکلي کنډو ته د شپونکي شهید له قبر ځنې
څوګر دي کا ڼي په ځولۍ کې راوړم
پردي دې نه ویریږي ، سترګوته دې لاس نه نیسئ ، نه یې ولم
زه پرې د خپلې نازولې او شاعرې شپې تندی ماتوم
نن مې لاسونه سره دي سترګې مې سرې
چې شومه دم شي شپه پخه شي او ویده شي خلک
هغه شاعره ښاپیرۍ که چیرته راشي د الهام له ښیښې
اسم آعظم به یې په پیڅکه د سالو وتړم
سلام یې نه اخلمه مخ به ورنه واړومه
له ډیره قهره به غاښونه ورته و چیچمه
ورته به ووایم ورځه په مخ دې زیړ ګلونه
وینې مې نه چې مې لاسونه سره دي، سترګې مې دي وینې وینې
ګوره کنځادرته کومه او له سرنه دې د ستورو ډک د سمال غور ځوم
بیا به آسمان ته په دې توره شپه کې څنګه خیژې !
اخر افغان یمه پرعزم باندې ټینګ ولاړیم
بس دی پر ما د جادوګر حسن منتر مه وایه
یو شاعروژنمه یو قتل کوم
یوه غوغا جوړوم شورجوړوم
خپلو سندروته پیغور جوړوم
لاس چې رانه وړې ګنې لاس دې په خنجر وهمه
زه مې په خپل زړه کې خنجر ښخوم
کوم وږي سپي ته مې دازړه غور ځوم
تر هغه سپي ښایست نه سپی ښه دی
چې مې دالعل کړو، ورپه غاړه وې په دې کوتي لعل زه څه کوم؟
وئ ! دامې چې په جادوګرو لاسولاس ونیوه؟ !
چا سندر مارې مې په زړه کې په کټ کټ وخندل
۱۹۹۷/ ۱۲ / ۲۲ پیښور ، ناصر باغ

ته به راځې ، ته مې په خوب لیدلې
پرسردې تاو ود هراتۍ تورد لونګې، د کندهار زلیمه *
په کې غونچه غونچه ټومبلي تور لشي اوزرین رنګي غنم
لشې لشې باڼه دې نېغ وو، شمله دارزلیمه
اسماني آ س دې تر پښو لاندې مستانه روان و
په شرنګا شرنګ لکه موزونه ترانه روان و
پر مخ روان لکه روانه زما نه روان و
قدم قدم یې ودسرداستا دانو استاد
ته وا چې نال نال یې چا جوړو له تیشې د فرهاد
ته به راځې ، ته مې په خوب لیدلې
دغه دزیړې زرغونې تر پلو شو لاندې شنه غرونه وینې!
زرین وزري طاووسان دې استقبال ته ولاړ
دغه د سر د شفق په شال پټې رڼې ویالې روانې ګورې!
درته وریښمینې څڼې بیا دي ښاپیر یو خورې
ته به راځې ته مې په خوب لیدلې
ولې به نه راځې ، نو خود به راځې
چې یې ستا نوم زموږ پرټنډوټک وهلی و په شلو میخو
تر تو رولاندې مو په پرې سرونو ستا په خاطر
شهیدانه رقصونه ډیر کړي دي
د خپلو وینو پر څادرمو ستا په نوم ، نفلو نه ډیرکړي دي
زموږ د پیغلو پیغلو خویندو دسینو په غو څولو باندې
د ۍالمانو قصابانو چړې ډیرې پڅې
راځه راځه دزړو نوبټ کې مو نینې دي د پولادو پخې
بو.ن یې واخلې تېرې داړې شي د مرګ ورته له وېرې پڅې
ته به راځې، ته مې په خوب لیدلې
تر تا قربان، دصوفیانه نظام منصور سرداره
للمي غاټول ته پر خې پرخې، پسته ور، بارانه
رنځور وزړونو ته اناره دانګور سرادره
ته به راځې ، ته مې په خوب لیدلې
په خامو پیوها لمدې چړې ړندې دي ړندې
هغه په تاندو وینو سرې تورې نن زنګ خوړلې
خبربه نه یې چې مغرورې قرعوني ککرې
ددریابي قهر زرین غوندې نهنک خوړلې
ته به راځې ، ته مې په خوب لیدلې
د سخې جان سپینو کو ترو درته لویه سلامي نیولې
تر تا جار یږي خوایې ستا غوندې زلمې نیولې
او ښکو تا بیا د جوړو لو ستاو تاج ته د غمي نیولې
کر کې ځپلي یو د سختې مینې ډیر تږي یو
یه تر الما سو ځلیدونکیه او څپانده روده
په غورځنګو نو شه په تور کمر کې لاره باسه
زموږ د بخت پاچا راځه پڼې دې مه وبا سه
ته به راځې ، ته مې په خوب لیدلې
پر سردې تاو د هراتۍ توره لونګۍ، د کندهار رزلمیه !
په کې غونچه غونچه ټومبلي تورلشي اوزرین رنګې غنم
لشې لشې باڼه دې نیغ ووشمله دارزلیمه
ته به راځې ، ته مې په خوب لیدلې
ته به راځې ، ته مې په خوب لیدلې
۱۹/ ۱۰ / ۹۸ پیښور ناصرباغ نوې کمپ

میـــنـه مــــــــې ومنـــــه په مینــــــــه مینـــــــه
ستـــــــا پــــر کرکڼه پر مــــــمــــــاڼــــــه سلام
ستا دنـــښـــــــتر پر زلفــــــو زلفـــــــــو سلام
ستا د څـــیـــــــــړۍ پر پاڼه پاڼــــــه ســــــــلام
چې ستــــــا پــــر ســــر ده له کتـــــاره وتــــــې
پر هــــــــاغـــه ستړې ناسته زاڼــــــــه ســــلام

لیـــــک دې څــــــه ډیره موده مخکــې راغی
هــــــی هـــی چـــې زه دځواب تـــاب نـــــه لرم
دخـــیال نـــیـــلــــې مې ګوډ په نیمـــه لارکې
مـــلــــونــــی یـــې پری پښه په رکاب نــه لرم
دشــــعــــــر پــــادشاه ته یې شاګرد دی یــمه
بې لــــــه تــــا شــــین دشعر کتــاب نــــــه لرم

داســــې خـــــومــه وایه چې هیر دې ډیر دي
ګرانه پادشاه مې تـــــه یـــــې پیــر مې ته یې
په ویښه هم زما په ســــترګــــــو کــــې یـــــې
دسهار خوب مې یې تــــعبــــیــر مې ته یـــې
دزړه هـــــنــــــداره درپــــــــــــســـې ګــــــرځوم
دهغه ستر نقاش تصــــویر مــــــې تــه یـــــــې

ګــــــــــرانــــه زه ډیـــــر دمیــــــنـــــې وږې یمه
لکه یــــتــــــیـم مــې پر ســــر لاس تــــیـــــروه
ما ســره غــــــرونــــه غرونـــه مــــینــه کــــــوه
زمــــــــــا پـــر زړه دهــــــنــــر لاس تـــــیـــــروه
په تور کــمــــــــر کې هم چې ښکلي ګـــــــورم
پری ښه روښان دجــــــــــوهـــر لاس تیــــــروه

خالي لا ســــــــونــه مې له ستــــورو ډک کړه
چې پری لمنه دسپــــــــــوږمـــې ونـــــیســـــم
ستــــــاونــــې دنګې دعـــــا ګانـــــــې زمــــــا
دښکلا عــــــــــرش ته بـه ځولــــې ونیســـــــم
دا ګیدړ خیال وخـــــتـــــونه برند دي ولــې ؟
لنګه زمــرۍ بـــه تــر لکــــــۍ ونیــــــــســــــم

ته دخـــــــــدای شیـن باغ یې ښامارخونه یې
چــــــــــــې ګنـــــــې تا دلال ثـــــنــــــا ویلـــــــې
زرګـــــــونـــه کــاله تــــا دحــــال پــــــــــه ژبــه
دهـــــــــغـه ستــــر جمـال ثــــنــــا ویـــــلــــــــې
تــــــــــا دبلا ل درنګ پـــه تـــــوري تــــــــوري
دپـــــرښـــــتـــو دخـــــــال ثـــــنـــا ویــــــلـــــــې

ما بــــــــــه سوما ګڼـــې دخپــــلـــې غیــــــږې
دهـــری شــــــــنــې ونې پـــه ســـــردې قســــم
شـــــــراب شـــــراب به زما شعـــر جـــــوړوې
پر شــــــــــرابـــونو دکــــــوثـــــــر دی قســـــــم
لــــــــــه درده ډکه مـې غــــــزل تــــــوري لــــره
پــــرشــــــــــهیــــد غــــاښ دپیغمبر دې قسم

زه چـــې ماشــــــــــوم وم افسانې مې خوښې
چــــــې ترابــــان بـــــه ګــــــل انــــدامه یو وړه
مــــــــــاوی چې ته به وې قـــــاصد جوړشوی
تـــــــــابـــــــه خـــــبــــــــره تـــــر بـهرامه یووړه
په دریم ګــــــــــام کې به شــول ښکیل ترابان
کــــــــــه دا ولجــــــه بـــه یې دوه ګامه یو وړه

ته خـــــــــــو اوس هم له شنو خوبونو ډک یې
په خـــــــــــوب کې ډیر زیــړي ګلان رالیـــــږه
دګلابـــــــــونـو په رنګونــو کــــــې رنــــــــګ
هــــا ســـــــــــور وزري بـــلبــــــلان رالــــیــــږه
یـــه دسنــــــدرو مرستـــــنـــــد ویـه زمــــــــــا
دغـــزلـــــونـــــــــو غـــــزالان رالــــــــــــــیـــــږه

لــــه مــــــــــــانـــــــه ښکلیو تښتولی زړګـــی
څــــه چــې راپـــــــــــاتې وه ســـندرو وخــــوړ
یوڅه شین رنګ شـــــوتاته لیک پری لیکم
څه هم داوښــــکو مــرغــــــــــلــــرو وخـــــــوړ
دسـر ښـــیښـــه کـې چـــې شو ګــــــــــل دفکر
ویــنــو تــه تـــــــــــږو پـــــه ډبــــــرو وخـــــــوړ

یو څــــــــــو خیالـونــــه نــوي لـــــوزي لــــــرم
ځان سو ځــــــــــوم خــو دغـــــزل اور غــــواړم
منـــــم هـــــوسیـــــــــــــو دې ګــیـــــلې راوړي
داګلالۍ قافــیې پــــــــــــه پــــــور غـــــــواړم
دژوند دریــاب لـرم څـــه مــــــــــــــړه خونه یم
دڅـــپو ژبــــــه وایــم شـــــــور غـــــــــــــــــواړم

ان تـــــــــــرســـهـاره دې غـــــم ویښ ساتي ما
شپــــــــــه روڼوم تاته شپیــــــلــۍ غــــــوږوم
دنــــــــــاصر باغ دشهیدانو تــــــرڅـــــنـــــګ
دهدیــــــــــرې شاتـــه شپــــیـــــلــۍ غـــــــږوم
ستا د شهیــــــــــد شپـــونــــــکي ویر نه وایم
د"پسرلي مـــــــاتـــه شپیــلــۍ" غــــــــــږوم*

ستــا درڼــــــو چــــــیــــنـــــو دتـــنـــــدې مینه
بــــــــــس د"درویش" په ترانـو مــــــاتــــــوم*
"پیـــکـــــار" اشنا یې له سپین غره راوړي*
خــــمــــــار دبنګ په پیمـــانـــــو مـــاتــــــــوم
له ولولــــــــــو ډکه هــوســــــۍ تــــــلوســــــه
د "غضنفر" پــــــــــه افسـانـــو مــــاتــــــــوم*

تــــــــــه واچې ستا دسیلۍ شغ پــــه کـې دی
د "کلیــــــــــوال" مستــــــــې سنــدرې اورم*
د" شاســــــــــعود" په پادشهۍ کې ګرځــم*
نغمې د"مستـــــــــــــې قــــلـنــــــدرې" اورم*
چا زهر هم دخندا جـــــــــــــام کــــې راکــــــړل
له چا ترخې ترخــــــــې خـــــــــــــبــــــــرې اورم

په ویښه وینـم لکه خـــــوب ښــــــــــــــاپیرۍ
پر مایـــې زیــــــــری دغـــــزل کـــــــــــــړی دی
دچا اواز لــــــــــکــه دشـــــاتــــــــو خــــــــوږو
خدایــــــــــږو په مــاخویې څه چـل کــړی دی
وی : ته خبـرې کــــــــــوه چوپ یـې ولـــــــې ؟
کاروانه چیرې دې مـــــــــــــزل کــــــــــړی ده ؟

یوه شاعره هم په خوب کــــــــــې راځـــــــــي*
سوریې کمیس وي دالوان اغــــــــــو ستــــی
شــــــنــــه یې لستو ڼي لکه ستــــا بنفشـــــې
اوسپـــــیـــن پرتوګ یې وي دسان اغوستی
ته یې راشیــــــــــن په تورو سترګو کـــې وې
موسکی نظر یــــــــــې وي ایمان اغوستــــی

کله چې وخــــــــانــدي رښتـــیـا وایـــــــمــــــه
غونډیۍ غونــــــــــډۍ شي ارغـــوان ګلــونه
روښــــــــــان تندی لـــــــري دلمــــر دذاتــــــــه
شنې رزغــــــــــونې کاندي باران ګلــــــونــــه
شرنګ دپایزیــــــــــب یې وي قدم په قــــــدم
ورپــــــــــیې وروستــو وي روان ګلــــــونـــــه

خــــــــــوږه خوږه دڅپــو ژبـــــــــــه وایـــــــــــې
په غــــــــــــورځنګو لـــکه دریاب روانــــــــــه
لکه ټپــه پــــــــــه ســـــاز کې تــــــاوه راتــاوه
ســــــــــــــــــره دډول او دریــــــــاب روانـــــــــه
پــــــر بــــــــــــــــد رنـــــګیــو بــه یرغل راولي
لــــــــــکه دښکلـــــــــي انــــقـــــلاب روانــــــه

رانــــــــــه وي شمـــع لګیــدلــــــې پـــــاتـــــې
په شومــــــــــه دم کې شم له خوبـه راویـــــښ
دخوشحــــــالې اوښکې مې سترګـوکې وي
په ښکلي غــــــــــم کې شم له خوبـه راویـــښ
غزل غــــــــــزل شمه نغــمـه نغــــمـــــه شـــــــم
ویــــــــــده قلم کې شـم له خــوبــــه راویــــــښ

شــــــــــمــعې ته ګوره خوپه سترګو کې مــې
دتللي خـــــــوب یوستړی سیوری ناست وي
شمع قــــــــــلم شـــــــي اوخبـــــــــرې کـــــــوی
پرسریې شیــــــــــن دغزل توری نـاســـت وي
شمع نښتر شي ، شمـــــــــــع وغــــــځیــــــږي
پرې سور وزری غـوندې ستوری ناست وي

رانژدی زړه ته تر لیــــــــــلا نــــه ډیـــــریـــــــې
دالری نه ده چــــې مجــــــــــنون دی نه شــــــم
خــــــــــــــدای مـې دې ګل ستــــا دلمنې لري
دچا په ســــــــــترګو کې زرغون دې نـه شــــم
چې مې له څانــــــــــګې زر شهبازه جوړشـي
شم دې ادا نه چې ســــــــــتا زیتون دې نه شم

زه به په کــــــلــــي کې کـــوکــــــنــــــار وکــرم
چې ستامــــــــــچۍ راشــــــــي ګلـونه یوسي
اوکه پر کــــــــــلــي ږلـــــــــــــــۍووریــــــــــده
نوهسې نه چې تــــــــــش څانګو نه یـــوســـي
خدای مهربان دیګونــــــدې شات شي آشنا
زمــــــــــاله غزل نه دې لفظونه یــــــوســــــــي

چــــــــــې ستا له غیږی یې ګـــــلــونـــه راوړل
مـــیـــنـــــه د هغې څانـــــګــې اوروه کنــــــه؟
هسې پــــــــــه خپلــــــوکـې خبــــــــره کـــــــوو
سپینه خولګـــــــــۍ مې باندی پور وه کنه؟
ته په ایمان،د شپـــــونکې ورور شپیلۍ یې
دا سرافیل د شپیــلــــــــــۍ ځــورو ه کنــــــه؟

رانــــه خـــــــــبـره اخــــوا دې خواشي لــــــــــږ
ګرانـه چــې تـــــــــــــیـــــرې خاطرې دې ګورم
زه چې مرغان اورم چـــــــــــې ونـــــې ویــــنــم
ترپاڼــــــــــوډیرې خـــــــاطــــرې دې ګـــــــورم
هیر به مې ډیــــــــــر وي دومره ډیرهم نه دي
رایادې ، هــــــــــیرې خــاطــــرې دې ګــــورم

دپـــیښــور ګـــــرمــــــې بـــــه ســــــــــوی ومه
خــــــــــوتـــرنــــــم دې دبــاران را پــــــه یــــــاد
دومـره ښــــــاغــــــلې دبیلتون هم نــــــــــه وم
تاکړی په سترګــو کــــې یــــــــــاران راپه یاد
ډوب لا پــــــــــه وچو کتـــابـــو کـــــې نــــه یم
اوښکې لا پــــــــــیژنم ګریـوان را پـــه یــــــاد

بـــــــــیـا پسرلی درغـــځـــــــوي لاســـــونـــــه
بــیــــــــا دپښو یبـــــلو بنفشو مــوســـــم دی
ډک دشبــــــــــنم کنـــــــډول پـــرسـر دغاټول
توره بلبـــلــه دنــــــــــشـــــــو مــــــوســـــــم دی
بــــرګـــــې رمــــې کــــــــــوي تکمیل دښکلا
وچې شپیــــلۍ دشنو ورشــــــــــو موسم دې

غــــــــــواړمه دوې لسیزې شــاتــــه لاړ شـــم
ستا دزلــــــــــمي غرڅــــــه کیســـه راواخــلـم
پری کرونـــــــــــــــدی دزړونــــــــــو وکــــرمه
په لپــــو لپــــو تــــــــــــــلوســــــــه راواخــلـم
داغ دبــــــاروتــــو شته د ذوق پـــرلــــــــــمن
اوس به دمښکو ګـــــلـــــکاســـه راواخـــــلـم

ها تــــــــــورکمر پرسر یې سپینه سپـوږمۍ
لکه ډولــــــــــۍ چې پـــر تـــور اس تـــیـروي
دي په رګ رګ کـــــــې یېسپین توري راشنه
هــــــــــره شپه کومې تـــه المــــاس تــیـــروي
ته وا چې ســــــــــر یې پــــر اسمـان لګیـږي
دسحر لمر یې پـــــــر ســر لاس تـیـــــــــــروي

همــــــــــاغه دی ! هغه غرڅه اوس هـم ویــنـم
دهاغــــه تــــــــــور کمــــــر پــــــرســرولاړ دی
ښکر دالماسو یــــــــــې سپوږمـۍ تــه رسـي
ستــــرګو کې ستوري لــــــــــکه لمر ولاړدی
دیوه پردي یر غل څـرپـی یـې واوریـــــــــــــد
څک څــک،غوږ غوږ،خنجرخنجر ولاړ دی

غرڅه نــــــــــشه ،غرڅــه دمـــیـو ډکــــــــــــې
څو تنکۍ څــــــــــانګې دسومـا خـــــوړلــــې
غرڅه دشنه ځنګلــــــــــه مــجنـــون وګـــــڼـئ
غرڅه دی « څـڼـې دلیــــــــــلا » خـــــوړلـي*
څــــــــنــګه غلام شي په ګل څانـګوکـې یـې
قلمي ګــــــــــوتـــــې دبــــــــــادشــا خــــوړلـې

غــــــــــرڅه پریږده په جنوبي ځنکل کـــــــې
دشــــــــــمال خواته دشمال ســـــــــــره ځــــــــم
دبرګ وزرو الــــــــــو تکــــــو پــــــــــــر ســـــر
لــــــــــه یوه زرین مارغه دخیال سره ځــــــــــم
دلـــــــــمر په رنګ ، رنک سره دانه دبـــاران
خورم پــــــــــه ټالۍ کې زرغون ټال ســره ځم

لـــه سپـــــیـــــن سالنګ نه یې لمر ټول ونیو
لــــه روس نــــــــــه دومره الو تکې راغلــــــې
کــــوچ پـــکې نشــــــــــته خوله اور نه ډکـــې
ګــــورئ داوسپنېــــــــــغړکې راغـــــــلـــــــــې
دمــــه یې وکــــــــــړه دبا ګـــرام پـــــــــر ډګـــر
داپــــه لټــــــــــون دکومې ورکــې راغـلـه ؟ !

یــــو څــــــو شیــــــــن سترګو نا اشنــا وګـړو
پـــه برګ وزرو کې بـــنــــزیــــن واچــــــــــــول
پــــر ځـــــــــــای دزړونو یې په لاس دشیطان
سیــــنو کې تــــــــــور کاڼي دکین واچــــــول
داور بـــمونــــــــــه یې دلــــــــپــــــــــــو لاســـو
پر دعـــــا ګانــــــــــو پـــــــــــر امیــــن واچــول

دا بـــــرګ وزرې پــــــــــــه دوره راوتـــــــــــــې
زمـــــوږ دکلي پر ســـر اور تــــــــویــــــــــــوي
دا ظــــــالمان پر ځیکر ولي زلــــــــــمیــــــان
له ځـــــوان زړونــــــو نــــه یې زور تویـــــــوي
پر سپینو لیــــچو یې ســــــــــرپـــــه ونــه کړه
تریـــــنه دشنو بنــــــــــګړیو شور تـــــویـــوي

راغـــــلې دوږو شاهــــــــــینـــانو پــــــه شـان
سپینــــو کوترو نه یـــــې بــــــــــام اخــــستـی
په مــــازدیګر کې یې چــــــــــړې دي ښــخـې
زمـــوږ له کلي یې ماښــــــــــام اخــــستـــــــی
بـــس په زخمونو یې نما نځلــــــــــي یـومونږ
رانــــه یې ګــــــــــرد ســـــره آرام اخیـــــــستـې

هــــغــــــه ده درومي دځنــــګل پــــــــــر لـــور
چې ځــــــــــوان غرڅه رانه عدم ته یو ســــــي
کبــــــــــاب یې وخوري له شــــرابـــــو ســـــره
ښکر دالــــــــــما سو یې موزیم ته یــــوســـي
له مســـــــتو سترګو نه یې رنګ دغورځنګ
دمرګ دتـــــــــورې شپی تورتم ته یــــوســـي

غـــــــــرڅه سـری سترګې پــــاریـــــدلی ولاړ
تر پښــــــــــوزنځیر د« لیلا څـڼـې » را تاو*
هلته ملا مــــــــــاتې سوما هـــــــم ویـــــنمـــه
تر مــــــــــلایې سری دوریښم کــڼـــــې راتـاو
دماتې څــــــــانګې لاس یې غاړه کې پـروت
تری سورځــــنـــډی سپینې مشکوڼې راتـاو

دبـــــــــــــرګ وزرو الــــــــــــو تـــکــــــــو وزر
دشنو نښــــــــــترو پر ســـــــــــرونــــو لګــــي
یو سیل د سرې اوسپــــنــــــې غشي راځــي
دتور کـــــــــمر په ټـــټـــــرونـــــو لـــــــــــګـــي
آه دغرڅه دپــــښـــتـــې خرپ مې واوریـــــــد
بــــلــــــې لمبې یې په ښـــکرونـــــــــو لـــګـي

غـــــــــرڅه له ډیره درده کـــــړیــــکه وکـــــــړه
درزونـــــــــه وکـــــــــــــــــړل دکــمر ډبـــــــــرو
دځوان غرڅـــــــــه کړیکو ته ټینګې نه شوې
مـــــــنـــډه اخیستــې ده لــــــــښــــــکر ډبـــرو
ژور ګــــــــــــــړنــګ لـــه ازانـــګو نه ډک دی
راپنـــځولـــــــــی دی مــــحشـــــــــــر ډبـــــرو

غــــــــــرڅه دمستې ځوانۍ درد اخیستـــــی
کله په پـــــښـــــو کله په ســـــر ګــــــــډیــــږي
په ګډیدونکي نــــظــــــر هـر څـــــــه ګــوري
ونې ګـــــــډیـــــــږي اوکــــــــــمـــر ګــــډیـــږي
پر سر یې بیــــــــــا دبــــلا سیـــــــوری راغــی
چــــــــــې یـــې داوسپنــــــې وزر ګــــــــډیـږي

شــــــــــو نابـــبـــره بـــــــرګ وزرو تـه ځــــیـــر
داله آســـــــــمان څنګه پـړانګان وریـږي؟ !
پری زنځیرونــــــــــه راشیوه شین ستـرګــــي
ته وا کـــړۍ کـــــــــــــــــــړۍ مــــاران وریــږي
خدایه ! ورولیږه لــــه غــــــیــــبــه درمـــــــان
جهان دردونه یـــې پــــر ځـــان وریـــــــــــــږ ي

دشنـــــه ځــــــنګله په هغه لــری خــــــوکـــــې
ماته دبر کـــــــلـــي شپـــــــونکــــې ښـــکاري
ټوپــــــــــک په نښه او دپړانګ په څــــوکې
داسی پــــــــــه بریدلکه زمــــــری ښـــــکاري
ګوره شین ســــــــــترګونه به ښکارخطا کړي
زړه دتورسترګي کــــــــــې غورځی ښــکاري

هـــــــه هـــه غورځي له ډیــــــره درده کــــــوي
له مـــلـــخــــي ټوپـک یـــــې اور وریــــــــږي
ها سپین زنـــــــــځیر په سرو ګولــیو ولـــي
پر هغو شنو ستــــــــــرګو هم تور وریــــــــږي
په ترپ داوسپنې پړانـــــــــګان تښــتـــــــــي
او پر زخمي غرڅه ټـــــــــکــــــــــور وریـــــږي

غــــــــــر څه پرکاڼو باندې خـــولـــه ښخه کړه
په مـــــــــو ملایي پسې کمر څــــــیــــــــر وي
غـــــــــر څه د ځـــــوان ولي اروا وبـــــــــولئ
په ښـــــکـــــر د تور کــــــمــــــر ټـــټر څیـر وي
ته وا ، علــــــــــې په ځــلـــیدونـــــــکې تــوره
دیوه تور کـــــــــافـــر ځـــــــــیـــــــګر ځــیروي

له تــــــــــور کمر نه شنه لښــــتــي روان شول
درومــــــــــي دکلي تر ګــــو دره رســـــــــــــــي
په دی اوبــــــــــو کې مـــمــلایي ده ګــــــــــډه
دژوبـــــــــلو ژڼــــــــــــــو تـــر پر هــــــــره رسي
ټـــکور ټــــــــــــکور ژڼـــي پیا تورې په لاس
ځـــــــي دجـــــــنـــــــــګونو تر ډګـــــــــره رسي

دشــــعـــــــــــر با دشا ه ستا حماسي افسانې
تــر حقیقت نـــــــــه هم ځـــــــــــــــــلانده وینم
تــــر شعر نه شنـــــــــې ونې دې بُوری مه شه
دزړه دعـــا په وینو تــــــــــانده ویــــــــــنــــــــم
تل دې ســـــپوږمۍ ستا دنــــــــــښترو پرسر
دنور پـــه تار کې اویـــــــــــزانــــــــــــــده وینم

دتـــــــــــورو لــــــــــړو پــــــــه خلوت کې غلی
په شـــنه چـــــــــمن کې لکه پـــــیر ناست یې
یــــــــــار ! دسهـــــار دخــوب کاروان یې زما
دیــــوه رنـــــــــګین غوندې تعبیر ناست یې
زر ښــــــاپیــرۍ مــــــــــې دزړه تخت ګرځوي
پکې بـــادشـــــــاه پکې وزیــــــــــر ناست یې

ته دشعرونو شین هـــــــمــځولی زمــــــــــــــا
دســــــــور وزرو بلــــــــبـــــــــلانو کتــــــــــاب
ستاله ګـلونـــــو نـــــه مې رنــــــــــــګ راوړی
وږمې تری خیـــــــــــژي ستا دلیک دځواب
لادې بل باب تـــــــــه رسیـــــــــــــــدلې نه دی
کاروان طا لب طالــــــــــــب دمینـــــې دباب

غر له غر د سر ه نښتی
جنګوي تندي د کاڼو
سل منۍ ډبرې ر غړي
ته وا میندې دي دبیا ڼو
له اوږویې خور جینونه
لاندې لویږي دګلپاڼو
مینددې بورې پر ګور ګورو
پر کر کڼو پر مماڼو
درمندونو کې راتوی شول
کټوري داورله زاڼو
لمر هم ټول سیوري وژلي
دژوندون د شنو بکیا ڼو
د شیرین وطن په نوم دې
فرهادي تیشه در واخله
ډبرینې دروازې کړه
ددې غرونو خچې پچې
چې غولا نځې یې شي ډکې
دژوندون چینې دي وچې
په دې غرونو کې بندیان دي
زرسیلو نه د طوطیانو
په نبا تو یې ماړه کړئ
په شکرویې ماړه کړئ
د مرګي تندې ځپلي
په سندرویې ماړه کړئ
چا رانجه ورباندې څښلي
چا په غشو دي ویشتلي
پر ټپونو یې دواکړئ
په ټپو یې ژبې واکړئ
په کټ کټ یې په خندا کړئ
آوازونه ورته راوړئ
پر وازونه ورته راوړئ
دوطن په شنه آسمان کې
یې خواره واره په سېل کړئ
پرې جارودجنګ لوګي کړئ
جوړ دسولې ترې ا مېل کړئ

له تبۍ درواخله پاستی
چې ډم ډول ته ورکړ لا ستی
ډنګه ډنګه د ډول غږ دی
د ټپې د کهول غږدی
زنګوي ستوري په غیږکې
په ګړنګ کې راټول غږ دی
د خپل داغ رانجه یې څښلي
ناست د سرو وینو په رنګ کې
بیا د سوي غا ټول غږ دی
ورته ځیر دی داسې ښکاري
د نرګس سترګې یې څاري
وایې بیا به کله پا څي
چې محشر جوړ شي او نا څي
چې دروح پر وچې للمې
نغمې څاڅکي څا څکي څا څي
پاس پرې ناسته قمرې ښکلې
د ګل ونې کږه څانګه
یې لیندې غوند ې راښکلې
دآواز غشی یې راشي
داسې خوږ مې پر زړه لګي
چې رګ رګ مې په ګډاشي
لاس د یار مې ږدي پر سترګو
ټولې ګوتې یې رڼا شي
هغه خدای چې رانه ورک وي
په هر لوري راپیداشي

ځئ چې غشي لیندې واخلو
دلیوانو په ښکارووځو
یو څو نوې ټپې واخلو
په قربان او په زارووځو
ګورئ ! دازموږ شعاردی
دلیوه پر سترګوزاردی
هسې نه چې یې پر تشي
چیرې و لګیږي غشي
چې څرمنې یې سورۍ شي
زموږ کار به بیا ښه نشي
هو لیوانو ته اخیستي
موږ د غشي په تلي دي
چې بې رحمه یې وژلي
سل هو سۍ او زرکبلي دي
په هنر هنر به وچې
دلیوانو کړو څرمنې
ترینه وبه خر یو پاکې
هغه شنې ځیږې وژغنې
په وطن کې مو بې شمیره
شته درانه درانه توپونه
د ډولونو په شان ګیډې
وازې خولې لکه دیګونه
چې له خولې نه یې راوځي
ددیوانو آوازونه
په اواز کې یې اورونه
ښاپیرۍ یې دي وژلې
سو ځولي یې کورونه
ددیو غږ به ترینه واخلو
شوراو ځوږ به ترینه واخلو
د هر توپ پروازې خولې به
دلیوه څرمنه تاوکړو
په کې تود په سراوتال به
ساز دسولې او دنیاو کړو
تله۲ پیښور۱۳۷۶

سلام سلام ګرانه کاروانه سلام
وایه چې هېر دې یم کنه ملګریه؟ !
زما د سویولو غړنو شیبو
ستړیه ستومانه اوښبنه ملګریه !
* * *
ظالمه نه رادرومې مرم درپسې
د سور کي اوښ د ګونګرو شرنګ دې اورم
ها چې اهد ء دې ؤشپونګي شهید ته
هاغه غزل په وینو رنګ دې اورم
* * *
نن سبا مستې ترانې نه لیکې
منمه ستا د قلم نوکه ما ته
ستا د شاعر زړګي په شنه ستوري کې
د سپین هلال د تورې څوک ما ته
* * *
چې ستا د چاو دو پښو په وینو سره وو
نن مې شمال هغه سرګړي ښکل کړل
ستا د شرابو شیشې تشې مه شه
راشه سو ما مې درته واړه ګل کړل
* * *
راځي د شاتو ګلوزرې مچۍ
دانه دانه دي غزلتوري ګرځي
ستا د مسرو پنجرې یې خچې پچې
د غره مارغان شي په هر اوري ګرځي
* * *
درته کافرې تذانې لرمه
راشه یو څویې مسلمانې خوکړه
خیر دی یو څو به ملکې شي درته
ځینې یې وینځې غلامانې خو کړه
* * *
منمه نن سبا تش لاسی یې ډیر
له خیالي لاس دې د شعر کب ښوییږي
لا دې په زړه کې تنده نه ده راشنه
چې دې له شونډو جام درب ښوییږي
* * *
سرپه ځنګون چې کړم په خوب دې وینم
دناصر باغ په هدیره کې ګرځې
لکه غاټول غوندې راټول غوندې یې
دزړه دداغ په هدیره کې ګرځې
* * *
زه هم خبر شوم ځورولی یې چا
کره کتونکو درته کم کتلي
د شاعر زړه ګلاب دې مړاوې مه شه
ما دې دسرواوښکو شبنم کتلي
* * *
ستر ګې دې ډکې دي دزړه له رنګه
خبرې نه کوې سندرې ګورې
دشعر کوترې په پنجونه درځي
لکه سپین باز لوړې ژورې ګورې
* * *
راشه پخلا شه مروره آشنا
چوپو بلبلو ته سندرې راوړه
دپرښو پرښو پنجرې ما توه
بندي طوطیانو ته شکرې راوړه
* * *
راشه دشپې راشه شاعر به دې کړم
که د سپوږمۍ په جام کې شومې شیبې
د قمري غوږ کې کوکو کوووایه
چې راپه یادې شي ما شومې شیبې
* * *
لکه د خدای دشنه کتاب په شانې
دسپینو وړانګو په چترۍ کې راکوز
په خدای که شین ځنګل مې وګڼې اوس
سره له ستورویم سپوږمۍ کې راکوز
* * *
دشنو چندڼو په خوشبو کې لامبم
شپه ده په شان د شان د شنه ښامار پروت یم
نه نه پر سرمې ده سپوږمۍ ولاړه
چا پیر د سپینو ستوروها ر پروت یم
* * *
پر سر د هغې تپې ستوری ولاړ
چې ستا د سره اوښ کپرۍ ښخه ده
پر مخ یې لاس دنښتروواهمه
چې هسې نه پکې سپوږمۍ ښخه ده
* * *
سهار مې لمر لکه زرینه بیړۍ
زما د شنې غیږې په سین کې ګرځي
داد شهید شاعر خوشحاله اروا
په ایا تونو د یاسین کې ګرځي
* * *
شډل بازان لکه سټینګر توغندي
وزرې شخې غاړې لکې نیسي
دبرګ وزروغرنو کوترو
پئتې مهینې الوتکې نیسي
* * *
ها چې روسي هوا بازنه شوو یشتی
لښکرو لاړ پر هغه لوړ ګلونه
ته واقیام دی شهیدانو کړی
بیالو غړن دي دګو ګړ ګلونه
* * *
ماشوم شپونکی څه په هنرور خیژي
ترېنه راوړي ګیډۍ ګیډۍ په مینه
پرو چو شونډویې ټپه ښکلوي
ناوکۍ خورته وړې ډالۍ په مینه
* * *
لمدې څیړۍ ته مې چندڼ په سلام
شنې په باران مې بنفشې
دښکلابریدمې څوک ټاکلی نه شي
بس یو ښایست یم بې نقشې بې نقشې
* * *
هغه د شنې غونډۍ نښتر دې په یاد ؟
چې یې ټټر کې توغندی ښخ ؤ
چې یې پروکې سور ځونډي ښخ ؤ
* * *
اوس له هغه زخم نه څانګه راشنه
چې پرې وږمه راشي لونګ خوروي
او که شمال ور سره وکړي شوخي
بیا خو د شنو بنګړیو شرنګ خوروي
* * *
دشپې پردې څانګه بلبله کیني
چې سرودونه دزبوریې په یاد
په سوي غږ سره محشر پنځوي
ته وا اسرارد کوه طوریې په یاد
* * *
په سپیده داغ بلالي چیغه وکړي
څه په خوږه ژبه قران وایي
ټول کاینات ورته ټالۍ ووهي
په تر نم چې الرحمان وایي
* * *
راشه زما پرلمن لاس لګوه
چې څومره غواړې دومره مینه درکړم
مسرې یې سېل د طاووسانو واخله
چې سپین غزل ته دې شنه وینه درکړم
* * *
که حما سه که دې جلال وي په کار
دبرګي پړانګ لیونې سترګې لرم
اود جمال دنازکۍ لپاره
ګور ه په رم د هوسۍ سترګې لرم
* * *
زه چې په لمنځو کې شمال وشیندم
دڅڼو بوی به دد لبرو هېر کړې
منم دخیال تیشه به و غور ځوې
دغه بتان به د ډبرو هېرکړې
* * *
درته به راولم شاعر ه اروا
دورک ارم دښاپیرۍ په بڼه
درته دلمرزرین تارونه اوبم
بس دسندرو دکیږدۍ په بڼه
* * *
که د سندرو ښاپیرۍ ښکلوې
څوګامه مخکې له خبل ځانه راشه
دشنو بنګړو شرنګایې اورې کنه؟ !
درته نارې وهي کاروانه راشه
* * *
دښکلا داسې جزیرې درښیم
چې دشاعر سړي په خیال کې نه شته
ستا دیوې ټپې په زړي کې شته
دنورو ژبو په جوال کې نه شته
* * *
راشه چې لرې پروازونه درکړم
چې په شفق دې وزر ولګیږي
درته سکې د ښکلا توس اخیستې
ټا په به ستاد هنرو لګیږي
* * *
راشه دشپې راشه شاعر به دې کړم
په شنواوبو کې راڼه ستوري ګرځط
دوی پرزرین مازیګر لوړه کړې
چې ټول به ستا دغزل توري ګرځي
* * *
لیک مې درو لیږه درو به رسي
هو دالهام دیوې کوترې په لاس
بازان یې نه لوټي ځواب يې راکړه
دشنه باګرام دیوې کوترې په لاس
* * *
ستا دبهیر یاران په مینه نما نځم
له شنې دعانه مې ځولۍ ډکې دي
منم بهیر به شي د شمعو بهیر
له شهیدانو مې غونډۍ ډکې دي
* * *
دا عاشقان داعارفان د بهیر
د صوفیانه نظام جنډې به واخلي
چې یې منصور ؤ په مستۍ راوستی
په نوم د هغه جام جنډې به واخلي
* * *
ګوره چې هېر دې نه شم هېر دې ډیر دي
یوځلې بیا وایم چې بیا به راځې
پر پخوانو پلونو دې ګرد پریوتی
کرانه کاروانه خامخا به راځې
* * *
خدای خبر هېر دې یم که یاد به دې یم
زما پر زړه باندې خو ګرځې مدام
ها، یې ماشوم شې لولکۍ رانیسې
دګل پر غوړ ګوباندې غورځې مدام
* * *
راشه جانانه پرې سندرې وایه
دڅیړۍ پاڼې پاڼې ژبې زما
راشه چې جانانه پرې سندرې وایه
د څیړۍ پاڼې پاڼې ژبې زما
راشه چې شین شم رنګ مې زیړاوښتی
د بېلتانه له زېړۍ تبې زما
* * *
چې مازیګر شي شنو دروته زما
لمر دزخمي مارغه په شان راشي
ستړي وزر راباندې و غوړوي
کاروانه ستا دزړه په شان راشي
۲ / ۷ / ۱۹ ۹۸ پیښور، ناصر باغ نوی کمپ

ښكليه څاروان مې شه كاروان به دې شم
له ځانه ستړى يمه ځان به دې شم
سپينه كوتره شه پرواز را وكړه
غيږ راكوه شينكى اسمان به دې شم
لوله مې تل په ترنم ،ترنم
غزل،غزل يمه ديوان به دې شم
يو تږۍ ګل شه انتظار مې وكړه
زه راوريږمه باران په دې شمه
رخش داروامې درته زين ولاړ دى
راشه رستم مې شه داستان به دې شم
ښكاري خونه يم هوسۍ څله تښتې؟
چېرته به درومې بيابان به دې شم
راشه جنت مې شه جنت به دې شم
راشه ايمان مې شه ايمان به دې شم
راشه مېلمه مې شه مېلمه به دې شم
راشه مېزبان مې شه مېزبان به دې شم
د زړه له غوټو مې غمي جوړه وه
راشه د سرو غميو كان به دې شم

چې ورته خولـــــــې شـــــــوې داصيلو مرغلرو اوبــــــــــــــــه
خــــپـــــلو خـــــــــــــبرو ته دې ورکړې د سنــــــــــــــــدرو اوبه

ستا د تصوير تنکيو پښو ته شيـــــــــــــــــشې مه شه لشې
په کاڼو چېرې ماتې مــــــــــــــــه شـــــــه د جــــــوهــــــرواوبه

زما د زړه د مــــــيــــــــنې زور پاس په لېمو کې ګــــــــــوره
په بـــــــــــــره خـــــــېــــــــــــــژې اشنا تل د زورورو اوبـــــــــه

خــــــــــــدايه ! باران د مـــــــــــــــــــينې راوله پر وچو للمو
غواړي ګـــــــــــلان لکه د تــږو مــــــــساپـــــــــــرواوبــــــــه

ګودرې شاړې منګي مـــات دي په کې څاڅکی نه شته
ســــــــــــتا د لاســـــــــونــــــــــو د جوړه شپينو کوترو اوبه

پرګلو څاڅي کوم د مينې پېغــــــــمـــــــــــــــــــــــبر ژړلې ؟
د شعر د شــــــــــــــاتـــــــــو د مچيو لـــــــــــه وزرو اوبــــــــه

کله چې ليکي خپل صـــــــــنم تـــــــــــــه صـــــوفيانه غزله
قلم ته واچوي کاروان د نــــــــــيــــــــلــــــــــــوفــــــر اوبــــــه

اننــــــګي يـــــــــې دومــــــــــره ســـــــره په څه سبب دي؟
عــــجـــيـــــــــبـــه ده جــــنــتــــونــــــــــــــه په غضب دي

ښکلي مخ ته خامخا ســــــتـــــــــرګـــــــــــــې وراوړي
بوراګان خو د ګـــــــــــلــونو په مـــــــــــذهــــــــــــب دي

د ريــــــــــا زاهــــــــــــدان سپــــــــــــي د دوزخـــونـــــــو
شاعران خو شاګردان د ښـــــــکــــــــلـــــــــي رب دي

وې يې سترګې مې درياب دی درومـــه وړي دې
ما وې نه ځم عـــادتــــــونــــه مـــــــــې د کــــــب دي

ستا باڼه مې د زړه جېب کـــــــې وهـــــي ګــــوتې
لکه شوخ ماشومان څـــــومــــــــره بــې ادب دي

پېښور، سرطان ١٣٧١

کله چې لمر په کلي سر ووهي
او شپه د وړانګو په خنجر ووهي
په تودو شوندو پيزوانونه ښکل کړي
زرين ﻻسونه پرګودر ووهي
چې ماشومان په قلمي ګوتو په سپينو کاغذي ﻻسونو
تورې تختې راواخلي
په ببلي ژبو الف ووايي ،بې ووايي،تې راوخلي
ماته رايادې شي ماشومې شېبې
کلی،ګودر او د ګودر له غاړې
اخوا په برم ولاړ يو شين چنار يو ښکلی چنار
د چنار لاندې يو وړوکی جومات
چې محراب و اوبو وړی او ممبر يې نه و
کولپ او زنځير خو يې پر ځای پرېږده چې ور يې نه و
فرش يې د خوړ پستوکې شګې وې ټغر يې نه و
چې هر سحر به لمر له پورې غره راوشړل
دوړانګو غشي
د چنار لاندې په اوبو کې به خورې شوې
د طاووس بڼکې
مونږ به هم راغلو لکه سيل راشې د شنو توتيانو
د چنار ډډې ته پر توره تخته سپين ليکونه
پر مونږ خواږه لکه د قند او د نبات لګېدل
زړه راته وايي پاڅه بيا ماشوم شه
ما په کتار د ماشومانو کې پريږدي کله څوک
غواړم ماشوم شم او پر توره تخته
نوم مې د هغه جانان وليکمه
چې اول ټکی يې اخيستی دی د خدای له نامه
غواړم ماشوم شمه او ټولي تختې
د خپل جانان په نامه ډکې کړمه
خو زه له خپل عمر شرميږم
ماشومانو ته ورتللی نه شم
په جګو سترګو ماشومانو ته کتلی نه شم
ځکه زما همزولي
د ماشومانو کوټڼۍ ړنګوي
قلم تختې او مشواڼۍ ماتوي
او په لوی لاس ترينه ماشومه دنياګۍ ړنګوي
په سپينه ورځ له ماشومانو نه په څنګ تېرېږم
خو شپه!.....قربان يې شمه څومره پرده پوښه ده شپه
ماشومان ټول په خوب ويده وي او زه
له ماشومانو نه په غلا
او پټ په پټه په ماشوم بدل شم
او زه ماشوم شمه د اوښکو په ماشومو ګوتو
د سپينو ستورو تباشير را واخلم
د شپې پر توره تخته
نوم د جانان وليکم
افغانستان وليکم

خلک په مينه باندې نه پوهيږي
ګرانه کاروانه په زړګي باندې ټينګ لاس ونيسه
دا ډبرين بوتان بوتان د اذر ونه منې
پام چې زړه ونه بايلې دغه په ځيګر ونه منې
د سليمان له دې غمي سره به پام کوې ډېر
بيدار اوسېږه نه به خوب نه به ارام کوې ډېر
د يوويشتمې پېړۍ رګ رګ ته سړي د شيطانانو په څېر
ورننوتي دي په چل په ټګۍ
دلته تر ټولو نه بدرنګې دي ريا په رنګو
له ځان جوړې د ښکلا ښاپېرۍ
کېدای شي ښځې او نجلۍ به داسې هم وګورې
چې په ظاهر صورت د ګل نه هم نازکې به وي
خو په باطن کې د پردې لاندې شيشکې به وي
بس د خوشبو له دې ښيښې نه به يو ديو، يوه بلا راووځي
لکه سور لال به دې زړه وتښتوي
بس تری تم به شي پيدا به نشي
که دې لټون پسې څلور لونجه دنيا راووځي
اوس مې چې پوی کړې نو له مينې نه دې نه اړوم
ګرانه کاروانه مينه ښه ده مينه ډېره کوه
خو نن سبا په هر يو ګل باندې باور مه لره
کله ناکله له وږمې ځنې هم وېره کوه
هسې نه زړه دې يوسي، هوش دې يوسي، خيال دې يوسي
خبر به نه يې سرابونه په څپو راوتي
نه چې ورېښمين دې تقدس هغه دسمال دې يوسي

تږي ټــــــــــول درپسې مړه ښکـــــــــــاري جانانه
په مرۍ کې دې اوبه ښــــــــــکــــــــاري جـــــانانه

په ټول ښار کې ايله ستا په سترګو پــــــــــايـــــو
پکې غر پکې غرڅه ښکاري جــــــــــانــــــــانــــه

ستا دښمنو چې په تــــــــــــا شـــــــغــــــــول غشي
اوس نو دوی غوښه چاړه ښکاري جــــــانــــانـه

زه درګورمه خو ستا په ټنډه ګـــــــــــونــــــــــځې
په خندا وايه چـــــــــــې نــــــــــه ښـکاري جانانه

د دعـــــــــــا نــــــــــــــه ډکه لپه په ما وڅـــــښـــــه
په جامونو کې رانـــــجـــــــــــه ښکاري جانانه

ته راياد شې چـــــــــــې د لمر په خوا روان وي
په آسمان کې سپيـن مارغه ښکاري جانانه

ســـــــــــــــــتالــه غېږې نه کاروان وتلی نشي
لاس او پښې يـــې نشته زړه ښکاري جانانه

اوښکه ته يې مينه ته يې کيف د مـــــــــوسېدو ته يې
ناڅاپه شېــــبـــه د ســــــــره ګـــــــلاب د غوړېدو ته يې

ډک د مينې جام ته يې په سرو ســــترګو سلام ته يې
شرنګ په مدهوشۍ کې د تش جـام د ماتېدو ته يې

ته مې لېونۍ خندا يې ته مــــــــې لېــــــــونـــــــــۍ ژړا
اخ جانانه زېـــــــــــــــری د دعا د قبلېدو تــــــــه يــــــــې

توره ته يې غشی تـــــــــه لــــــقـمان او جاليونس دی
زخم د ځيګر ته يې مرهم د رغـــــېــــــــدو تــــــــــه يې

تږی زه يم لپه و اسمان ته د غـــــــوښــــتـــنـــــــــې زه
راشه په برېښنا کې تـــــــــــرنــــــــــــم د ورېدو ته يې

دلته چې راغلي سوي لوي تښتېــــــــــدلــــــي دي
دې لېوني زړه کې حوصيله د اوسېدو ته يـــــــــې

دغلته يو ستوری دی او هاغلته بل ستوری دی
منځ ته يې راځه د فاصلو د ورکېدو ته يــــــــــــــې

د څاڅـــــــــكو پـــــــــه لېمو مې سمندر لـــــــــــيدلى دى
په ټولو آييــــــــــــنو كې مــــــــې دلــــــــبـــــــر لــيدلى دى

شــــــــــــهيد مازيګرى كوي شغــــــــلې لـــكه حسيــــن
شفق مې سور په غـــــــــشو د شمر لـــــيـــــــــــــدلى دى

له زړه مې چې كړي جـــــــوړه وچـــــــــو شوندوته كوزه
ورځم پسې چا داسې كوزه ګر لـــــيـــــــدلــــــــــــى دى؟

دا مستې مستې اوښكې چې جوپې جوپې راځـي
دې پېغلو مې په سترګو كې ګودر لـــــيـــــــدلى دى

بتګر د تخــــــيـــــل مــــــــې جــــــوړه وي بت د جانان
په روح كې زما كان يې د مـــــــرمــــــــــر لــيدلى دى

ته پوې يې چې دا څنګه شو كاروان غـــــــــزل غزل
دانـــــــــــن يـــــــې ايــــــــله يو نظر خــــيبر ليدلى دى

بدر نګه زمـــانه شــــوه ښــــکاري لال پـــه غـشـــوولي
دوروځو په پیو ند کې شینکی خال په غشــــو ولي
رباب یې پــه زړه وویشت د ښکلا سرود شهید شو
له درده راوتـــــلی ســـــراو تــــال پــــــــه غـشــــو ولي
شیشه په غشو ولي وژني روح دښــــــا پــــیـــــریــــو
د یوان راپار یدلــــي دي جــــمـــال پــــه غشـــــوولي
ما ښام یــــې دنـــــکـــر یـــــزو په سروو ینو لمبولی
سبابه اختـــــــر وژنــــي نــــن هــــــلال په غشــــوولی
څو ک نه شي يادولای د یار نوم پــه تـــــرنـــــم کـــــې
دا دور دبتــــانــــــودی بــــــلال پــــــه غشـــــوولــــــي
داټول غشـــــي مـــــی بـیر ته پردې یو،زړ ګي لګیږي
سهیل په غشــــــوولـــــــي کـــــه شــــمال په غشوولي
تیارو شپو د سبا پر کاروان بیا کـــړی یــــرغـــــل دی
له ستړیـــو لارویــــو نــــــه مشــــــال په غشـــــــو ولي
۱۳۷۱ پیښور

بیا دکوم شهـــــیــــــد پــــه شان دیدار تـــه مخامـــخ یـــمــــه
خم ته مې تکـــیــــه کـــــړې ده یــــــار تــــه مخـــــامــــخ یــــمه
خدای مې ناست په زړه کې دی باران پر ګلو ځــــي راځــــــي
ټول ټپه ټپــه یم ، یــکـــه زار تـــــــه مــــخـــــامـــــخ یــــــمـــــه
خیال کې مــــــې روانـــــې دڅیړیــــو دنــــــګـــې ونـــــــې دي
څو ، که دپستو جــینکو ښـــــار تــــه مــخــــــامــــخ یــــمــــه
خوند مې لا له سپـــیــــنـــو خـــو لګه کیـــو نـــه اخیستې نه
شپه په ولجه ستوري وړي ، سهار ته مـــخـــامــــخ یـــمــــه
زړه د مها جر یم خو هجران راتــــه جـــــانـــــان ، جـــــا نــــان
ستا دخمار و سترګو انصـــــار تـــــه مـــــخـــــامــــخ یـــمـــه
روح مې لوی ګړنګ دی دنـــــغـــــمـــو لــــه ازانـــګو نه ډک
ښایي کوم غیبي لوی سندر مارته مــــخــــا مــــخ یـــــمـــــه
راشه او پر غــــاړه مـــــې دلـــیــــچــــــو امــــیـــــل واچـــــوه
ســـــرمـــــې پـــــر اوږو راوړی دارتـــــه مــــخــــامـــخ یـــمـه
* باز لرم ، سالک لرم ، دمیـــنې ممــــــا لــــــــــــک لـــــرم
دم غنیمت بویه چـــې نــــثــــار تــــه مــــخـــا مـــخ یـــــمـــــه
ووایـــــه کاروانـــــه مــــوکـــــل دکــــوم یــــو راګ یــــمــــه ؟
تار مې له رباب ســـــره ستـــــار تــــــه مــخـــــامـــخ یـــــمـــــه
۱۳۶۷ جوزا

مـــــــا ته دروح له منــــــــــا رې دعـــــشق سرود راځــې
پـــــه عـــــا صـــــې ژبه ستا ثنا ، راځې درود راځــــــې

وړو خدا یانو سره ، وې ، راځې چې ښه ئې مات کړو
یــــا غـــې تندی دی دا به چا تـه په ســــجـو د راځـــــې

بــــتــــان مات شوې د ایــــاز د زلـــــفـــــــو وږم راځې
ســــتر ګــــی مــو وخــتی چــــه کله به محمو د راځې

موږ دسپرلو په غیږ کښی شنه خو بـو نه کړې نه دې
لا په ګلپا ڼو کــې ســــــــــکر وټې د نمــــــرود راځې

ستا د د ید ن هرې ښـــکلا تــه یــې خــیـــمـــې وهلې
کا روان دســتـــر ګو مې په دښته د وجو د راځــــــې

پـــــــه زړه می اور بلیږې یاد دجــا نـــان چــیــر تــه یــوســم؟
چه په کښی ونه سوځـې روح دارمـان چـیـر تـــه یــو ســم؟
ښکلـــی نا دانــه دې تــری امـــیـــل دغـــاړې نــه جـــوړوې
وایه دانې دانې د درو مرجان چــــــــیرته یــــــــــــو ســــــم؟
مـــصــــــره پــه تــــــاکــــې خـو یــوه زلـیـخــا هـم نــه ویـنــم
ورونو شړلۍ دا یو سف دکـــنـــعـــان چـیـرتـه ویـــســـــــم؟
داسې لیمه نه شته چه رنګ یې شې اوپټ شې پــه کــــــې
په وینو سورخوب،دزخـــمـــې ارغــوان چــیــر تــه یوسم؟
ماوی چی خپوربه یې په څـڼــو کـــړی دا زړه مـــې درجــار
اوس نو ریښې ریښې ســـالــو دالـــوان چـیـرتـه یــوســــم؟
خپل می ختن خپل مې ښکاریان دې او غرڅۍ مې خپلې
له خپل ختن نه پردې غشــې کــمــان چــیــر تــه یـــو ســــم؟
چې مې د خیال په پسته دشته کې اغزې خــــواره شـــــول
زه د وریـــښــمــیــنو غزلونو کـــاروان چـــیـــرتــه یـوسم؟

مـــــه ولـــه ښــیــښــه پــه کــاڼو مه وله
دا پــاکــه کــعــبــه پــه کــاڼـو مـه ولـــه
تـــږې پــاتـــی تـــږې دې زاهــده پــــام
ډکــه مــیـــکـــده پـــه کـــاڼـــو مـه ولـه
څــلــه یـــې یـــزدان تــه په سلګو لیږې
ښکلی پرښــــــتـه پــه کــاڼــو مــه ولـه
جام کې دې دوینو رنګ ګډ کړی دې
ای ســـاقـې ! تـوبـه پـه کـاڼـو مــه وله
خــدای پــه غــزلـــیـو ګـوتو جـوړه ده
پوه شــــه دردانه پــه کاڼو مـــه ولـــه
پریږده چه دژوند بورا پری ونــاڅې
دادګـــل غـنـچــه پـــه کـاڼـو مـه وله
چیر ته به کاروان دپتـنـګانـوځې ?
مــــــړه به شې ډیوه په کاڼو مه وله

کږې وږی چې په اغزو کې ویالې وبهیدې
دګل تصویر پسې رڼې آئېنې وبهیدې

سر خې دی مسته اننګو کی شوه چه اور وانخلم
زما له زړه نه دسکروټو چینې وبهیدې

ساقې راځه چه له خمار نه می زاره وچاوده
ژوند مې درجارکه دې سخې میخانی وبهیدې

شپه به په نن سبا کې ښکلې سبا وزیږوې
لکه شدی دشپې له تیو سپیدې وبهیدې

دپتنګانو دکاروان تنده یې ماته کړله
دموم لښتیو کې چې پیغلې لمبـې وبهیدې

د جـــنــــګـــــونـــــو پــــه دوزخ کــې، جنتي افغانان وسول
د بــــاروتــــو سـرولمبو کې،سپین د سولې مرغان وسول
خـــزان او ر پــــه بـــهـــار بــل کړ،د ژوندون ګلونه وچ شول
اواره نــــغـــمــــې ایــــرې شـــــوې،مـــهـــاجر بلبلان وسول
د بــــاروتـــــو ښـــــامــــارانــــــو،اسو ېلوکې لمبې پوکړې
د جـــــونــــــګـــړو ډیــوې مړې شوې، د رڼا بتنګان وسول
قـــــافـــلــــې ســتـړې ستومانه،د ژوندون په پېج وخم کې
لأري پــټــــې پــــه ســــکـــروټـــــــــو،د وفا قاصدان وسول
هــــر ارمـــان شــــو ژوبـل ژوبل،ډیرې هیلې هدیرې شوې
د رڼــو اوښکو ډیــــوو کــــې د ســـرو ویـــنــــو ګلان وسول
شـــــــو ګیرې اوږ دې اوږدې شوې، شپه دغم په تیارو پټه
د ســـبـا ستورې برېښ نه کړي ، دسپیدو په ګریوان وسول
په نغمو کي کړیکې کړیکې ،ویر په زیرو بم کې خپور دی
پــــر دیـــســیــــان لـــه ډیـرې مینی ،دوطن په ارمان وسول
دمـــــــــو دو مـــــــــودو یـــــــارانــــــو ، یودبل دیدن ونه کړ
دوصـــــال پـــــه تــــمــــه تــــمــــــه ،په لمبو د هجران وسول
د زړه کـــــب پـــــه وچــه پروت دی ،دوصال سمندر څه شو
دســـــرو ویـــنــو سره ګو هریې ، بس په یاد د جانان وسول
د ګــــــــو لـــیــــو بـــــــارن اوری ، لالـــــه تــــرمي پروت دی
خـــــپـلې پاڼي یې سپر غۍ شوي ،هغه سره ارغوان وسول
هــــسیـــې نه چي سر یې لوڅ شي ، دایشیا د ښکلې ناوې
ویـــنــــم خـوب او که په اوریې ، سره ټکري دالوان وسول
زمـــــانــــــي لــــــه خـــــوابــــه پا څه ،دوجدان غږونه واوره
دغــــه کــــوم عـدل انصاف دی ، چې حقوق دانسان وسول
افــــغــــانـــــي جـــرس فریاد کړي ،ځي کاروان دشهیدانو
نــــــور څـــوک نه دي دلته هاته ، دیوې مور بچیان وسول

تــــنــــده د د یــــــد ن مې په لــــیـــمـو لیمو کې ونغاړه
راشــه دا د ژونـــــد مــــا ښـام په د وو ډ یووکې ونغاړه
سوې کرونده بـه بیا راشــــیـــــن دشمعو فـــصــل کړې
روح د پتنګا نــو پـــــه لـــمـــدو ایــــرو کـــې ونـــغـــاړه
غوڅ زړګې مــــــــــــې وګنډه سرخې ستا دښکلا یمه
پټ می د موسکا غـوندی په سرو بارخوکې ونغاړه
ښکلی پســــرلی راتــــه اشـــنا پــــه جــــر ګه راولــــه
ما خزان ځپلی په تنکو غو ټــــــــو کـــی ونـــــغـــاړه
راشه دارام دښا پیرو قاصـــــــده یــــــــــــــو ئــې سه
غو ټه دشو ګیر می په پستو وږمو کښې ونــــغاړه
وړه مې چې سا حل د پیغلتو ب په غیږ کې ونـیسم
عشقه دریا بې ما په یا غې څـــپــو کــې ونــــــغــاړه
بیا د را بعی په وینو سرو غـــنـچو تــه کــړې سلام
دا منجا ور خیال مې د سخې جنډو کـــې ونغــاړه
ستا کاروان ، دوینو په زعفرانــو غـــزل ولـیـکه
دا تـــاویــــز دمـــیـــنې په ځنډو ځندو کې ونغاړه

دمــــو دو تـــــږی درته راغــــلــــم تا ســــخــــا ونه کـړه
سا قې مستا نــــــه هیڅ پیر زو دی په ګــــــدا ونه کـړه
ستا په درشل کې مې تندی ډ یرو سجد وکړو ستـړې
ما ســـــــتا دحسن پرســـــتش کړ تا پـــــــروا ونـه کـړه
زمــــــــا دســـــتر ګو په زیارت کـــــې بلید لې ډیـــوې
مــــغروره تا خــــو تش په شونډ و کې دعـــا ونه کـــړه
تـــه دخـــپل حســـن لــــه نشو نه را وزګـاره نه شـــوی
هــیـــڅ دی زمــا څیری ګریوان پوری خندا ونـه کړه
دزړه ســــا حـــل می ستـــا دمینې سمـندر ته ایښـې
خـــــو تـــا دوچ کــــکړ سا حـــل په لور ګډا ونه کړه
یــتــیــمــې هیلی به یتیمی وړم دګور غیږی تـــــه
مـــهـــربانې خــو په یــتـــیــمـــو هیلو تا ونـــه کړه
لکه دشمعی سره او شنه شې له لمبو دی زار شم
کـــا رون دی وریت لکه پتنګ کړ تا ژړا ونه کړه

د زاهد په کا ڼو ژوبــــل ، دسا قې په غیږ کې پروت وای
یا دسرو وینو یو خال وای ، دتندې په غیږ کې پروت وای
ګرم عشق وای ویــــلې کړې ، دګودر اوبو کــې حـــل وای
پښتنی لپو کی جګ وای ، دمنګې په غیږ کې پروت وای
چـــا پــــه څـــڼــو کــــې ټـــمبلی ، چــا پـټـکو کـې لـګـولـې
لوغړن سوی ببری وای ، دکودې په غیږ کې پروت وای
ســـوی لــوی سـپـیـلـنی وای ، دیـار حسن ته لوګی وای
دپښتو دسرو سکر وټو ، دنغرې په غیږ کې پروت وای
چی دمینی مړاوی ګل مې،په سرو وینو را ژوندی وای
خیردی زه دی ځوانیمرګ هم،دمرګې په غیږکې پروت وای
دکاروان یو خوږ غزل وای ،دځګیروې په غیږکښی پروت وای

ســـاقـــی راشــــه ســـــور اور مـې به توبي ولګوه
مـــخـــمــــور یـــمــــه مـــنــګـولي په پیالې ولګوه
يــه ســپـــیـــن ســـبـــــا وروغــــزوه لاس د پـلو شو
دژونـــــــد تــیـــــاره مـــاښـام کې مې ډیوې ولګوه
مـــــــجـــنـــونه که لیلا غواړي را ځه، راځه،راځه
دخـــــوږزړګــــي پـــــه دښــــتـــه کې خیمی ولګوه
ګــــــــریوان دي راته څیري کړو،خویوسه داډالۍ
د چـــــــا ګـــمـــنـــــام مـــــزار بـــانـدي جنډي ولګو
مــــضــراب د خـــوږ مــیـني شه زړګیه دکاروان

پـــــه چــــــوپــــــو ربــــا بـــــونـــو کې نغمي ولګوه

دلته په دي خاوروکي دستورو ډک أسمـــــــــــــــان ويده
دلته مو (ساهو) جانان دي دلته مو ((امـــــــــــان)) ويده
مـــــــــونــــــــــــــــږ د بـــي تصويره يــــــــــــــو ،بي لمر د يو
دلته دهندارو غونـــــــــــــدي ځلــــــــــــــــنده انسان ويده
مروله تندي مرو،سترګي پرکوم ښکلي خـــوږي کاندو
دلته د (( ياقوتو چينه)) لال دبـــــــــدخشــــــــــان ويـــده
دلته دوطن دغرونو شين طوطي دمـــــــــــــه کـــــــــوي
دلته دچندڼوونه دلتــــــــــــــــه ارغـــــــــــــــوان ويـــــــده
اوښکي د ليلا يې دسندرو تـــــــــــــوري تــــــــوري دي
دلته مينه مينه د مجنون څيري ګريــــــــــوان ويـــــــــده
دلته به په زړه ګورئ دانوري سترګي کـــــــــارنــــــــه کا
دلته درمزونو درازونو يو جــــــهـــــــــــــان ويـــــــــــــــده
ښکاري مرور دی هغه ورور هغه شـــــــــــــــاعــــــــر زما
دلته دوطن د((پسرلي)) ښــــــــــــــکلي ارمــــــان ويده
ډک زمونږ دزړونه دي تشيږي نه رودونـــــــــــــــــــه دي
دلته ټپه ټپه ده غزل ويــــــــده رمـــــــــــــــــان ويـــــــــده
پام کوه سلام کوه نيســــــــــمه چــــــــي ګستاخ نه شي
دلته يو عيار ويده يو ځوان مرد ميـــــــــــــدان ويــــــده
ده هم پنجه نر مه کړه دوخت له بل مــــــــــــــغل ســــــــره
دلته يو سر تيری سپا هي دخوشال خـــــــــــــان ويـــــــده
ستړي ستړي راغي درحمان غيږ کي يې سر کيښــــــود

دلته دکندز دسرو غا ټول بيـــــــــا بـــــــــــــان ويــــــــــــده

ته د چړو په ګوتو
زما د زړه په جېب کې څه لټوې؟
پام کوه، ويښ يمه چې غلا ونه کړې !
.دلته د درد يو څو سکې پرتې دي
د عشق ټاپه ده لګېدلې په دې هره سکه
دا مې د زړه د خز انې پانګه ده
خزانه مې لوټوې !؟
هسې هم دا سکه په دې بازار کې نه چليږي

ښكليه څاروان مې شه كاروان به دې شم
لـــــه ځانه ستړى يمه ځان به دې شم
سپينه كوتره شه پرواز را وكړه
غيږ راكوه شينكى اسمان به دې شم
لوله مې تل په ترنم ،ترنم
غزل،غزل يمه ديوان به دې شم
يو تږۍ ګل شه انتظار مې وكړه
زه راوريږمه باران په دې شمه
رخش داروامې درته زين ولاړ دى
راشه رستم مې شه داستان به دې شم
ښكاري خونه يم هوسۍ څله تښتې؟
چېرته به درومې بيابان به دې شم
راشه جنت مې شه جنت به دې شم
راشه ايمان مې شه ايمان به دې شم
راشه مېلمه مې شه مېلمه به دې شم
راشه مېزبان مې شه مېزبان به دې شم
د زړه له غوټو مې غمي جوړه وه
راشه د سرو غميو كان به دې شم

ته معشوقه هم لرې!؟
ووايه نوم يې څه دی!؟
ما وې زما معشوقه شعر نوميږي
د مور له مينې ان د خدای تر پولې
ورسره مينه کوم
اسمانه ته ووايه
داسې عاشق او معشوقه به هم وي؟
چې لکه شعر خوږه وي
دمور له مينې ان د خدای تر پولې
راسره مينه وکړي!؟

يمه کاڼی ته راګوره چـــــــــــــې اوبـــــه شم
غوټۍ ګل شه چې د پاڼو رنګ دې زه شم

چې ستا اوښکې کړمه تورې مـــــــلغلرې
د رنجو ډبـــــــره يــــــم زه به رانجــــــــــه شم

جار نطر دې راته جـــــــــام ډيــــوه ډيـوه کړ
دغه جام به څښم چې زه د نور مارغــه شم

يو دشپې ځلنده ستوری مې ريـــــبار دی
ډېرې شپې به له سپوږمۍ سره ويده شم

اجازه ده چې جارو درنـــــــــه غبـــــار کړم
اجازه ده چې د سترګو دې بـــــــاڼـــــه شم

ښکلوم دې نه ،څه دومره ګستاخ نـــــه يم
بس يوه خوږه مو سکابه دې په خوله شم

يو ملنګ د زمـــــــانې يــمه کـــــــــاروانه
خدای خبر دی چې پاچا ته ور په زړه شم

منم په هـــر څه کې احــتياط مـنمه
خو يو په مينه کــــــې افــراط مـنمه

ځم له مجنون سـره مسلات کــومه
نه د ســــقراط نــه د بُـــقـــراط منمه

تا ســــره هره جــــامه ښه ښکاريږي
دا هــــــــنر کـلــه د خــــــياط مــنــمــه


کاروان که ومري سکې هم نه لري
خوږې سندرې يې په سقاط مــنمه

شاعران يو په نغمو يــــــــــــــادوو خدای
ښکلي ګورو ، په لېمو يــــــــادوو خدای

خدای بلد کړو د تـــــــــــــــــوبو په ماتولو
غړپ کوو له پېـــــــــــــمانو يادوو خدای

شېخ د کاڼو پـــــــــــه تسپو يادوي خدای
موږ د اوښــــــــکو په تسپو يادوو خدای

د ژونــــــــدون په ګوتو برګی تسپې وايو
هــــــــــم په ورځو هم په شپو يادوو خدای

يم هــيرجن چې هير مې نه شي راته خانده
ستا لـــــه شـــــــونډو اننګو يادوو خدای

ايا تونه دې پـــه سترګو کې موسکي دي
ستا له ستـــــرګـــــــو پښتنو يادوو خدای


موږ کاروان د لـــــېونــــــــــو ازادي غواړو
په کړۍ د زولــــــــــنو يــــــــــــــادوو خدای

چې ورته خولې شوې داصيلو مرغلرو اوبــــــــــــــــــــــــه
خپلو خبرو ته دې ورکړې د سندرو اوبــــــــــــــــــــــــــــــه

ستا د تصوير تنکيو پښو ته شيشې مه شه لــــــــــــشې
په کاڼو چېرې ماتې مه شه د جوهرواوبـــــــــــــــــــــــــــــه

زما د زړه د مينې زور پاس په لېـــــــــــمو کــــــــې ګوره
په بره خېــــــــــــژې اشنــــــــــــا تـــــــــــــل د زورورو اوبه

خدايه ! باران د مينې راوله پــــــــــر وچـــــــــو للـــــــمو
غواړي ګلان لکـــــــــه د تــــــــــــــــــــــــږو مساپرواوبه

ګودرې شاړې منګي مات دي په کې څاڅکی نه شته
ستا د لاسونو د جوړه شپينو کــــــــــــوتــــــــــــرو اوبه

پرګلو څاڅي کـــــــــوم د ميـــــــــنې پېغمبر ژړلـــــې ؟
د شعر د شاتو د مچـــــــــــــــيو لــــــــــه وزرو اوبــــــــه


کله چې ليکي خپل صنم ته صوفـــــــــــــيانـــــــه غزله
قلم ته واچوي کاروان د نــــــــــــيلوفـــــــــــــر اوبــــــــه

په زړه مــــــــــې ولـــــې راورېږې څه باران خــــو نه يې
هسې مې درد راويښوې زمــــــــا درمـــــــان خو نه يې

د مــــــــخ په پاڼـه بــــه دې څـــــــه خوږه غزله ليک وي
سپينه کــــتابه يـــــادوم دې دومره ګــــــــران خو نه يې

د خيال هُد هُد دې راته ډېر ډېر پــيغامـــــــونه راوړي
دا مـــــې خــطا وه چــــــې ويل مـــې سليمان خو نه يې

ستــــا د ستـم د انــتــها به درتــــه څـــــــــــــــه وايـــــمـه
د کــــــوم ظــــالم مــذهــب پيرو يې مسلمان خو نه يې

مـــــــا به بې وخــــته لېونی کـــــړې په اغــــزو به ګرځم
غېږ به رانه کـــــــړې ښکليه باغــــــــه بيابان خو نه يې

د ژوندد وچ ساحل په مخ مې لمدې شونډې نه ږدې
شــنه سـمــندره زه دې څــــــه کــړمه توپان خو نه يـــــې

د نور پـه غشو مــــــې له هسک نه په لېمو کې ولــــې
نه راځـــې ستـــوری د اسـمان شوې مهربان خو نه يې


ښکليه ســــالار کـــــــه مې د عشق د منزلونو نه کړلې
بيا راته وايه چې درواغ وايې کــــــــاروان خــــو نه يې

راشـــــه يو وار راشه چـــــې وختونه درنه ځار کړم
سپين سحــــر به تورې تورې شپې د انتظار کــــړم

دا ويجــاړ کـــــــورونه ــ دا خامــــــــــوشه ګودرونه
مســـت به په ټپو په يه قـــــــربان او يکزار کـــــــړم

دا پرې شــــــوې ژبې به ټکور کـــــــــــړم په سندرو
جـــــــــوړ به په دې چــــــم کې د ګلمخو غزلزار کړم

دا ســـــوی دامان به د سپرلـــــي په نبا شين کــــړم
بيا به په پيکي کـــــــــې د سحر ګلان کتار کــــــړم


بيــــــا به د نرګس او د نــــــــــارنج ګلونه وا شـــــــي
سيل به په سپرلي کې د ښايست د ننګرهار کړم

سپرليه لږ خوراشه ستايادونه رانه هيرشول
زخمونه مې ډيروليدل ګلونه رانه هير شول
دحسن د ګلونوسترګې ډکي دي له اوښکو
د عشق د بلبلانو أوازونه رانه هير شول
دژوبل زړه په وينو کې مې تږی ارمان لامبي
اغزورانه احيستي دی په باج کي لال دوينو
راځه د زړه طبيبه مر همونه رانه هير شول
تيارې راته خوري دي د هجران په تورماښام کي
دو صل هغه ښکلي سهار ونه رانه هير شول
دژوند په باغ او بڼ کي دباروتو بوی خور شوي
دګلودعطرونو کاروانونه رانه هير شول
دوريت احساس په غيږکي مي کاروان د سلګو پروت دي
أ شنا يه دخنده ډک غزلونه رانه هير شول

دا ګناه مي وه چي تاته سپيلنی شوم
اوس مي په کاټووله ليوني شوم
غرڅنۍ غوندې په کومه رانه لاړي
ببر سری په غرو ګرذم غر څنۍ شوم
چې پيرزو دې ياره ولي په ما نه د ي
ستا ديدن ته سترګي سترګي اوزړړګی شوم
کوه ناز خو بيا به ډير ګلونه راوړي
پس له مر ګه چيرته زه که راژوندی شوم
راشه مه وېريږه ګل مي د اور بل کړه
دا خو هسي رقيبانو ته اغزی شوم
وينم خوب وايم چي زيری مي درباندي
په سينه به دي زنګېږمه ځونډی شوم
د ځيګر کباب مي و خوره ديار غمه
زه په مينه کې سخي او ميړني شوم
هغه ورځ به د جنت وي چي ته وايې
خانده خانده ستاد هيلو پسرلي شوم
چي يې خوله غواړمه وايې لري لري
دشيدودسر پيروی يم تنکی شوم
عاشقان به مې غزل دکاروهن بولي
زه له زړه نه راوتلی اسوېلی شوم

 

Add comment

Security code
Refresh