سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
 
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

يادونه

دسپرغۍ هڅه داده چې د هيواد والو ترمنځ د دوستۍ او ښې پوهاوۍ او د کرکې او نفرت نه په دې ډکې نړۍ کې د انسانيت او د انسانانو ترمنځ د مينې او رغاوۍ دپاره يون وکړي. مينه ستر قدرت دى او په مينه کې ستر طاقت پروت دى. نو راځۍ يو بل ته د مينې او دوستۍ او صداقت لاس ونه ورکړو که څوک د مينې او دوستۍ هيله لري نو بايد  د نوروخلکو سره مينه وکړي . خو سړی هله د نورو سره مينه کولی شي چې خپل روح او وجدان د رخۍ او کينې له ناولتيا څخه پاک کړي. او نه يوازی پاک کړي، بلکې هغه د مينې له سپيڅلو ولولو او عواطفو څخه ډک کړ ي داسۍ چۍ د مينې سپرغۍ تر ي په خپريدو شې، نو دلته دی چې سړی د نورو سره مينه کولی شي او نورو ته مينه ورکولی شي او چۍ انسان نورو ته مينه  ورکړي نو په خپله هم د نورو د مينې  وړ ګرځي

د پاڼۍ تګ لاره

 

سپرغۍ ناپېلې سياسې ،فرهنګې او علمې پاڼه ده چۍ هدف يي د ټو ملي، هيواد پالو ، ترقي او سوله غوښتنوکو ځواکونو د غوښتنواو نظريو خپرول او همدارنګه دځوان نسل د فکرې .استعداد وده او غواړيدل دي.

سپرغې په پام کې لرې چۍ دخپلو خپرونو په اډانه کې دهيواد دربړيدلې اولس ربړونه او کړاونو بيان او له دغه ستونزو څخه د وتلو په خاطر د ګرانو هيواد والو نظريي او فکرې کرښې خپري کړې.

سوله هغه ستر ارزښت دی چې د سپرغۍ په خپرونو کې لوړ مقام ولري ،دسولۍ دپاره کار چۍ دټول بشريت او په تيره بيا د افغانانو ستره هيله ده د سپرغۍ د خپرونې غوره هدف دی.

زموږ د هيواد د بد مرغيو ستر علت وروسته پاتې والی دی .د وروسته پاتي والۍ په خلاف مبارزه، د سپرغۍ دخپرونو مهمه خرخه جوړوې.

د پوهۍ او سواد غښتلتيا او دبيسوادي پر خلاف مبارزه په حقيقت کې د وروسته پاتي والې  څخه د خلاصون ډيره ګټوره لاره ده او دا دسپرغۍ د هيلو يوه نه بيليدونکي برخه ده

د قومي، ژبني اومذهبي او نورو بې اتفاقيو پر خلاف مبارزه  د سپرغۍ د خپرونو مهمه برخه جوړوي ځکه ددغه بي اتفاقيوڅخه د هيواد دښمنانودي چې ګټه اوچتوي او دا د هيواد دښمنان دي چې په اصل کې دغه بې اتفاقيو ته لمن وهي. نو ځکه د تعصبونو خلاف د ملي يووالي اوملې پخلايني د پاره مبارزه دسپرغۍ په وړاندي د يو غوره هدف په توګه رامنځ ته کيږي.

ددموکراسې، آزادي ، عدالت او ترقې د ټينګښت او پراختيا دپاره ريښتني هلې ځلي د سپرغۍ د خپرونې غوره شعاردی.

سپرغۍ د پورته مطالبو او دلاندې ټکوپه پام کې نيولو سره په ورين تندي دټولودرنو ليکوالو د ليکنو،مقالو او نظريو د تر لاسه کولو هرکلي کوي :

ـ په ليکنو کې اخلاقې اصولو او معيارونو ته  پاملرنه شوي وي.
.ـ دينې او مذهبې عقيدو ته پکې سپکاوې شوې نه وې

ـ دانترنيټې پاڼو څخه په کار اخيستلوکې اړوند بين المللې قوانينو او مقرروته  پام شوې وي.

ـ د وګړو په خصوصې اوحقوقې اډانې، په تيره بيا د سياسې ،ملې، مذهبې ، علمې او حقوقې شخصيتونو پر شخصي او حقوقي .اډانۍ له تيري او سپکاوې ډډه په کي شوې.

.ـ مطالب په هيواد کې د سولې او ثبات د بهير د ګډوډولو هدف ونه لرې

ـ مطالب په هيواد کې د قومي او مذهبې تاوتريخوالې د زياتولو هدف ونه لري.

ـ که چيرې څوک پخپلو ليکنو کې پرچا نيوکه يا نيوکې وکړې پاڼه خپله دنده بولي چې دغوښتنې په صورت کې را استول شوې ځواب په پشپړه توګه په پاڼه کې خپور کړې

ـ ټولې هغه ليکنې چې دليکوال له نامه نه خپريږې دليکوال دفکرونو، اندونو او نظريو څرګندوينه کوې.

ـ که تاسې ليکوال، شاعر، سياست پوه، څيړندوی او يا پوهاند ياست، خپلې علمي، ادبي، سياسي، روزنيز او تاريخي ليکنې، آثار او ژباړې د سپرغۍ پاڼي ته واستوې. ددې پاڼې ګټور توب او اغيزمنتيا ستاسې په لاسونو کې ده. خپلې نيوکې او وړانديزونه له سپرغۍ سره شريک کړۍ.

 


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته