![]() |
||||||||||||||
| کور :: | ||||||||||||||
دا سندره دې د ( لورې ) په نامه نومولې ده او داسې ښكاري چې هغو ټولو افغان ښځينه ماشومانو ته يې ډالۍ كړې وي چې وروسته له ماشومتوبه بيا د سيمه ييزو لنډو ګنډو دودونو قرباني ګرځي او ډيرى يې نشې كولى چې ښونځې ته ولاړې شي .په افغانستان كې دټولو ماشومانو په تيره بيا د ښځينه ماشومانو حالت ډير د انديښنې وړ دى . له يوې خوا يې ښونځي د دولتي چارواكو په وينا د پوهنې د غليمانو له خوا سوځول كيږي او له بلې خوا دوى ته كورنۍ د نارينه ماشومانو په پرتله لږه پاملرنه كوي .ډايا د افغان ماشومانو ستونزې احساس كړي او د راتلونكي البوم لومړنۍ پښتو سندره يې د (لورې ) په نامه خوښه كړې ده .ښايي ټولو ته دا پوښتنه رامخې ته شي چې ډايا او پښتو سندره ؟ دا د حيرنتيا وړ نه ده . د ډايا مور افغانه ده او پلار يې د ډيورنډ د كرښې له ها غاړې پښتنو څخه دى .كه څه هم نوموړې په داسې يو چاپيريال كې زيږيدلې او ستره شوې ده چې هلته پښتو او پښتونواله څوك نه پيژني . خوكېدى شي افغاني وينېې يې تر بل هر څه د دې په رګونو كې پښتني احساس ژوندى ساتلى وي .او كه سياسي اړخ ته يې وګورو د افغانستان مساله او سياسي كړكيچ د ګردې نړۍ پام ځانته را اړولى دى چې دې ټكي نړيوال هنروال هم دې هڅولي دي چې پر افغاني ژبو هم خپل هنر وښيي او دودونه يې تمثيل كړي .٢٧كلنه وتلې، ښكلې ،تكړه او د بې كچې وړتيا خاونده ډايا يوه نړيواله سندر غاړې ده چې په انګريزي ، پښتو ، هندي او پنجابي سندرې وايي . د نوموړې چلند ، ښكلا او ادا د يوې داسې هنروالې دى چې د هر چا پام راماتوي . ډايا داسې يوه سندر غاړې ده چې بيا بيا يې هنر په ليدو ارزي .د سندرو د ويلو پر وخت د وتلې انګريزې سندر غاړې مډونا په څير نيمه بربنډه راڅرګنديږي او له دې كبله يې ښايي مينه وال مسلمانه مډونا بولي .دې د ناروې په مركز اسلو كې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې .د دې مور او پلار هغه وخت ناروې ته كډه شول چې پر افغانستان د پخواني شوروي له يرغل څخه وروسته په ميليونو افغانان د خپلو كورونو او د خاپوړو د ځايونو پريښودو ته اړوتل .ډايا تل له ګواښونو څخه ځان پټ ساتلى ،ځكه چې هغه د نورو مسلمانو ميرمنو په پرتله زياته پر زړورتيا ډډه وهي او هغه دودونه يې مات كړي دي چې يوه سيمه ييزه انجلۍ يې بايد ولري .ډايا د مرګ ډير ګواښونه تر لاسه كړي دي . چا د برېښنا ليك له لارې دغه ډول ګواښونه ورته كړي او چا هم له بيلا بيلو نورو لارو .خو وايي چې هيڅكله يې د ويرې احساس نه دى كړى.د دې د راتلونكي البوم درې انګريزي او يوه پښتو سندره چې د (( لورې )) په نامه ده ، په ځانګړې ويبپاڼه كې خپرې شوي دي خو لا يې هغه البوم چې ددغو سندرو سر بيره وايي نورې پښتو سندرې به هم ولري او په اروپايي بڼه به وړاندې كيږي په رسمي ډول خپور شوى نه دى .د راتلونكي البوم انګريزي سندرې يې دادي1-what will it be
|
||||||||||||||