زېرمتون - آرشیف

زېرمتون - آرشیف

د ټولنيزو اړيکو پاڼې

Facebook MySpace Twitter Digg Delicious Google Bookmarks RSS Feed 


Copyright sporghay.com 2005-2010 All rights reserved. Design by: Abdel Malek and Roman Parhiz

د سپرغۍ ویبپاڼې درنو قلمي همکارانو او محترمو لوستونکو ته زیرې او خبرتیا. Print E-mail
Saturday, 22 July 2017 23:18

د سپرغۍ ویبپاڼه په پام کې لري په نژدې راتلونکي کې په نوي بڼه او ډیزاین د انترنیټ پر مخ را څرګنده شي. نوې بڼه یوازې د پاڼې ظاهري بدلون نه دی بلکې د پاڼې په جوړښتی حالت کې د نویو پرمختیايې امکاناتو په اساس یو ژور او ستر بدلون دی چې د وخت له غوښتنو سره سمون لري. د پاڼې نوی

جوړښت قلمي همکارانو او درنو لوستونکو ته هم زیاتې اسنتیاوې او امکان په لاس ورکوي چې له پرمختللې ویب او ژورنالیستي ځانګړنو څخه برخه مند دی. هیله کېږي چې نوي بدلون د درنو لوستونکو او قلمي همکارانو د خوښې او رضایت سبب شي او تېرې نیمګړتیاوی او کمښتونه تر زیاته بریده له منځه لاړ شي.

د یادونې وړ ده وویل شی چې د سپرغۍ د پخواني جوړښت ټوله معنوي پانګه چې د تېرو څوارلس کلونو په موده کې د سپرغۍ په پاڼو کې را ټوله شوې له لږې مودې وروسته به د نوي سپرغۍ زیرمتون یا ارشیف ته به ولېږدول شي خو تر هغه وخته چې دا کار تر سره کېږي پخوانۍ سپرغۍ به د یو لینک له لارې له نوي سپرغۍ سره وتړل شي او د انترنیټ پر مخ به خپل شتون ته دوام ورکړي او د درنو لوستونکو په خدمت کې وی. خو کله چې ټول مطالب نوي سپرغۍ ته واستول شي نو زړه سپرغۍ به د انترنیټ څخه لرې شي . د زړې سپرغۍ دمطالبو د تر لا سه کولو دپاره تاسې کولی شئ د لټون د کړکۍ وکاروئ  او یا نېغ په نېغه په زیرمتون کې خپل د پام وړ مطلب  تر لاسه کړئ. ټول مطالب به په بشپړه توګه په نوي سپرغۍ کې خوندي او وساتل شي.
د سپرغۍ اداره هيله لري که چېرې تاسې د نوي سپرغۍ څخه په کاراخیستلو کې له ستونزو سره مخامخېږي ، کولی شي د ستونزې د حل دپاره د سپرغۍ د ویبپاڼې له ادارې سره د This e-mail address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it لارې اړیکه ونیسي.
د سپرغۍ اداره ستاسې له درنو همکارانو او لوستونکو څخه هیله لري څوخپل نظریات ، وړاندیزونه او پوښتنې د سپرغۍ له ویبپاڼې سره شریکې کړئ څو وکړی شو په راتلونکي کې خپل خپرنیزې چارې ستاسې د غوښتنو او نظریاتو په رڼا کې د وخت له غوښتنو او پرمختیاو سره سم وړاندې کړو. سپرغۍ ویبپاڼه لکه د تل په شان چمتو ده ستاسې سیاسي، ټولنیز، علمي ، کلتوري نظریات ، غوښتنې او مطالب د ژورنالیستي اصول په پام کې نیولو سره بې له توپیره  او په بې پرې توګه خپاره کړي.

په درنښت
د سپرغۍ د ویبپاڼې اداره
مسوول مدیر عبدالملک پرهیز

 

Add comment

Security code
Refresh