| |
| |
|
متلونه
دویمه پاڼه |
اول زده کړه بيا کوزده کړه
دکلې ووځه له نرخه مه وځه
مار خوړلی له پړی هم ډاريږی
پردی زوی نه، خپله لور ښه ده
مه که وه په چاه چه وبه شی په تا
پوره ورک دي کړه دوه کوره
دسپی په خوله درياب نه مرداريږی
خپل کور ساته ګاونډي غل مه نيسه
چه څه کری هغه به ريبی
انسان داحسان تابع دی
اوسپنه په اسپنه ماتيږی
خپله لاسه ګله لاسه
خپل وطنه ګل وطنه
خپله ژبه هم کلا ده هم بلا
دوست به دي وژړوي وايی دښمن به دي وخندوي
په ښو تلوار په بدو تحمل
مار ته په لستوڼی کی ځای مه ورکوه
دمړ زمري لکۍ کيدړ هم کشوي
پړ می کړه مړ می کړه
پور دپور محنت دنور
پور چه ځندنی شی خوړينی شی
سل روپی پور کړه د اختر شپه په کور کړه
سل د ومره دسلو سردار د مه مره |
|
|