پښتو لندۍ |
لكه د پېغلې انجلۍ غاړه په خالونه |
اسمان په ستورو ښايسته دى |
د ځمكى سر په ښكلو ښكلو خوند كوينه |
اسمان په ستورو ښايسته ښكاري |
لكه لېلا چې په مخ ووهي خالونه |
اسمان په ستورو ښايسته ښكاري |
ما په خورو زلفو وهه مرور شونه |
اشنا په ټوكو نه پوهېږي |
په خوند يې نه دى خپل قلنګ جاري كوينه |
اشنا په خوله كې ژبه غواړي |
د بېلتانه په تيارو لمر وخېژوينه |
اشنا چې هسې مخ ښكاره كړي |
د بېلتانه په تيارو لمر وخېژوينه |
اشنا چې هسې مخ ښكاره كړي |
په تار د زلفو كفن ورته ګنډمه |
اشنا مې سر په وطن كېښود |
كه خماري سترګې درواړم مينه |
اوس به دې يو موټې ايرې كړم |
بيا به ژړا كې ورته ووايم حالونه |
اول به پښې د جانان ښكل كړم |
اوس د جستو په څوكو ځې چې پېغله يمه |
اول دې لوبې راسره كړې |
اوس راته وايې زړګى صبر كړه مئينه |
اول دې وې چې را مئين شه |
وجود مې اور دى همېشه يې وچوينه |
اوښكو ګرېوان زما لوند نه كړ |
ژاړم كه نه ژاړم هجران مې ژړوينه |
اوښكو مې لارې پر مخ وكړې |
حال مې پر مخ باندې ليكي رسوايې كړمه |
اوښكو زما غمازي وكړه |
ځكه په ژېړ زبېښلي مخ يار ته ورځمه |
اوښكو مې رنګ د مخ بدل كړ |
ځكه په سپينه ورځ ګمان د شپې كومه |
اوښكو مې نور د سترګو يوړ |
چې قتل شوي څوك په تورو سترګو وينه
|
اوښكې به ولې نه توېږي |
په اور د هجر زړه كباب مدام لرمه |
اوښكې د سترګو مې خوناب دي |
وړې وړې جينكۍ غره ته تللي دينه |
بارانه ورو ورو پرې ورېږه |
رو رو يې خوزوه زخمي دې كړمه |
باڼه اغزي شونډې دې پاڼې اشنا |
لكه چې مور دې نوره كور كې بندوينه |
باڼه دې مړه دي ښكته ګوري |
د زړه پرهر مې پرې ګنډه چې ګور ته ځمه |
باڼه مې ستن تار دى د زلفو |
زه د كاږه وربل شمال وهلى يمه |
باور مې نه شته چې به جوړ شم |
چې يار له خوبه راته سترګې پورته كړينه |
بخت به مې هله رابېدار شي |
بورا په توره خولګۍ وخوړل ګلونه |
بلبلان ټول په ژړا ژاړي |
زه دې بهر تمبو ته لاس په نامه شومه |
بنګړو دې نيمه شپه كې شرنګ كړو |
زموږ دستور دى په رڼا خوله وركونه |
بوټي راټول كړئ اور پرې بل كړئ |
ژبه مې سوځي غاښ مې ټول ورژېدنه |
بېګا دې نيمه خولګۍ راكړه |
تاته به څنګه بې ما خوب درځي مينه |
بېګا زما په سينه پروت وې |
چې دې پراته دي په زلفانو تور ګردونه |
|
سبا مې سرو شونډو پتري نيولي وونه |
بېګا مې مړ په خوب ليدلې |
بدن مې سرو لمبو كې ګير شو وريت يې كړمه |
بېلتانه اور راباندې بل كړ |
د سترګو اوښكې به جرګه ورله لېږمه |
بېلتون مې خوږ جانان جدا كړ |
په موږ دې بند كړل د ښايسته يار ديدنونه |
بېلتونه خداى دې اباد مه كړه |
ماته د ګلو ګېډۍ مه راوړه ميئنه |
تر ګل ګلاب ښايسته زه يم |
ظاهره تازه دننه رنګ په وينو يمه |
تن مې د سرې نكريزې پاڼه |
چې مرغلرې خرڅوې شمارې خالونه |
ته بختور يې سوداګره |
زه د بېلتون په توره شپه كې ناسته يمه |
ته به د كوم مجلس ډېوه يې |
خاونده خدايه مېلمنه به د چا وينه |
ټكرې د ځان پسې راكاږي |
په بخملي سينه دې نور كوي خوبونه |
ټوټې ټوټې درباندې زه شوم |
په زړه ويشتلى به كړېږي مړ به شينه |
ټوپك ويشتلى به خداى جوړ كړي |
په تا مې دومره دي د سپينې خولې پورونه |
پاس د اسمان ستورو ته ګوره |
د اوښكو ډكې سترګې چاته واړومه |
پر مخ مې مه وهه ظالمه |
قبول يې مه كړئ تور اوربل په خاورو ږدينه |
پورې لېلا ګوره چې لمونځ كا |
په ښو ځوانانو پسې تل وي تهمتونه |
په تهمت مه شرمېږه ياره |
مستې نا ترسې طوطيان چا بند كړي دينه |
په جال د زلفو دې بندي كړم |
د جانان ديدن ته شپي سبا کومه |
زما په دې وطن کي څوک دې |
خدايه د هر عاشق پوره کړي ارمانونه |
يو ه اخر مصره دې دا وي |
چي تمامي عمر په صبر تيرومه |
مين زړگي ته مي سلام دي |
پري دي وطن دي پکي نشته بالختونه |
سر ﻻ ندي غټه تيگه کيږده |
تل به اشنا په سفر نه وي رابه شينه
|
|
د کلمي سر دي سمه يادومه |
زه چي سهار د خوبه پا څم |
چي مي زوزان په قبر وسپړي گلونه |
ارمان به هلته زما درشي |
خلک ياري د ليونو سره کوينه |
که ليوني دي زما خوښ دي |
په ما دي خپلي ځواني اور و لږونه |
چاته مي بد رسولي ندي |
چي د ځواني عمر په غم کې تيرومه |
خاونده دا به دي رضا وي |
نه ورختي شم نه مي زړه صبر کوينه |
جانان مي ستوري د اسمان دی |
زه به دا توري سترگي چيرته بدلومه |
يار مي په شنو سترگو مين دي |
چې پري مين وم تري چاپير مي کړه لاسونه |
مبارکي راکړئ عالمه |
په تا مين زړګى توبې نه قبلوينه |
په خولې توبې توبې وباسم |
په تېغ د سترګو دې زخمي كړمه مئينه |
په خولې دې غږ راته ونه كړ |
پړ دې غليم شه چې ټيټ سترګى ژوند كوينه |
په ژوند كې خړ مه شې پښتونه |
ګناه نجلۍ كې ده چې ړنګه بنګه ځينه
|
په سور سالو كې ګناه نه شته |
ځكه غټې غټې اوښكې په مخ ځينه |
په غټو سترګو دې مين شوم |
شړنګار خېږي زولنې راته راوړينه |
په كوڅه تېر شوم ګناهكار شوم |
ما ويل دا سپينو اوبو اور واخيست مينه |
په ګودر سور سالو ښكاره شو |
د ډېره خاله دې ژېړ ګل وشرماونه |
په لاره تلې كږه وږه شوې |
بوى دې راځي ګل دې په سترګو نه وينمه |
په ما دې ځان د انځر ګل كړ |
ما خو ګومان د ملغلرو پرې كونه |
په مخ دې څاڅكى د باران دى |
راكړه يو ځل د تورو ستركو ديدنونه |
په مرګ خپه نه يم دلبره |
د ناز مېرمن دې سور په شونډو ګرځوينه |
پېزوانه بخت دې مبارك شه |
سبا اختر دى تا به پاس په شونډو وړينه |
پېزوانه خانده هوسېږه |
د خمارو سترګو دې نور كوي سېلونه |
پېغله خو يې خوښه مې نه يې |
پر پرونۍ وركړې خوله پښېمانه شومه |
جانان په جنګ كې په شا راغى |
زه به دا خپله غاړه هسكه ګرځومه |
جانانه ښه دى چې ټپي شوې |
زړه يې زما په زلفو بند دى را به شينه |
جانان چې ځي په مخ دې ښه شي |
زه به اوربل كې د چا نښې ګرځومه |
جانان مې ګل دلاسه نه اخلي |
چې په مخ راغلې مخ ته مه نيسه لاسونه
|
جلۍ د خداى روي مې دروړى |
بيا ما ورپرېده چې پرې څه نخرې كومه |
خال يې په غونډه زنه كېده |
چې جينكۍ مې شوكوي سر كې مې ږدينه |
خاونده ما د ګودر ګل كړې |
چې په لنډۍ زنه يې ووهي خالونه |
خدايه د مور يې ورته پام كړې |
چې د يار په غېږ كې پاڼې پاڼې شمه
|
خدايه ما ګل د ګلاب كړې |
ماته د كلي ماشومان دعا كوينه |
خداې به دې زلفې په لاس راكړي |
چې د سينې روپۍ دې ګډې وډې كړمه
|
خداى دې په تنګه كوڅه راكړه |
چې د تودې غېږې مې درشي ارمانونه |
خداى دې په واورو كې ايسار كړه |
وړې زما په زړه چړې منډلي دينه |
خلك به وايي چې وړه ده |
د خداى د پاره ماته مه ګوره مئينه |
خمارو سترګو دې زخمي كړم |
داغلى زړه به د چا څه خوشاله شينه |
خندا په روغو زړونو كېږي |
منګى مې ولې ښوروې لنده دې كړمه |
خوله به د خداى په رضا دركړم |
د بېلتانه په سفر ځم تږى به شمه |
خوله دې شربت كړه ماته يې راكړه |
خدايه سخي نجلۍ ته وركړې جنتونه |
خوله مې خوښته ژبه يې راكړه |
زړګيه بيا به دې جانان ياد شوى وينه
|
خولې ته مې سوړ اسوېلى راغلو |
چې جنكۍ ورلاندې سترګې توروينه |
چنار به ولې سر لوړ نه كا |
تا له به كور په باڼو څوك جارو كوينه |
چې زه كور نه يم ته را مه شې |
ځكه مې سوال د سپينې خولې درته كاونه |
چې كليواله مې ګڼلې |
چې ميراثه مې بېلتانه ته پاتې شينه |
ړم ځان به د يار په غېږ كې مړ ك |
مور دې ړنده شه چې په تا اوبه راوړينه |
څنګه نرۍ يې لكه لښته |
خيالي ځوانان راپسې مري خونكاره شومه |
دا پېغلتوب مې د غم دود كړې |
چې هر سبا توروي سترګې ږدي خالونه
|
دا نازولې لور د چا ده |
نه تكې سرې اوښكې مې له تورو سترګو ځينه |
د بېلتا ظالم د لاسه |
زما تك سپين زړګى به تور په مينه شين |
د تورو سترګو اشارې دي |
په غم شريكه اشنا نيسه ګودرونه |
د زلفو تار مې اوبو دروړو |
څوك به په تورو سترګو ځان قربانوينه |
د چا به شنې سترګې خوښېږي |
د جانان غمه په خندا دې تېرومه |
د سترګو تور د زړه مرحمه |
ګومان مې نه وو چې له تا به جدا شمه |
د سترګو تور د زړه مرحمه |
كه شېرين يار په زنكدن وي روغ به شينه |
د ګلو ډك اوربل پرې ټيټ كړه |
شېرينې راكړه د سركو شونډو سرونه
|
د محبت په رنځ رنځور يم |
بې وفايي خو د هر ښكلي عادت وينه |
د وفا تمه ترېنه مه كړه |
چې هر سهار دې په خندا تازه كومه |
راشه زما د سينې ګل شه |
چې د غرور كنډول دې دړې وړې شينه |
رب دې په مخ ږيره ښكاره كړه |
چې د شېرينۍ خندا نه پاتې شې مئينه |
رب دې زما په حال خبر كړه |
د يار سرې شونډې په پلمو نه هېروينه |
زړګي ته ډېرې پلمې وكړم |
چې ديدن نه كړې زه عبث غم تېرومه |
زړه مې له سترګو ګيله من |
د مسافر اشنا په سر دې خير وينه |
زلفې مې تاوكړې كږې نه شوې |
د لېلا سرې شونډې پېزوان خوړلي دينه |
زما پرې هسې نوم بدنام شو |
كه خوله مې دركړه لېونى به شې مينه |
زما په تشه خندا مسته |
سترګې په وار پورته كوه نامردې مرمه |
زما په زړه دې باڼه ښخ دي |
چې زه به يې ستا په مينه بل ته واړومه |
زما په سترګو كې دې ګل شي |
چې غلامۍ ته يې طلاق وركړى وينه |
زما خولګۍ د هغه چا ده |
ځكه د سترګو مرغلرې تويومه |
زما د زړه صدف دې مات كړ |
ستا په بېلتون كې لكه پاڼه ژېړه شومه |
زه د پسرلي تر ګل تازه وم |
چې خړه پړه پښتنه لېلا لرمه |
زه د يورپ جينكۍ څه كړم |
چې به دا ستا مينه پر بل باندې كومه |
زه دې دا خپله ځواني وخورم |
زما يې خوښ دي دا شلېدلي ګرېوانونه |
زه لېونو سره خوشال يم |
كه رنګ مې ژېړ دى له اشنا نه بېله يمه |
زه هماغه مسته لېلا يم |
زه د تهمت رسۍ په غاړه ګرځومه |
ستا خو په يو تهمت رنګ ژېړ شو |
زما شړۍ ده ستا به كله خوښه شينه |
ستا د ګيلاس په شان غړۍ ده |
چې تور لحد راباندې ژېړ ګلونه شينه |
ستا لوپټه زما په تن شه |
چې ميئن ته يې اوښكې زه بيا تويومه |
سترګو له واره ځواب راكړ |
نور يې د باز په شان ګنډلى ګرځومه |
سترګو مې غم زړګي ته پېښ كړ |
په دې دله مالت كې زه په ګوته شومه |
سترګې به هر چا تورولې |
ما تا ته كله د يارۍ ويلي دينه |
سترګې دا ستا سترګې زما دي |
باڼه دې پورته كړه چې وسپړي ګلونه |
سترګې دې بيا د ګل غوټۍ كړې |
روح مې معطل دى بې وفا جانان راځينه |
سترګې مې مه پټوئ خلكو |
مئين خو ته يې اوښكې مونګه تويونه |
سترګې مې زړه ته په ژړا شوې |
جونه به كېږدي په اوربل كې سره ګلونه |
سپرلى به بيا په وطن راشي |
چې تور پېكى په تندي كوږ نه كړې ميئنه |
سپينې سپوږمۍ ته شه خوله واخله |
لكه د وينو څاڅكې واورو باندې وينه |
شونډې دې دواړه داسې سرې كړې |
كه چېرې غټې واى خوړلې به دې ومه |
ښه ده چې سترګې دې وړې دي |
په كتاب پروت يې يادوې شينكي خالونه |
طالبه خداى كه به ملا شې |
رنګ يې تك ژېړ وي سترګې تورې ګرځوينه |
عاشق د رنګه نه پټېږي |
په تورو زلفو دې بل څوك وهلي دينه |
غم دې زما د زړه چارپېر دى |
په خمارو سترګو مې پرېوتل ګردونه |
قبر سورې كړه حال مې ګوره |
په خمارو سترګو مې پرېوتل ګردونه |
قبر مې لوڅ كړه حال مې ګوره |
خېرات د حسن راكوه چې درنه ځمه |
كچكول په سترګو مې نيولى |
د غنم رنګي جانان نه شته مثالونه |
كه ټول جهان جانان شي |
سترګو ليدلى جانان كله هېروينه |
كه زړه ته سل تسلي وركړم |
ما به د يار سترګو ته ډېر كتلي وونه |
كه زه خبر واى چې بېلتون دى |
نور مې د بنګو پياله مه بوله ميئنه |
كه مې ته روغ لېونى نه كړې |
داسې اسانه به خوله ولې دركومه |
لا دې يو كال ژړلي نه دي |
د يار يوه خبره دوه واري راته كوينه |
ما تر كوچنوټي رويباره ځار كړې |
چې خطرې مې د زړه لېرې شي مئينه |
ما ته د لېرې په خندا شه |
چې د جانان په كېږدۍ تل ولاړه يمه |
ما د اسمان سپينه سپوږمۍ كړې |
چې جينكۍ مې مات بنګړي په قبر ږدينه |
ما د ګودر په غاړه ښخ كړئ |
دا د ورور سترګې يې د خور په شانته دينه |
ما يې د ورور د سترګو جار كړې |
ده به د خور سترګو ته ډېر كتلي وينه |
ما يې د ورور د سترګو ځار كړې |
نه پرې پوهېږم چې بورا كه پتنګ شمه |
مخ دې ګلاب سترګې دې شمعې |
نادانه ياره سلامي ولاړه يمه |
مخ په مړوند كله پټېږي |
اشنا په سرو منګلو جګ كړم تازه شومه |
مړاوې ګل په لار كې پروت وم |
زه دې په سپينه خوله بيده پرېيښې يمه |
مسافري دې روزي مه شه |
چې تور پېكى مې د هېلبند شمال وهينه |
مورې كوچيانو ته مې وركړه |
لور يې په سپينه روپۍ خوله نه وركوينه |
مور يې د كلي شومړې غواړي |
كه شينكى خال مې د چړو په څوكو ځينه |
ميئنه يم منكره نه يم |
تل خو به نه وي ستا ځواني زما خواستونه |
نا مرادې يو وار خولګۍ راكړه |
يار يې نېستمن دى په ژړا له ملكه ځينه |
نجلۍ كه ټوكى د بخمل دى |
كم عقله مور يې ورته سترګې توروينه |
نجلۍ وړه د يارۍ نه ده |
نښې دې څه كړم چې دې سترګې نه وينمه |
نښې دې ډېرې ما سره دي |
ځګه په خوله د خوشالۍ نغمې راځينه |
نن مې د زړه ارمان پوره شو |
بخت د هغه دى چې يې پولې ورانوينه |
وربل يې پوړې پوړې راغى |
په زړه زخمي د بېلتانه د لاسه يمه |
هسې په رنګ باندې تازه يم |
يا به زما په نظر ښې راغلي وينه |
يا به دا ستا سترګې ښايسته وي |
لا د پېړمخو يارانې سړى سېځينه |
يار د ډمبرو مچو سوى دى |
زه به دا تورې سترګې چېرته بدلوم |
يار مې په شنو سترګو ميئن دى |
زه به توورې سترګې چېرته بدلومه |
يار مې په سرو سترګو ميـئن دى |
د سپينې خولې شبنم به زه پرې غوړومه |
يار مې په ګلو كې ويده دى |
د پلو لاندې سړى غلى تېروينه |
ياري د دنګې نجلۍ خوند كړي |
بل دې خبرې په كنډه تللي دينه |
يو خو دې غونډه منډه خوله ده |
|
|
|
|
|
|