سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

د ارواښاد کبير ستوري «ژوندی یادونه» ټولګه چاپ شوه

 

دا کتاب  دارواښاد ډاکتر کبير ستوري د یاد غونډو د مقالو، ویناوو، شعرونو او پیغامونو ټولګه ده چی دلری او بری  پښتونخوا د (90) کسانو لیکوالانو، سیاستوالو ، ادیبانو او پوهانو ،لیکنی او شعرونه او د اتلسو (18) سیاسی او ادبـی ټولنو پیغامونه پکی  د پښتونخوا پوهنی دیری له خوا په  دریو  څپرکو کی چی (368) مخونه لري، د دانش  خپرندويې ټولنې لخوا چاپ شوی دی .
 د پښتونخوا د پوهنی دیری لخوا  دکتاب په لنډه سريزه کی راغلی:
د نړۍ پرمخ ډېر انسانان ژوند کوي او ټول د يوه خالق زېږنده دي، خو په دغه انسانانو کې هم توپير شته. څوک شپه او ورځ د قوم او ملت په غم کې ډوب وي، څوک ځان جوړوي او څوک جهان جوړوي، لکه الفت صيب چې وايي :

ډېر تفاوت شته په انسان کې د مانا په لحاظ
واړه لګيا دي ځينې ځان ځينې جهان جوړوي

ارواښاد ډاکتر کبير ستورى د پښتو د اسمان هغه ځلنده ستورى و، چې رڼا يې په ټول جهان خوره وه. ددغه روڼ او روښانه ستوري د رڼا پلوشې په هر لوري خورې وې، که د هغه د ژوند پر هر اړخ موږ څه ليکو، نو کتابونه به پنډ او د قلم خېټه به تشه شي، خو د هغه حق به ادا نه شي .
موږ يواځې کوښښ کړى، چې د پښتو او پښتونولۍ مئينانو ته د ارواښاد مينه ورورسوو. د 2007م کال د اپريل په څلورمه نېټه د کونړ مېشتو فرهنګيانو او د کونړ د شاعرانو، اديبانو او ليکوالانو په نوښت د کونړ ولايت په مرکز اسداباد کې د ارواښاد ستوري په ياد يوه درنه غونډه جوړه شوې وه .
همدارنګه د 2007م کال د اپريل په 13مه نېټه  د پېښور په پريس کلب کې د پښتو عالمي کانګرس او غني خان ادبي څېړنيز مرکز له خوا د محترم پروفيسر جهانزېب نياز په کوربه توب د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري په ياد يوه درنه غونډه جوړه شوې وه او بيا د 2007م کال د جون په 8مه نېټه د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند له خوا په جرمني کې يوه لويه او پرتمينه غونډه جوړه شوې وه، چې د پښتون قامي وحدت ستر لارښود محمد افضل خان لالا په خصوصي بلنه  دغې غونډې ته ورغلى و .
مونږ ددغه درېواړو غونډو ويناوې، مقالې، ليکنې او شعرونه په دې کتاب کې راغونډ کړي دي، خداى دې وکړي چې ټول پښتون قام او د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري مينه وال ترې ګټه واخلي .

په درنښت
د پښتونخوا د پوهنې دېره
پېښور، پښتونخوا
مينه وال يې په لره او بره پښتونخوا  کې له کتاب پلورنځیو او اخبار پلورنځیو څخه ترلاسه کولای شی. دا کتاب د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری په انټرنيټي دير ه www.kabirstori.com  کی هم  لوستلای شۍ .
په درناوی

 

 

 


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي