سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

پښتو ادب ګلبڼ د نوي ګل درلودونکی شو


  د (ژباړې فن) نومې کتاب، چې د رفيع الله ستانکزي په مټ ليکل شوی او د صميم ادبي ټولنې له خوا د (پښتو او د ژباړې اړتيا) سيمينار په وياړ تازه له چاپه راووت.
زموږ پښتو ادب ته د ژباړې د اړتيا په پام کې نيولو سره د دې کتاب چاپ ډېر ارزښتمن او ګټور دی، چې په ډېر مهم او پر ځای وخت کې د صميم ادبي ټولنې له خوا د نوموړي سيمينار په وياړ چاپ شو.
   په دې برخه کې د پښتو ادب د لومړني کتاب په منځپانګه کې به ولولئ، چې ژباړه څه وخت پيل شوه؟ په اسلام کې د ژباړې غورځنګ څه وخت رامنځ ته شو؟ څه وخت افغانستان ته راغله؟ پښتو ادب ته يې څه وخت مخه وکړه؟ د ژباړې اصول څه وخت او څنګه جوړ شول؟ د ژباړې لپاره اړين توکي؟ د ژباړې جوړښت؟ د ژباړن لپاره لارښوونې؟ څوک بايد ژباړه وکړي؟ په کومو برخو کې بايد ژباړه وشي (د ژباړې اړتيا)؟  او داسې نورو پوښتنو ځوابونه تاسو په همدې کوچني خو له مانا ډک اثر (د ژباړې فن) کې پيدا کولی شئ.
تاسو دا په زړه پورې کتاب د هېواد د هر مشهور او غټ کتاب پلورنځي او صميم ادبي ټولنې څخه تر لاسه کولی شی او يا هم په دې لاندينۍ پته اړيکه ونيسی:
0700308908
rafiullah.stanikzai@gmail.com, rstanikzai@hotmail.com 

 

 

 

 


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي