پښتو غونډله پوهه
(نحوه)

ليکوال: پوهنيارجانداد الکوزی د لغمان دښوونکو دروزنې عالي موسسې استاد او    پوهنمل محمد آقا شېرزاد د کابل دښوونې او روزنې پوهنتون استاد

 

 

   1385 لمريزکال

 

 

بسم الله الرحمن الرحيم


د کتاب ځانګړنې

نوم                                              پښتو غونډله پوهه (نحوه)

ليکوالان                           پوهنيار جانداد الکوزی او پوهنمل محمد آقا شیرزاد
 خپرندوې                                            صميم ادبي ټولنه
چاپچارې                                          صميم خپرندويه ټولنه
کمپيوز او ډيزاين                          
       رفيع الله  (ستانګزی)
کمپيوټر چارې                                   رفيع الله  (ستانګزی)
چاپ شمير                                              1000 ټوکه                        
چاپ کال                                                  1386 لمريز کال
لړ                                                             5
ګرځنده ټليفون شمېره: 0700383798
  , 0799883813 او 0700308908
برېښناليک پته: samimadabitolana@gmail.com
rafiullah.stanikzai@gmail.com

 

 
د ترلاسه کولو ځايونه:


کابل:                               چنار کتاب پلورنځی، د کابل شپه غالې ته څېرمه د ده بوري سړک
پښتونخوا پېښور:                                   دانش کتابتون او يونيورسټي بک.
لوی کندهار:                                                      ارګ بازار، سيد احمد قانع
 لوی ننګرهار:                        عبدالمجيد مومند کتاب پلورنځی او ګودر کتاب پلورنځی
لويه پکتيا:                                                الفتاح کتاب پلورنځی، ګرديز.
خوست:                                        روهي کتابتون، سردار ولي. سپين جومات ته څېرمه.
کوټه:                                                ايمان کتاب پلورنځی او صحاف کتاب پلورنځی
ميدان وردګ:                                                            قاري امين الله
لوګر:            
                                        رفيع الله ستانګزی 0700308908
بغلان:                                                                  شمس کتاب پلورنځی
مزار شريف:                                                     رسالت کتاب پلورنځی
کندز:                                                          قاري نورالله کتاب پلورنځی
هرات:                                                        احمد شاه ابدالي کتاب پلورنځی

 

لړ ليک


سرليکونه                                                                                                                      
سريزه
پښتو غونډله پوهه (نحوه)
۱ـ دغونډله پوهې تعریف او پیژندنه
۲ـ د غونډله پوهې اړیکي د تشریحي ژبپوهنې له نورو څانګو سره
۳ـ د غونډله پوهې واحدونه یا برخې او اجزاوې
۴ـ عبارت
۵ـ د عبارت خصوصیات اوځانګړتیاوې
۶ـ د عبارت ډولونه
۷ـ د غونډ او ترکیب ځانګړتیاوې
۸ـ دتیر بحث پوښتنې
۹ـ غونډله (جمله )
۱۰ـ دغونډلې ځانګړتیاوې
۱۱ـ د تیر بحث پوښتنې
۱۲ـ په غونډله کې د مورفیمونو ترمینځ اړیکي
۱۳ـ دغونډلو تر مینځ دمورفیمونو اړیکو ډولونه (عطفی ، تابعي، ملتیا او تړني) اړیکي
۱۴ـ دتیر بحث پوښتنې
۱۵ـ دغونډلې برخې او اجزاوې
۱۶ـ دغونډلو او جملو اساسي اجزاوې
     لومړی: مبتدا اوډولونه یې
    (په نوم ، ضمير، معدود او معدودي عبارت او دکلام په نورو برخو سره مبتدا )
۱۷ـ ساده ، ترکیبي او متعدد مبتدا
۱۸ـ په غونډله کې دمبتدا ځای
۱۹ـ د تیر بحث پوښتنې
دوهم -         خبر
۲۰ـ اسمي او فعلي خبر
۲۱ـ نومیز اسمي خبر او ډولونه یې
      (نوم ، ستای نوم ،اونومځری دنومیز خبر په توګه
۲۲ـ ساده ،ترکیبي او متعددخبر
۲۳ـ تفضلي خبر
۲۴ـ په غونډله کې دخبر ځای
۲۵ـ په جمله کې له مبتدا سره د خبر سمون
۲۶ـ دتیر بحث پوښتنې
۲۷ـ دغونډلې پیروې برخې
 ۲۸ـ بشپړوونکی او ډولونه یې
۲۹ـ ټاکونکې او ډولونه یې
۳۰ـ نحوي قید او ډولونه یې
۳۱ـ متعدد قیدونه
۳۲ـ په غونډله کې د نحوي قید ځای
۳۳ـ د غونډلې بشپړ اند توکونه
۳۴ـ په ِغونډله کې څپه ،خج او آهنګ
۳۵ـ بیلتون او پیوستون
۳۶ـ د تیر بحث پوښتنې
۳۷ـ نومواله او کړواله غونډله
۳۸ـ د ساده اویوستوې غونډلې مانیز ډولونه
     لومړی:- بیانې ساده غونډله
    دوهمه :ـ انشایي ساده غونډله او ډولونه یې
   (پوښتنې، امر ، خطاب ، تعجب ، تمنایي ، قسمیه ، دوعایه ، ټینګاري ، ګماني یا احتمالي غونډله )
۳۹ـ دتیر بحث پوښتنې
۴۰ـ دغونډلې جولیز ډولونه
     لومړی.:- ساده غونډله او ډولونه یې
۴۱ـ دتیر بحث پوښتنې
   دوهم : غبرګه (مرکبه ) غونډله اوډولونه       
۴۲ـ دتیر بحث پوښتنې
     دریم :ـ ګډه ( آمیخته) غونډله
    څلورم ګډله (مختلطه) غونډله
۴۳ـ د پورته بحث پوښتنې
۴۴ـ اصطلاحات او متلونه
۴۵ـ دجملو او غونډلو تجزیه او تحلیل
۴۶ـ دتیر بحث پوښتنې

 

سريزه:

      که څه هم د پښتو ژبې د غونډله پوهې لپاره له ډيرې وړاندې زمانې نه را پدايخوا زمونږ د ژبې ګرامر ليکونکو او پوهانو ښايسته ډيرکار کړيدی او هرهر چا د خپل توان او پوهې په معيار په دې برخه کې ليکلي اثار ددې مينه والو ته وړاندې کړيدي.
      د پيرمحمد کاکړ دمعرفه الافغاني څخه نيولې بيا تر ننه پورې په سوونو ليکلي اثار د لوستونکو خدمت ته وړاندې شوي دي خو هغه ګرامري لیکنې چې دخپلوعلمي ارزښتونو له مخې نه هیریدونکي او تلپاتې دي دلته یې په لنډیز سره د ځینو یادونه کوو.
      ۱ـ د پښتو ژبې لیار کتاب چې  ښاغلي ارواښاد وزیرمحمد ګل خان مومند په ۱۳۱۷ کال کې لیکلی او دپښتوصرف او نحویې په اړه په زړه پورې څیړنې لري .
      ۲ـ د پښتو نحوه : کتاب چې ښاغلي محمد اعظم ایازي په ۱۳۲۷ ه ش کال کې ليکلی او دکابل په عمومي مطبعه کې چاپ شویدی . دا اثر دنحوې په باب پور څیړنه لري او په زړه پورې ګټه ترې اخستل کیدای شې.
      ۳ـ قواعد پښتو دهمدې محمد اعظم ایازي یو بل لیکلی کتاب دی چې په ۱۳۱۸ ه ش کال کې لیکل شویدی.
      ۴ـ د پښتو صرف ونحو: دسید خیال بخاري اثر دی چې په ۱۹۸۳ م کال کې په پښتورکې چاپ شوی دی او د صرف ونحوې په باب پوره پوره څیړنې پکې شویدي.
      ۵ـ ژبښودنه : د ارواښاد پوهاند صدیق الله رښتین اثر دی چې په ۱۳۴۱ه ش کال کې د پښتو ټولنې له خوا خپور شوی دی . دا هم د خپل وخت علمي اثر او پوره پوره معلومات لري حتی اوس هم د یو علمي ماخذ په بڼه په درسي مکتبي کتابونو کې ترې کار اخیستل کیږی.
      ۶ـ پښتو پښویه : په نوم ښاغلي پوهاند دوکتور مجاوراحمد زیار په ۱۳۶۲ کال کې یو داسې کتاب دکابل پوهنتون له خوا په چاپ رسولی چې ددې علمي ارزښت دومره زیات دی چې په روانه پیړۍ کې ساری نه لیدل کېږي او د پښتنو لپاره یوه ستره او ارزښتمنه ذخیره بلل کیږي.
      ۷ـ پښتو داووم ، اتم او نهم ټولګی لپاره درسي کتابونه دي چې د (۱۳۶۰)څخه تر (۱۳۶۸) ه ش کال پورې دافغانستان دمعارف له خوا په چاپ رسیدلي او د پښتو صرف ونحوې پوره پوره څیړنه ورکې شویده .
      ۸ـ پښتو نحوه : دآغلې پوهندوې ډاکترزرغونې اثر دی چې د کابل پوهنتون له خوا په چاپ رسیدلی دا کتاب په ۱۳۶۶ ه ش کال کښیې لیکل شویدی اود پښتو نحوې په باب پوره اوکره څیړنه لري آو ښه معلومات پکې راټول شویدي .
      ۹ـ ګرامر پښتوجز دوم: د پوهاند صدیق الله رښتین یو بل اثر دی چې په (۱۳۷۰) کال په کابل کې خپور شوی. دا اثر هم د صرف ونحوې په باب پوره څیړنه لري او دیو ښه مآخذ په ډول ترې کار اخیستل کیدای شې .
      ۱۰ـ هغه متفرقه څیړنې چې دصرف ونحوې په باب په وږمې مجله او کابل مجله کې خپریدو ته سپارل شوې او نن سبا د علمي مآخذونو په ډول ترې کار اخیستل کیدای شي .
      ۱۱ـ د پښتو ژبې لنډ ګرامر(صرف ونحو): د ښاغلی څیړونکی سید محی الدین هاشمي لیکنه ده چې په ۱۳۸۳ ه ش کال کې دا کتاب د آریک ګرځنده کتابتونونو دادارې له خوا خپور شوی او د پښتو صرف ونحوې په اړوند پوره څیړنه لري او یو علمي ارزښتمن اثر دی.
      ۱۲ـ ځینې نورې لیکنې د بهرنیو پوهانو له خواو هم شویدي خو دلته یادونه دومره اړینه نه بریښې نو ځکه مو ترې صرف نظر وکړ.
      دا وو هغه لیکلي اثار چې د پښتو دغونډله پوهې په اړوند له هغوې څخه پوره کار اخیستل شویدی .
      د پښتو غونډله پوهې دا لیکلنی بې له کوم فصل او باب نه څیړل شوی څرنګه چې داد یو درسي پروګرام لپاره لیکل شوی او دښوونې او روزنې پوهنتون پښتو ژبې او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې په دریم سیمستر کې تدریس کېږي نو ځکه یې په لیکنه کې داړتیا وړ مفاهیم او ټاکلي درسي مفردات په نظر کې نیول شوي دي او کوښښ شوی چې یواځې په هغو موضوعاتو څیړنه وشي چې د پښتو څانګې محصلین ورته ضرورت لري او په یوه ټاکلي سمستر کې دهغې دتدریس امکان وی .
      دې ټکي ته په پاملرنه په دې اثر کې لومړی دغونډلې پوهې پیژندنه شوې اوددې علم اړیکي د تشریحي ژبپوهنې دنورو څانګو سره جوتې شوي دي . د عبارت او ترکیب ځانګړتیاوې په ګوته شوي او هم په غونډله کې د مورفیمونو ترمینځ اړیکې څرګندې شوې دي .
       دویم د جملې په اساسي برخو اوددې برخو په موقیعتونو او همدارنګه د جملې پیروي برخې څیړل شوي دي .
       دریم : د جوړښت ساختمان او مانا له مخې د جملې په ډولونو باندې بحث شوی.
      څلورم: داړوندتیا په صورت کې اصطلاحات اومتلونه د اړتیا له مخې څیړل شوې دي او په پای کې د محصلینو د لاښې پوهیدنې لپاره د جملې تجزیې ته ځای ورکړل شوی او دهرې برخې پوښتنې د هغې برخې په پای کې راوړل شوي دي .
      موږ په دې باور یو که دپښتو څانګې محصلین او پښتو ژبې مینه وال پورته ذکرشوومطالبو له تدریس نه لازمه ګټه واخلي نو په اړوندې برخې کې به دلازمو وړتیاو درلودونکي شي.

په درنښت
پوهنمل محمد آقا (شېرزاد)

 

پښتو غونډله پوهه (Syntax )


د غونډله پوهې (نحو) تعریف او پیژندنه :
      غونډله پوهه پښتو اونحو عربې کلمه یا اصطلاح ده چې لغوې مانا یې لار ، طریقه ، روش ، دود او طرز ده . مګر دتشریحي ژبپوهنې یا ګرامري مانا له مخې غونډله پوهه یا نحوه د ګرامر هغه برخه ده چې په جمله کې د کلیمو دمطابقت ، ارتباط ، ترتیب اوترکیب څخه غږیږي .
      او یا په بل  عبارت نحوه هغه پوهنې ته وایی چې د یوې ژبې د جملو ،عبارتونو، غونډونو (ترکیبونو) جوړښت ، ترتیب ، تنظیم او جوړښتي نظام تر څیړنې لاندې نیسي.
      داچې په پښتو ژبه کې غونډله پوهه د عربي ژبې دنحوې او دانګلیسي ژبې له سنټکس سره په یوه ټاکلي ګرامري مفهوم او مانا استعمالیږي نو که دا اصطلاح دیوناني ژبې دسنټیسس داصطلاح سره پرتله کړو نوګوروچې په دواړو کلیمو کې یوه ګډه ریښه پرته ده یعنې د سنټ(Synt ) برخه په دواړوکې شریکه ده چې دترکیب ، یوځای کیدو او ګډون په مانا راتلای شې.
      نو څنګه چې (Synthesis ) د برخو داجزاو دترکیب په مانا دی نو ( Syntax ) هم دژبني ترکیب په مانا ترجمه یا ژباړل کیدای شي .
      په همدې اساس ویلای شو چې په نحوې سیستم کې دنحوې واحدونو او دهغوۍ د مربوطه اجزاووڅخه بحث کیږي او دهمدغونحوي واحدونو تجزیه ،ترکیب ،ترتیب او څرنګوالی نحو بلل کیږي .

دغونډله پوهې اړیکې د تشریحي ژبپوهنې یا د ګرامر له نورو څانګوسره :

      غونډله پوهه د خپلې څیړنې په وخت کې دتشریحي ژبپوهنې دنورو څانګو سره سمې اړیکې لري . ځکه چې دژبې مورفولوژیکي جوړښتونه تر ډیره ممکنه ځایه پورې د نحوي نظم جوړښت اوترتیب سره ځانګړې او ټاکلې دنده لري.
      سربیره پردې هغه مانا لرونکي عناصر چې عبارتونه اوجملې جوړوي په واقیعت کې همدغه مورفیمونه دي چې دیوې ژبې په ګرامري جوړښت کې ستره ونډه اخلي.بله داچې دنحوي واحدونو تجزیه ، ترکیب او ترتیب دګرامر په نورو برخو کې لکه په مورفولوژي، اشتقاق پوهنه او لغت پوهنه کې هم تر څیړنې لاندې نیول کېږي خو هغوی لفظي واحدونه د غونډله پوهې او نحوې په سیستم تر څیړنې لاندې نه نیسي او نه یواځې لفظي واحدونه د جملې او یا غونډلې کامل او بشپړ مفهوم افاده کولای شې .
      همدلته ده چې د ګرامري مختلفو پوهنو ترمینځ ځینې مشابهتونه او ورته والی لیدل کیږي خوهره پوهنه دخپلې تیوري داساساتو له مخې موضوع څیړي نوځکه د نژدیوالي سره سره دموضوعاتو بیلوالی هم لري .
      یعنې په غونډله پوهه کې یواځې د جملو ترکیب ، تجزیه ، جوړښت او د جوړښت سیستم مطالعه کیږي او په مورفولوژي او اشتقاق پوهنه کې لفظي جوړښتونه په نظر کې وي.
لکه چې دمخه مو هم وویل غونډله پوهه (Syntax ) هغه علم ته وایې چې مونږ ته دجملې او غونډلې د جوړولو قاعدې او د هغې اجزاو ترتیب اودکلیموترمینځ رابطه یود بل سره راښي.
      د ژبې په ګرامري مطالعه کې دالفاظو مانا او لفظي جوړښت دواړه په نظرکې نیول کېږي یعنې څنګه چې الفاظ دمفاهیمو دبیان لپاره کارول کیږي نوکه چیرې دلفظ مفهموم په په ګرامري شرحه کې له نظره وغورځول شې ګرامري شرحه دبې مانا غږونوپه شرحه بدلیږي او که چیرې یواځې دالفاظو مفهموم شرحه شې اونور بدلونونه اولفظي ځانګړتیاوې له نظره وغورځول شې نو څنګه چې دمفاهیمو بدلون او تغیر دکلیمو دلفظي او اشتقاقي تغیرونو معلول دی نو پدې پرته دعلت او یا پرته دمعلول څخه څه نتیجه نه تر لاسه کیږي .ددې خبرو په پای کې داسې نتیجه اخیستلای شو :
      دنړۍ په ژبو کې هره ژبه په خپل وار که له یوې خوا د ژبپوهنې په نسبت ځینې ګرامري خصوصیات لري ولې له بله پلوه ځانګړي او شخصي خصوصیات هم لري چې دهرې ژبې په سټرکچر او جوړښت پورې اړه لري، خوداچې په پښتو ژبه کې دصرف ونحوې د څیړنې موضوعات سره بیل دي نوځکه جلاجلا څیړل کیږي اودڅیړنې موضوعات یی هم سره جلا دې اوهره برخه پ بیلو اصولو اوقواعدو څیړل کیږي .

دغونډله پوهې واحدونه یا برخې او اجزاوې :

       دغونډله پوهې دواحدونو تر څیړنې دمخه به هغو واحدونو باندې خبرې وکړو کوم چې دهغو په اړوند د ژبپوهانو او ګرامرپیژندونکو تر مینځ د نظرونو اختلاف موجود دی اود پښتو اودري ژبو ګرامر لیکونکو هغه په ډول ډول نومونو یاد کړیدي.دساري په ډول ترکیب، فقرې، تګمیم، اصطلاحات اومتلونه ځینو ګرامر لیکونکو عبارت اوترکیب د یو نحوي واحد په توګه تر څیړنې لاندې نیولي او ځینو دعبارت برخه بیله اویا خوسره په خپلو ګرامرونو کې رواړي نه دي او ځیني داسې څیړنې هم شته چې هغوی دعبارت واحد هم د ترکیب تر عنوان لاندې څیړلی دی .
       همدارنګه دفقرې په باب چې کومې څیړنې شوې له هغو ی څخه په ډاګه دامعلومیږي چې دوی مرکبه یا غبرګه جمله تر بحث لاندې نیولې چې بیایې یوه برخه اساسي او بله تابع جملې په شان ښودلې اودفقرې نوم یې پرې ایښی دی .
      همدغه ډول د (تګمم،اصطلاحاتو، متلونو اودجملو د حذف د برخې ) څیړنه په ډیره ستونزمنه توګه څیړل شوې اوکوم مثالونه اونمونې چې په دې برخه کې وړاندې شوې هغه هم اوږد او تفصیلي بحث غواړي . ځکه چې له یوې خوازمونږ ګرامرونه زیاتره په عنعنوي څیړونو ولاړ دي او له بلې خوا دتقلید په بڼه څیړل شوي دي .
      دا ډول موضوعات نه یواځې په غونډله پوهه یا نحو کې شته بلکې په فونولوژي (اوازپوهه) ،مورفولوژي(صرف یاګړپوهه) کې هم شته لکه په فونولوژي کې د (غږ اوآواز ) ،او نیم وال (سیمی واول) آوازونه چې ځینې ګرامر پوهان یې کانسونینټ یا بیواکو اوازونو کې شمیري .
په مورفولوژي کې هم همدا ډول د یادونې وړ بحثونه شته  د مثال په توګه د (صوت نوم) اود (قیدونو) موضوع چې داهم د غوروړدي .
      په هرصورت له دې یادونې څخه مو هدف داو چې لومړې خو باید زیار وایستل شي چې د ګرامر هره برخه په خپل چوکات کې وڅیړل شې یعنې هغه څه چې په فونولوژي پورې اړه لري د بیلګې په ډول دآواز ،توري او په اواز پورې تړلې ټولې څیړنې په فونولوژې کې راشي او دموضوعاتو لپاره دې حدود وټاکل شي.
      هغه څه چې دمورفولوژي په علم پورې اړه لري هغه دې دهمدغه برخې لاندې راشي او په هغوواحدونودې خبرې وشي چې په مورفولوژي پورې اړوندیږي دابه سمه خبره نه وي چې (مرکبې کلیمي یا مرکب مورفیمونه ) په نحوه کې دوهم ځل تر بحث لاندي راشي دا اړینه او سمه خبره ده چې همدا مورفیمونه اوکلمیې په مورفولوژي کې هم څیړل کیږي او په غونډله پوهه کې په جملو ،عبارتونو اونورو واحدونو کې هم همدا مورفیمونه اوکلیمي راځي خو په مورفولوژي کې دهمدغو مورفیمونو یو اړخ او په غونډله پوهه کې دهمدې مورفیمونوبل اړخ په نظر کې وي او په پورته هره برخه کې ددوی دندې اود څیړنې طریقې ، دهغوی تحلیل اود بحث لارې بیلې دي .
      دابه نادره وي چې د جملې، عبارت اوترکیب تر عنوان لاندې مونږ فقرې (Clause ) همدرانګه متلونه اواصطلاحات هم راوړو. پوهاند دوکتور مجاوراحمد زیار د (پښتوسپنبویې) په کتاب کې دا موضوعات سره ښه جلا کړي او بیا یې هغوی ته حدود او چوکاټ ټاکلي او دغونډله پوهې د اساسي برخې څخه یې بیلې بیلې څیړلي دي چې وروسته به یې په خپل ځای اووخت کې یادونه وشي.
      له پورتنۍ یادونې وروسته بیرته خپلې ټاکلې موضوع ته راګرځو او په نحوي واحدونو خپلې خبرې پیل کوو .دا چې غونډله پوهې په واحدونوکې عبارت او جمله په لومړي سرکې ځای لري نومونږ هم لومړی (عبارت ) تر څیړنې لاندې نیسو او ورپسې به په غونډله اود هغې په ډولونو او جوړښتنونو رڼا اچوو او په پای کې به په متلونو او اصطلاحاتو څیړنه وکړو.

 

عبارت (Phrase )


      ځینو ګرامر پوهانو عبارت ،غونډله او ترکیب دیو نحوې واحد په توګه تر څیړنې لاندې نیولی خو زما په اند دا واحدونه تر یوعنوان لاندې څیړل یو څه ستونزې را پیداکوي او دمثالونو په وړاندې کولو کې لږه ګډه وډي مینځ ته راځي. ښه به دا وي چې د عبارت نحوي واحد له پورته نورو نحوي واحدونو څخه جلا وڅیړو .
      په پښتو ژبه یا نورو هغه ژبوکې چې له پښتوسره همریښه دي ځینې داسې خپلواک مورفیمونه او کلیمې شته چې داړیکو په لرلو یوله بله سره یوځای کیږي او په تولیز ډول یوه ترکیبي بڼه پیدا کوي .
      خو ددې خپلواکو مورفیمونو دا یوځای والی او ګډون د جملو او غونډلو په ډول پوره مانا او مفهوم نه لري او دغونډلې په ډ‌ول بشپړ مطلب او مفهوم لوستونکو یا اوریدونکو ته ورانتقالولای شي. نو دهمدغه اصل او بنسټ له مخې د ژبې پوهان عبارت داسې راپیژني :
      ددوه یا زیاتو خپلواکو مورفیمونو داسې یو ځای کیدنه چې پوره مانا ورنه کړي او یو مورفیم یې د بل تابع وګرځي عبارت بلل کیږي .یا په بله وینا ددوه یا زیاتو خپلواکو مورفیمونو داسې یو ځای کیدل چې نحوي رابطه سره ولري خو مورفیمونه یې یو بل ته تابع او بشپړ مفهوم نه ورکوي عبارت بلل کیږي .دعبارت د پیژندنې لپاره لاندې څو مثالونه راړو :
      خړه وریځ ، دسرک غاړه ، پنځه کتابچې ، روغ بدن ، او داسې نور ...
      په پورته عبارتونوکې (وریځ ، سرک ، کتابچې، بدن) کلمې نومونه او تابع کوونکي دي او د (خړه ،غاړه ، پنځه ، روغ) کلمې تابع شوي کلمې دي چې د (خړه ، اوروغ) کلمې صفتونه ، د (غاړه )کلمه نوم اود (پنځه )کلمه عدد دی او ټولې خپلواکې کلمې دي.

د عبارت خصوصیات او ځانګړتیاوې

      د عبارت نحوې واحد لکه د غونډلې پوهې دنورو واحدونو په ډول ځینې مشخصات او ځانګړتیاوې لري چې په لنډیز سره په لاندې ډول سره ښودل کیږي .
      ۱ـ عبارت د غونډلې دیو جز یا یوي برخې په ډول راځي اود غونډلې په ډول پوره مانا نه افاده کوي که چیري وغواړو چې پوره مانا ترې واخلو نو مجبور یا اړ یو چې له دې عبارت سره دخبر یوه بله برخه ملګرې کړو تر څو پوره مانا د غونډلې په شان پیدا کړي .
د بیلګې په ډول که ووایو چې (زما کور) نو داعبارت شو ځکه چې پوره مانا او مفهوم نه ادا کوي نوکه اوس وغواړو  چې له دې بشپړ مفهوم دغونډلې په شان واخلو اړیو چې دخبر برخه لکه ( ودان شو ) ورسره یو ځای کړو او په مجموع کې ووایو (زماکور ودان شو ) نودا بشپړه جمله شوه اودواړه اساسي برخې یعنې مبتدا او خبر یې تکمیل شول .
      ۲ـ په یو عبارت کې دتل لپاره یوه برخه دبلې برخې یا یوه خپلواکه کلمه دبلې خپلواکې کلمې تابع وي چې یو یې کلمې ته تابع کوونکې اوبلی ته تابع شوې کلمه ویل کیږي نو ځکه یې مانا او مفهوم کامل نه وي او تقریبا د یوې مرکبې کلمې حیثت غوره کوي .
دبیلګې په ډول (د کابل مڼې) عبارت . په دې عبارت کې ګورو چې د (مڼې) کلمه د (د) د اضافت په واسطه د (کابل) دکلمې تابع شوې چې (کابل) تابع کوونکې کلمه او (مڼې) کلمه تابع شوې کلمه ده .
      ۳ـ عبارت د کلمې په نسبت لوی او د جملې په نسبت نیمګړی او کوچنې وي . اودا ځکه چې له یوې خواله دوه خپلواکو کلمو څخه جوړ وي او له بلې خوا دجملې په شان دخبرو برخه نه لري .لکه د ( زمونږ ټولګی) عبارت چې له یوې خوا دوه خپلواکې کلمې لري او له بلې خوا د جملې په ډول یې د خبربرخه نشته .
      ۴ـ عبارت یا ساده بسیط وې یعنې له دوه خپلواکواومستقلو کلمو څخه جوړ وي لکه دا لاندې عبارتونه :
      دغاښ برس، دوطن مینه ، نیکمرغه ژوند ، او داسې نور... او یا هم مرکب وي یعنې له دوو څخه زیاتو خپلواکو کلمو یا مورفمونو څخه جوړ وي لکه دا لاندې عبارتونه :
زما  د غاښو برس ، زمونږ ګران هیواد ، دوه دلوست کتابونه او داسې نور...
       همدا سبب چې د ژبې پوهانو دجوړښت له مخې په دوه برخو ویشلي چې ترتیب یې په لاندې ګراف کې وینې :


عبارت د جوړښت له مخې


ساده عبارت

مرکب

د کابل ښار

د کابل

 

 

یو بله بیلګه یې چې د اضافت (د) هم ونه لري داده

ساده عبارت

مرکب عبارت

ښه سړی

ډیر ښه سړی

 

د ساده او مرکب عبارت د ښې زده کړې لپاره لوستونکي کولای شې چې دوی پخپله له لاندې خپلواکو کلمو څخه ساده او مرکب عبارتونه جوړکړي .
      مور،پلار ، وطن ، مینه ، ایمان ، غیرت ، خپلواکي ، ژوند ، کتاب ، قلم ، ګران ، زما ، هیواد ، پلورنځی ، زړه ، سړی ، ټولنه ، ژمی ، ټوکر، نیکمرغه ، زده کړه ،څوک ، بزګر، پښتو ، کور، لاس او داسې نور...

 

د عبارت ډولونه

      په پښتو ژبه کې د عبارت ډولونه خورا ډیر دي خو مونږ د اړتیا له مخې یواځې د هغو څو مهمو او ضروري عبارتونو یادونه کوو چې زمونږ درسي پروګرام یې ایجابوي او زمونږ دمحصلینولپاره د هغوی زده کړه ضروري او اړينه ده .

نومیزیانوم لرونکي عبارتونه:

 نومیز یا نوم لرونکي  عبارتونه هغو عبارتونو ته ویل کېږي چې اساسي او عمده برخې یې له نومونو څڅه جوړه شوې وي . دا عبارتونه کیدای شې په غونډله یا جمله کې دمبتدا یا خبر په برخه کې راځي .

نومیزعبارتونه دالاندې ډولونه لري :

      ۱ـ اضافي عبارت :

 اضافي عبارت کیدای شې له ددونومونو څخه جوړ وي اودا چې د اضافت (د) هم ورسره ملګری وي نوځکه یې اضافي عبارت بولي .په دې ډول عبارتونوکې یونوم دعنعنوي ګرامري څیړنې له مخې مضاف الیه او بل نوم مضاف راځي اود (د) د اضافت توري په واسطه دیوه نسبت وبل ته کیږي .لکه : د کابل ښار ، د بریالي کتاب او داسې نور .
اضافي عبارت بیا د مانا له مخې نور ډولونه لري چې خورا مهم یې دادي :
      الف ـ ملکي اضافي عبارت : په ملکي اضافي عبارت کې مضاف الیه دمضاف مالک وي اویا دمضاف الیه ملکیت د(د) په واسطه په مضاف باندي ثابتوي . دبیلګي په ډول (دتوریالي کور) په دې عبارت کې ګورو چې لومړی د اضافت توری (د)راغلی او بیا مضاف الیه (توریالی) او ورپسې مضاف (کور) واقع شویدی اود (کور) نسبت داضافت د(د) په واسطه(توریالي) ته شوی اود (توریالی) ملکیت ګرځیدلی دی .
      که چیرې په ملکي اضافي عبارت کې مضاف الیه متصل یاکمزوري شخصي ضمیرونه وي لکه (مې، دې،یې)نو بیا دا ضمیرونه تر خپل مضاف وروسته راځي او (د) داضافت ادات بیا ورسره نه راځي . لکه :( کتاب مې ، کتاب دې، کتاب یې ) اوداسې نور.

ب ـ اختصاصي اضافي عبارت :


 په اختصاصي اضافي عبارت کې مضاف ،مضاف الیه ته مختص شوی وي .لکه پدې لاندې عبارتونو کې:
دسرک غاړه ، دګلو باغ ، د کور دروازه  او داسې نور...
      په پورتنیو عبارتونوکې ګورو چې د (سرک ،ګل ، کور) کلمي هم نومونه او مضاف الیه واقع شوي دي اود(غاړه ، باغ ، دروازه ) کلمي هم نومونه او مضاف په ډول راغلي دي . (د) داضافت توری اود( غاړه، باغ ، دروازه ) کلمې یانومونه چې مضاف راغلي ومضاف الیه ته مختص شوي .

ج ـ بیاني اضافي عبارت :


 په بیاني اضافي عبارت کې مضاف د مضاف الیه له جنس څخه وي یعني یوشی د خپلې مادې وخواته منسوب شوی وي ، یعني په بیاني اضافي عبارت کې مضاف الیه او مضاف دواړه له یو جنس څخه وي .لکه په دې لاندې عبارتونو کې :
       داوسپنې سیخ، طلایي ګوته ، وریښمین ټوکر اوداسي نور.
       په پورته عبارتونوکې ګورو چې (اوسپنه ، طلا ، وریښم ) کلمې نومونه دي او مضاف الیه راغلي دي اود (سیخ ، ګوته ، ټوکر ) کلمې هم نومونه دي اود مضاف په ډول راغلي دي ،چې له یوې خوا مضاف الیه او مضاف له یو جنس څخه دي اود بلې خوا دمضاف کلمې د مضاف الیه په وسیله بیان شویدي .

دـ تشبیهي اضافي عبارت :


 په تشبیهي اضافي عبارت کې مضاف الیه دمضاف سره تشبیه شوی وي .لکه : پدې لاندې عبارتونوکې :
      دزړه تخت ، دبڼو غیشی اوداسې نور.
      په پورتنی لومړی عبارت کې د (زړه ،بڼو) کلمې مضاف الیه اومشبه واقع شویدي اود (تخت ،غشي ) کلمې مشبه به په دول راغلي دي اودا عبارتونه بې له تشبه له توري څخه یو له بل سره تشبه شوي اودتشبه توري ته پکې کومه اړتیا تشبه خو وجه شبه ددوی په منځ کې شته خو دا باید له یاده ونه باسو چې کله کله په تشبیهي اضافي عبارت کې د تشبیه توري هم رتلای شي لکه پدې لاندې عبارتونو کې :
      د صدف په شان غاښونه ، د نرګس غوندې سترګې، د لعل په شان شونډې اوداسې نور.
چې په لومړي عبارت کې (په شان ) په دوهم عبارت کې (غوندې ) په دریم عبارت کې هم (په شان ) د شبه توري دي او وجه شبه هم لري.

هـ ـ استعاري یا مجازي اضافي عبارت :


      پدې ډول عبارت کې دمضاف الیه او مضاف ترمینځ رښتینی اړوندتوب (حقیقي تعلق) موجود نه وي بلکي مجازي تعلق د زړه سترګې ، د خیال وزري ، اوداسي نور.
چې په پورته عبارتونوکې (زړه ، خیال ) مستعاراومضاف الیه واقع شویدي او (سترګې، وزرې) مستعارمنه او مضاف په ډول راغلې دي .

یادونه :


 دنوی ګرامري تیورې له مخې د ا ډول عبارتونه یوازي ددوو نومونو څخه جوړشوې عبارتونه بولي اونور مسایل لکه مضاف اومضاف الیه یا په نورو مختلفو نومونو یا اصطلاحاتو نه یادول کیږي .

۲ـ له نوم او ستاينوم څخه جوړشوی عبارت :


 دا ډول عبارت له نوم او ستاينوم څخه جوړشوی وي .که : ښکلی ښار، لوړه ونه ، روښانه فضا ، اوداسې نور. چې زمونږ ژ&