د غونډله پوهې (نحوه) په نامه کتاب د چاپ تر پولې ورسېد



د پوهنمل محمدآقا (شېرزاد) او پوهنيار جانداد (الکوزي) له خوا د محصيلينو او نحوي کتابونو اړتياوو ته په کتلو سره دا کتاب وليکل شو، چې د کمپوز، ډيزاين او کمپيوټر چارې يې د رفيع الله (ستانګزي) له خوا سرته رسېدلې دي او د صميم ادبي ټولنې له خوا ورته په ښکلي صحافت د چاپ زېور واغوستل شو.

لومړی: په دې اثر کې لومړی دغونډلې پوهې پیژندنه شوې اوددې علم اړیکي د تشریحي ژبپوهنې دنورو څانګو سره جوتې شوي دي . د عبارت او ترکیب ځانګړتیاوې په ګوته شوي او هم په غونډله کې د مورفیمونو ترمینځ اړیکې څرګندې شوې دي .
       دویم: د جملې په اساسي برخو اوددې برخو په موقیعتونو او همدارنګه د جملې پیروي برخې څیړل شوي دي .
       دریم : د جوړښت ساختمان او مانا له مخې د جملې په ډولونو باندې بحث شوی.
      څلورم: داړوندتیا په صورت کې اصطلاحات اومتلونه د اړتیا له مخې څیړل شوې دي او په پای کې د محصلینو د لاښې پوهیدنې لپاره د جملې تجزیې ته ځای ورکړل شوی او دهرې برخې پوښتنې د هغې برخې په پای کې راوړل شوي دي .
      موږ په دې باوري یو که د پښتو څانګې زده کړيالان (محصلین) او د پښتو ژبې مینه وال پورته ذکرشوومطالبو له تدریس څخه لازمه ګټه واخلي نو په اړوندې برخې کې به دلازمو وړتیاو درلودونکي شي.
د دې کتاب د تر لاسه کولو لپاره د لاندينو پتو سره اړيکه ونيسی:
1- کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون، پښتو څانګه
2- رفيع الله ستانګزی، نوی ښار، کابل افغانستان
rafiullah.stanikzai@gmail.com ، rstanikzai@hotmail.com او rafiullah.stanikzai@yahoo.com
3- يا هم  د ګرځنده لرغږي په لاندينۍ شمېره زنګ ووهی:
0092(0)700308908

 

 


 

 

   
 

 

د پاڼې سر ته