د اسير منګل "اېشمه" خپره شوه
د لرې پښتونخوا د نامتو ليکوال، شاعر او کره کتونکي پروفېسر اسير منګل نوې شعري ټولګه د "اېشمه" په نامه چاپ او خپره شوه.
په يو سل او نوي مخونو خوره وره دا شعري ټولګه نه يواځې د اسير منګل اوسني تازه شعرونه په خپله غېږه کې لري بلکې د هغه د پخوانيو شعري ټولګو انتخاب هم پکې شامل کړاى شوى دى.
ډاکټر محمد اعظم اعظم ددې شعري ټولګې سريزه او پروفېسر محمود اياز يې تقريظ ليکلى دى.
د کتاب د کمپوز او ډيزاين چارې افغان کمپوزنګ سنټر او د چاپ چارې يې دانش خپرندويه ټولنې ترسره کړې دي. تړون يې (د هغې اېشمې...) په نوم شوى چې د ليکوال (د قام په انګڼ کې يو نوى ګل راوټوکوى).
د پښتو ادبي چمن ټل، دانش کتاب خانې، يونيورسټي بک ايجنسۍ او نورو کتاب پلورنځيو څخه ترلاسه کېداى شي.

عبدالهادي حېران

 

 

 

   
 

 

د پاڼې سر ته