پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی
سپوږمۍ بیوسه ده پرې؛ د لمر څه هېله نشته؛ ای د سبا ستوریه ! زاري، زاري ده درته ، ته خو راو خیږه زمونږ پر اسمان ؛ چې دې درنې تیارې ..... مونږه کړو ټول وړانده نور اوهیڅ شئ نه شو لیدای : نه خپل اونه هم پردي ، د لارې مله اوغله خو پریږده پر ځای ، چې خپله لاره مونږ نه هم ورکه ده . ای د سبا ستوریه : زاري ، زاري ده درته ..... لږ څه په بیړه هله ..... په مونږه وځلیږه ! چې خپله لاره کړو پیدا او خپل منزل ووینو . ۲۰۰۱.۶.۲۴
اسد زمری