پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی
د تو تکېو کډې وکو چیدی، د ساړه ژمي له راتللو سره ؛ هره خوا سپینو واورو وپوښله .... له هره کوره د لو ګیو سلسلې جګې شوې ..... یخنۍ کنګل کړه هر څه ، د خو ځیدو توان ئې له هر چا ویوړ ، داور ګرمي کمه شوه ، د لمر تودوښه لږه . ژمی شو اوږد له پخوا، او خلک ئې تنګ کړه په ځان ، په بې صبرۍ ئې د پسرلي د راتلو لار څارله ، د انتظار شپې هم د ژمې په څیر ..... اوږدې، اوږدې تیریدې . د تو تکیو دراتللو کومه نښه نه وه و خو ټولو دا ویل چې : پسرلي راځی او خواه مخواه به را ځي ..... او تو تکۍ به بیا د شنه اسمان به خلا صه غیږ کې ؛ اوړي رااوړي او غوغا به کوي . یا به د لوړ چنار له جګه شاخه ، په قیل او قال لکه تل .... په خاوندانو د فیل ..... د خپلو تیرو حماسو په هکله .... مسته وینا به کوي؛ ژمي به تیر شی اخر ..... اوتوتکۍ به بیا وطن ته راشي
۲۰۰۱.۷.۱
اسد زمری