سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

پیغور

د  پردیو   تر   قدم   لاندې    شول     مړاوي
«د   خوشحال    د     قبر     سره لاله    ګلونه»
د   انګریز   د    پرونیو    ماتو     غچ      کې
ریز   مریز  شول   د   اکبر- امین     سرونه
په دنیا باندې  د بوش  د خدائۍ  غږ  دی
د نمرود   او  د شداد    هیر  شول   یادونه
د افغان   د پګړۍ   ول   په ول     خر څیږي
غیرت ورک شوو په ننګ مات شول اورمیږونه
ټیټې سترګې،ورانه  خوله  او  پته   غاړه
پلورل شویو کړل رواج دا ټیټ    دودونه

څنګه خوار شو د میرویس او روښان برم
نن   زمریو    ته    ګیدړ     چیچي   غاښونه
۲۰۰۲.۱۲.۷

 

سودا

خرڅول   د  مور   او   پلا ر خو  مونږ   ته    ننګ   وو
یادول     به      ئې       په     بدو       تیار      جنګ     وو
وطن    مور  او  پلار   وو  ، دواړه    مو  سودا  کړل
تر دوې  خوږ  مونږ  ته  د  شنو  ډالرو  شرنګ وو

۲۰۰۲.۵.۵

بازار

هستي اور شوه د نیستۍ  ویره شوه ورکه
د ژوندون  پانګه  د مرګ په تول  شوه  سپکه
د   عزت   او   د   آبرو     بازار    شو       ګرم
هر    افغان     نه    د علاج      لاره     شوه   ورکه

۲۰۰۲.۵.۵

 

 

اسد زمری


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته