پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی
تیاره او ستوری
زمونږ پر کلي باندې، توره تیاره خبره ده ټول شیان تت دي، څوک څه نه شی لیدای د تورو وریځو لړۍ دي هرې خواته تللې ، کله ناکله لا د ژمي د سیلۍ غږونه ، زمونږ پر زړونو باندی نوی واهمه خپره کړي ، خو دغه توره شپه کې ، هاغلته لیری د اسمان په ګوټ کې ، یو سپینکی ستوری ښکاری ؛ له لیری ،لیری نه دی ، د یو ماشوم په شانې ، له لا یزاله انرژۍ ځینې ډک .. چې تل لاس اچوی د مور ویښتو ته ... مدام دا هڅه کوی ، تر څود لمر شغلو نه ، یو څه را کش کړي ځانته ، او د تیارې په لور ئې چې ئې زمونږ پر کلي تور څادر خپور ساتلی د سوزیدونکو ... ځلیدونکو... څو نیزو په توګه بی زغرده و غورځوي ؛ او زمونږ کلی خپل نظر ته خلا ص کړی خو دغه ستوری مونږ نه ، او رڼا ئې نه د لمر ؛ ډیر زیات ګوښه پروت دی ، او د تیارې دا سارا ، ډیره اوږده پرته ده . * * * چې ورته ځېر شومه ښه ، هلته هیڅ ستوری نه شته ، څه چې لیدلی وو ما ... هغه زمونږد امیدونو یو سراب غوندې وو... چې ددې شپې په زړه کې ... لا هم ویده دی ویده .
اسد زمری