سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

څپیړی

موری مرګ دې زما  زړه له ټولو  سوړ کړ


ستا  غمونو نور     له دې    دنیا نه موړ کړ


چې مې  شین کړ   مخ  ،  دتا  د  غم څپیړو


په  صورت ئې  ژوندی مړی رانه جوړ کړ

۱۹۹۳.۱۲.۲۶

 

 موری

 

چې پروت     تر  قد مو  لا ندی جنت    دی


ستا مقام     ماته  له هر چا نه  او چت  دی


ته  مړه  نه ئې څو  ژوندی یمه  زه   موری


دتا  نوم  زما  غمجن  زړه  ته    قوت  دی

۱۹۹۳.۱۲.۲۲

 

 

لویه خدایه

تانه  نه غواړمه خدایه هیڅ شی  ځان ته


وږی   نه یمه   زه ستا     سپیره جهان   ته


زما   مورته  د  جنت ورونه    کړه    بیرته


زه   به    واچوم    لا سونه    ستا قران ته

۱۹۹۳.۱۲.۲۲

 

 

اسد زمری


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته