دحمزه صاحب د:
چې بې تا چاته ټیټ نه شي ننګیالی زما زوندون کړه
زما زړه دې مسلمان وی ،تفکر مې د پښتون کړه » په اقتفا
مرو ر بهار مې زر ، زر په وطن بیرته را ستون کړ
دا خزان ،خزان چمن مې، راته بیا هسې ګلګون کړه
له همزولو نه شرمیږم ، یم د سیال له سیالۍ پاتې
بیا مې سیال کړه د سیالانو ، بیا مې هغه نر پښتون کړه
د تیارو په کنډوالو کې ، د بلا په منګل ښکیل یم
هر یو ګام زما پاڅون کړه ، بریالی زما شبخون کړه
ډنډوره مې د کاله ته ؛ له هر کوره را بهر کړه
د زاړه برم غوغا مې له پخوا راته افزون کړه
په پښو مې ز ولنې دې ، لاس مې مات ، خوله مې تړلې
یا مې بند کړه د مرګ کام کې ،یا آزاد زما ژوندون کړه
سترګې نه شم غوړولی ، د بی ننګه ورور له شرمه
یا ئې سم د ننګ په لار کړه ، یا ئې خاورو کې مدفون کړه
د افغان د پګړۍ ولونه ، د لیلام په بازار خرڅ شول
ته ئې پت ورته پر ځای کړه ، ته ئې جګه تر پرون کړه
د نېکونو ټول قبرونه ، راته وران کړل نن ټانکونو
دې مغولو ته یو ځل بیل ، ستر خوشحال خټک بیرون کړه
په یوه ټغر راټول کړه ، سره دا مرور ورونه
د غماز ئې بیا له درده ، شېن ناولی زړه ، لړمون کړه
د وطن خاوره خو مونږ ته ، تر قدم لاندې وریښم وه
نن په هر ګام کې کې مرګ کې مرګ ښخ دی، دغه نن مې بیا پرون کړه
څه هم خپلو ، څه پردیو ، دا جنت نه دوزخ جوړ کړ
د پردیو د رنګ ورک شی ،دغه خپل په پیوستون کړه
د نفا ق او کېنې زړی ، مو له زړونو را بهر کړه
مونږ نه هیر دغه عادت کړه ، مونږ کې مات دغه تړون کړه
د غربت در د مو خاونده ! د ولس له تنه ورک کړه
هر یو بیا پتمن افغان کړه ، هر یو بیا هلته مسکون کړه
د خوښیو په باران کې غمځپلي ښه خړوب کړه
نور مې ختمې کړه دا ساندې نور مې بس دا زړه چاودون کړه
د فانتوم او میګ پر ځای مې ، خپل ګربت ته وزر ورکړه
زما خپل دغه دنګ غرونه ، د غم سر لره زنګون کړه
د هلمند اوبه مې کام کې ، د خپل قوم زلال ،زلال کړه
د کنړ د زوږ له شوره ، هر دښمن زما زبون کړه
کندهار کې انار باغ ته ، په مزار کې لاله زار ته
زما وینه ئې اوبه کړه ، ته ئې بیا راته زرغون کړه
د نارنج د ګل په بوی مې له میخوارو نه نیشه کړه
بیا مې «جام » راته را ډک کړه ،پیمانه زما جیحون کړه
ته مې ګل د زړه له کومې ، خپل بلبل ته په خندا کړه
بیا لیلی مې ګل غونډۍ کړه ننګرهار مې بیا مجنون کړه
خوشحالۍ که نیکمرغۍ دي، هوسائې که سوکالۍ دي
لټوم ئې تل افغان ته ، بریالی مې دا لټون کړه
دغه سوال د عا جزۍ دی ، خو ئې ته په ستر کرم خپل
هر یو حرف لکه سکروټه ،هره کرښه ئې لمسون کړه

|