سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

الیشنګ

چې د اسمان ستوري شي ټول د کهکشان په غیږ کې


چې     مرغلرې   واوریږي     ددامان    په     غیږ         کې


چې     له جلوو او له    رنګو   نه    توفانونه     شی جوړ


چې یاسمن شی په مستۍ    د ګلستان   په    غیږ   کې


هسې بهیږي الیشنګ د شنه لغمان په غیږ کې

 

چې    د کرنج     مماڼې     وزانګي    د غرونو    په   ټال


چې د سالاو     ښکلا شي   غبرګه       د ګلونو په ټال


چې د وایګل نخرې شې برې د فردوس سیالۍ کې


چې ټول  پسرلی شي  غونډ یواځې د افغان په غیږ کې


هسې بهیږي الیشنګ د شنه لغمان په غیږ کې


چې   د سنګر   ناره    شی     غبرګه    د جهان سینې ته


چې       د کاوون غاړه شی جګه د   اسمان سینې ته


د کُنج  ښامار چې    مخه وکړي    ددامان سینې ته


لکه جرس چې په غوغا وی   د کاروان په غیږ کې


هسی بهیږي الیشنګ د شنه  لغمان په غیږ کې


له دولتشاه نه چې وږمه    د ورور ولۍ    شی جګه


له  مندراوړ   نه     چې   جرګه د خپلولۍ شي جګه


له    نورلامه     چې    نعره    د تلولۍ       شي    جګه     


غیرتي زړه چې په مستۍ وی د یو ځوان په غيږکې


هسې بهیږي الیشنګ د شنه لغمان په غیږ کې


د ملګرتیا    بزم یی  مخ ته     الینګار   جوړ    کړی


نو د الماسو    له دانو  ، لغمان  ته هار   جوړ کړی


د ګلو فرش چې یی راتلو ته ننګرهار جوړ   کړی


لکه    بریښنا     چې    وځلیږي د باران په غیږ کې


هسې بهیږي اليشنګ د شنه لغمان په غیږ کې

 

 

اسد زمری


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته