|
ساقي راځه چې په توبو وخيږو
په خپلو تېرو نا کردو وخیږو
سره راټول کړو مرور ملګرې
هغه درزم او ساغر ملګرې
تته مستې کړو مړو رګونو کې بيا
ګډه ګړو ماته ځنخيرونو کې بيا
دلمبو لپې که جامونه دې ستا
د لمر کاسې مست نظرونه دې ستا
ياران يخنۍ نه دې کنګل وهلي
ځينی لا ښکارې چې ځنګل وهلې
کامونه وچ له تندې ، شونډې چاودې
سترګې دې وږې ،دزړه پوندې چاودې
چیرته ويده يې چې خپل ځان دې شو هېر ؟
څومره نیشه يې چې جهان دې شو هېر؟
پاڅه راډک کړه مونږ ته بيا جامونه
ډک له سکروټو او رڼا جامونه
هله در ځار شمه تلوار کوه لږ !
!هله چاره دتريخ خمار کوه لږ
راشه لاهو مو کړه مستېو کې بيا
مونږ ه حساب کړه په هستېو کې بيا
چې په جهان نوې غوغا جوړه کړو
له رنګېنو ډکه دنيا جوړه کړو
لاسونه تاو کړو په ګډ ا شو سره
سرونه جګ کړو په خندا شو سره
څو به خپل سر په مات ورميږ ګرځوو
څو به مات زړه داسې په غيږ ګرځوو؟

|