سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

تیری قصې

پاتی شوه له  مانه د پیالو   قصه
هغه د ساقی    او میکدو      قصه
هغه د انګور دزړه ، د تاک دلور
هغه داورونو   او    اوبو       قصه
هغه د مستۍ او بی خودۍ هېلې
هغه     د شورونو   او بزمو  قصه
هغه عربدی    او د  خمار    څپې
هغه د نیشو   او    تماشو  قصه
هغه د   مغانو   خرابات   او  دېر
هغه   در ندانو    د نعرو     قصه
هغه   د خوښیو   او     خندا بزم
هغه د رباب، چنګ او نغمو قصه
هغه په توبو باندی مات شوی خم
هغه   په   شرابو    د توبو قصه
×××××
هغه تور پیکی او ول په ول زلفی
هغه د   ځنځیر   او زولنو      قصه
هغه د   خوبانو   د     جفا داستان
هغه   د آرمان      او حسرتو قصه
هغه لیونتوب او رسوائې د عشق
هغه د    خوږو   او   د  ترخو قصه

 

هغه تودې اوښکې او ساړه ځګیروي
هغه   د   آهونو   او   سلګو   قصه
هغه د کږو وروځو  ،  بڼو افسون
هغه د سرو شونډو او بارخو قصه
هغه د وصال او کامګاریو خوند
هغه   د فراق    د    ترخو شبو قصه
هغه   د   نیازونو   ا  و نازو    لړۍ
هغه   د ناغو   او   د   غمزو   قصه
××××××
 هغه د ګلونو او غونچو ښکلا
هغه د   شنیلیو   او باغو  قصه
هغه د بورا د   سرګردانه   ژوند
هغه   د  بلبل   د   ترانو        قصه
هغه   د خزان   د جفا ګانو دور
هغه   د رنګینو    پسرلو     قصه
هغه ه صحرا کې د غا ټولو جوش
هغه په چمن کې د   رنګو   قصه
هغه په ګلشن د خوشبوئې غوغا
هغه   د ځړو بو   د    نغمو   قصه
هغه د طو طیانو شور ما شور هر خوا
هغه   د مرغانو   د     سیلو قصه
هغه د ښایسته و پتنګانو رنګ
هغه   د نسیم    او د وږمو قصه
××××
هغه د سرنیو او ډهلو   غوغا
هغه دسازونو او   نغمو قصه
هغه د رڼا او روښنا ئې  جلوې
هغه د سبا د سر و شغلو قصه

 

هغه د پا څون او د رزمو هځې
هغه د بزمونو   او   میلو قصه
هغه د شپنو د های او هوی چیغې
هغه د ایلبند او سردرو قصه
هغه له غوغا او شور نه ډک ماغزه
هغه د بدلون او جنګیدو قصه
هغه د ولس د خوشحالۍ څریکې
هغه د توغونو او جشنو قصه
هغه د بزګر د سوکالۍ هیلې
هغه د کارګر د ویښیدو قصه
×××××
اوس ماتم د تللي خواږه عمر دی
یا د غورځیدو او پرځیدو قصه
منډه د بریښنا وه  تورو وریځو کې
یا وه د ځوانۍ   د   تیریدو قصه
چیرته به کوږ بار د ژوندون واړوم
نشته    تر منزل   د  رسیدو   قصه
ښخه هدیره د نامرادۍ کې شوه
 هغه   د ښو   هیلو ،  امیدو  قصه
کوږ قامت ،مات زړه او بی امیده ژوند
دا وه   له زمان    سره    د تلو قصه
بخته   ګیله من   له  تانه ن  ه یمه
حق ده   د کرلو   او   ریبدو  قصه
ښه ده چې کړې تیری هیر زمریه نور
پیل   کړه په خندا د زړیدو قصه

۱۹۹۹.۴.۲۱

 

 

اسد زمری


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته