زما د شعرونو یوه مجموعه چې نوم مې ورته« د لمبو کلی» ایښی وو،د کابل له دولتي مطبعې او یو شمیر نورو کتابونو سره یو ځای د مجاهدینو به لاسو وسوځیده،دا شعر په همدې مناسبت لیکل شوی دی.اوس چې د نوموړې مجموعې شعرونه راسره نشته او له وطن نه هم «د لمبو کلی» جوړ دی نو دا مجموعه مې هم داسې وتوموله.
وسو په لمبو کې د لمبو کلی دا د ښکلو هیلو او اسرو کلی
هره خښته ئې زما ټوټه دزړه خټه ئې په وینو وه لمده دزړه
وه هوائې مسته ولوله د زړه دا مې وو د روح د اوسیدو کلی
وسو په لمبو کې د لمبو کلی
هلته اوسیدل مې امیدونه ټول هلته غوړیدل مې ارمانونه ټول
هلته نڅیدل مې هوسونه ټول دا زما د ټولو اندیښنو کلی
وسو په لمبو کې د لمبو کلی
هلته جذبې مې د ځوانۍ پټې هلته انګازې مې دیارۍ پټې
هلته مې د زړه بی قرارۍ پټې دا مې وو د مستو ولولو کلی
وسو په لمبو کې د لمبو کلی
هلته احساسات ټول خوټیدل زما هلته ټول رازونه ښکاریدل زما
هلته ټول غمونه بلیدل زما دا مې د ښادیو او غمو کلی
وسو په لمبو کې د لمبو کلی
هره پوله ئې حد وو د غمو زما هر پټی ئې کښت دترانو زما
هر بوټی ئې ځاله دآرزو زما دا مې د شنیلیو او ورشو کلی
وسو په لمبو کې د لمبو کلی
هر انګړ کې جوش وو د ژوندون غلی هر کور کې جنون وو د هامون غلی
هره خونه کې ئې نن،سبا،پرون غلی دا مې وو د غلو تو فانو کلی
وسو په لمبو کې د لمبو کلی
هر خواته ژوندۍ وې د پاڅون هڅې هر خوا غږیدلې د لټون هڅې
هر شی کې تودې وی د بدلون هڅې دا مې وو د ځوانو تلوسو کلی
وسو په لمبو کې د لمبو کلی
هلته کلمې لکه سکروټې وې هلته ارادې تر پولاد کلکې وې
هلته پیمانونه ټولې ګټې وې داو و د زیارکښو پرګنو کلی
وسو په لمبو کې د لمبو کلی
دا کلی وو جوړ مې له شعرونو نه ښکلو څلوریځو غزلونو نه
جوړ وو له روانو سیلا وونو نه دا مې د احساس د پلوشو کلی
وسو په لمبو کې د لمبو کلی
بل پرې مجاهدو سره اورونه کړل جګ ئې ورته زړه نه تور دودونه کړل
خاورې اوایرې ئې سره لالونه کړل جوړ تری شو د ورانو کنډوالو کلی
وسو په لمبو کې د لمبو کلی

|