داسی سیلاو ته
د پای ټکی یوه اوښکه نه ده ....
او نه مرغی د هوا ؛
ښکلې، ځلانده ،بې بهایه مرغلره ده دا .......
پام چې بی قدره ئې نه کړې !
دغه آبداره مرغلره به دوچو ونو بیخ اوبه کړی
په مړو شاخونو او نودو به ئې ګلان خپاره کړی
یو ګڼ ځنګل به شي شین ،
کړي به بادونه مهار ؛
د تبر ژبه به له څټه ووځي ،
په هره څانګه کې به ځانګي د ګلونو ګیډۍ ،
او د مرغانو ځالي
بیا به ددنګ غره د تیغې له اړخه
د شنه ځنګل په لوري ،
د ژوندانه په ولو ،
د لمر زرینې او وریښمینې پلوشي والوزي ،
او دا د باد او دباران کنډواله ،
دا دسیلیو ژوبل ،ژوبل محل ،
به بیا زمونږ د آرمانو کلی شی .
دغه شین سترګی اسمان ،
که نن ونه ژړل ددې کلي او باغ په حالت ،
سبا به شین شی له خندا نه ........
د تا سرو ګلو ته !
۲۰۰۶/۲/۲۳
اسد زمری
ددې پاڼې ټولې ليكنې دليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي ،ددي پاڼې ملګرتيا ورسره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي