پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی
پرون مو شپو کې هم رڼا لېدله خو نن په ورځ کې هم تېارې ښکاري په خیال کې هم که جام ته ګوتې وروړو د محتسب لاس کې درې ښکاري که د توبې درګاه ته واړوو مخ خالي تړلې دروازې ښکاري دمېنی بزم کې مو سوی وزر یا په ژړا بلې ډیوې ښکاري اوس د مطرب له شونډو اورو آذان محشر نږدی شو معجزې ښکاري چې هم ویل هم اوریدل کفر شول د کڼو سترګو کې فتنې ښکاري حورو ته پریوتې زندۍ له څڼو بس د غلمانو نا کردې ښکاري رندانو هله پیر پیدا کړئ زر شئ چې خرابات کې صومعې ښکاري له خوبه پا څوئ زمري فکرونه تنګې د خلکو حوصلې ښکاري
۲۰۰۱.۶.۲۴
اسد زمری