سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

دمور په غم کی

ای سیندونو زه له تاسي نه حه غواړم!

ټول شی وچ چې زه دمور په ویر کې ژاړم

که مې ډوبه شوه دنیا اوښکو کې ټوله

زه ګرم نه یم چې ئې په غم له ځانه لاړم

۹۳/۱۲/۱۰

دمور دمړینی سوال

په محشر کې چی ژوندی بیا ټول جهان شی

هر مخلوق لپاره جوړ ستـــر امتـــــحان شی

زه بــــــــه سوال دخـــپلې مور ور ځنی وکړم

خپله خدای به می ځواب ته هک حیران شی

۹۳/۱۲/۱۰

تعجب

په یوه سپرغۍ مې چیغه ځي آسمان ته

په یو ووړ خوږ وایم اور ورکړم جهان ته

څنګه دود او ایره نــه شو دمور مرګ کې

زه حیران یمـــه داخپل ناتـــــوانه ځان ته

۹۳/۱۲/۱۰

دلمبو فوارې

ای بې روحه ، بی احساسه سړې ځمــکې!

داسور اور  د  دې ساتـــــلی څـــله زړه کې؟

فـــــــوارې بـــــه دلمــــبــو وي جوړي کـــړې

چی می مور کښیوته ستا په  تیاره تــله کې

۹۳/۱۲/۱۰

زما مور
ددنــــــیا غــــــمـــــونه ئـــــې
واچول په زړه کې
زر اغـــــــزی شول ورته شــــــنه په هریوپله کې
دمرګـــــــی بلا پــــــرې نــــــه ښـــــــــوده نفس ته
دزړه پاتې ئې شول په زړه،دخولی په خوله کې
۹۳/۱۲/۱۸

زما دعا 

تور لــحــد دې څراغانشه زما مــــورې

په محشر دې مل سبحان شه زما مورې

جنـــتـــونه دې پښو لاندی پــــراتــــه وه

په فردوس کی دې مکان شه زما مورې

۹۳/۱۲/۲۱

 

 

 

اسد زمری


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته