سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

په  خپل کور کې مسافره

مسافره      ورنه        لاړل          اولا د و نه
شوه  یوازی ، لور    په لور ئې کړاوونه
نه څوک پاتې شول چې وئې پوښتي حال تری
چې ټکور   ئې کړي    د زړه ژور زخمونه
نه چې پاکې ئې کړي تړمې تړمې اوښکې
په زخمی روح باندی ئې وا وښتل غمونه
تنګ ګوګل کې ئې نفس په سوځیدو شو
په بیمار بدن ئې راغلل   سخت    دردونه
په سختیو کې   ئې   ویلی   حوصله شوه
شول ئې بند سوی  سینه کې    فریادونه
بیکسۍ کې مرګ تری هم حیا ونه  کړه
نامردۍ   کې ئې  پرې   وکړل ګوزارړنه

۹۳/۱۲/۱۰

 

 

اسد زمری


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته