سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور
پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی
د نارنج زړه
جنګ کې مو څیره د امن هیره شوه
مونږه نه سودا د مامن هیره شوه
څنګه شوخراب بهار،بهار وطن ؟
اوس ورنه سیالي د عدن هیره شوه
نن د پسر لي خوند وینو وړی دی
ځکه مو آرزو د چمن هیره شوه
جګ فغان له کوره د افغانه دی
ځکه نو خندا د غمجن هیره شوه
جوش د پسرلي ، زوږ د مستۍ څه شو؟
ګل نه دروازه د چمن هېره شوه
لا ده د چاودنو واهمه ګرمه
ویره له هر چا د کفن هیره شوه
رنګ نن د ماتم جامې اغوستې دي
پر خې نه خندا ماسختن هېره شوه
بو ټي لا ویده دي تورو خاورو کې
خوارو نه آرزو د رستن هېره شوه
پاڼه لکه زړه د افغان مړاوې ده
ونې نه سیالی د هسکمن هیره شوه
تور بلبل د زړه په وینو سور ښکاري
ګرمه ولوله د سخن هیره شوه
ناست بورا په ورانه کنډواله ژاړي
مسته زمزمه د سمن هېره شوه
نه څري هوسۍ په ورشو ګانو کې
اوس ترینه نافه د ختن هیره شوه
نه خوځي وږمه د سباوون دلته
چیرته ئې سودا د چان هیره شوه
نه ښکاري سیلونه د مرغانو نور
تنده ولوله د شکن هیره شوه
هغه د لاله و سارانۍ غوغا
لاړه نن د دام او دمن هیره شوه
شاخ د غا ټول مټې د ځوانانو دی
پیغلو نه میله د دمن هیره شوه
موج د ښکلا څه شو چې ډوب هر څه
ګرمه هنګامه د ګلشن هیره شوه
نه د طراوت اونه د عطرو جوش
څنګه آوازه د عدن هیره شوه
ډک د نارنج زړه دې له تڼاکو نه
ګل او شګوفه ئې سږن هیره شوه
نشته د شپې زړه کې د مستانو شور
ژوند نه اوس کوڅه د وطن هیره شوه
څه شول څڼور او بریتور ځلمي؟
چیرته ولوله د آتڼ هیره شوه؟
پیر د خرابات او مغان چیرته دی؟
سترګو نه څیره د پتمن هیره شوه
ټول ميين د غم په جېل پریوتی دی
هر یو ه نه خوښی ددیدن هیره شوه
باغ او پسر لی کړ کارغه اېل ځانته
ځکه نن قصه ددښمن هېره شوه
له تور بورې ،ارزګان ،شادیانو نه
کارنامه د زوړ تمو جن هیره شوه
باز او شاهین واړه وزر ماتي دي
اوس ورنه حمله د زغن هیره شوه
ماتې د اتل کروړ چا مټې کړې؟
ځغاسته ئې د غشو د من هیره شوه
کاڼي ئې د باران په ځای را وشیندل
مونږ نه یارانه د هسکمن هیره شوه
هر عاصی اوس لټه د ثواب کې شو
شیخ نه واهمه د مدفن هیره شوه
وخت د شرم سیند کې کړل لاهو هر څه
ځینو نه سودا د لمن هیره شوه
در ست افغان د ځان په غم اخته ښکاري
ټولو نه سودا د وطن هیره شوه
نه ننګیږی دا ویده ویده ولس
کریکه نن د هر لوغړن هیره شوه
ځان باندې که بلې کړی لمبې زمری
نورونه ګرمې د خوږلن هیره شوه
اسد زمری
ددې پاڼې ټولې ليكنې د
ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور
سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي
اړيکۍ
|
د پاڼۍ چلونکۍ
|
د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته