قدر د تورو تورو وکړﺉ چې دا سپېن ارزان شې رحم په تورو باندې وکړﺉ چې دا سپېن پرېمان شې
دا ددې تورو خلکو آه دې چې دا سپېن مو ولې ټول رقېبان راپسې خاندې چې دا سپېن مو ځغلې دغه د هر ېوه انجام دې چې مو سپېن نازلې مېنه د تورو به کومه چې دا سپېن ارمان شې ځان سره سم بې (به ېې) ګرځومه چې دا سپېن سوزان شې
چې مې په قدر قاېل نشې نور ېې قدر نه کړم چې په مېدان راغاړه نشې نور ېې صبر نه کړم مل چې په لار راسره نشې ېاد بې (به ېې) تر قبر نه کړم دا مې ارمان دې چې جانان خپله ارمان ارمان شې رحم په تورو باندې وکړﺉ چې دا سپېن پرېمان شې
دا دبدبه ده د هر چا تېرېږې د نورو تلې ده هم ستا تېرېږې د جلالې اوښکې دې توي کړې سبا ستا توېېږې خوب مې لېدلې دې رقېبه په لاس ستا چې ېې رېښې ګرېوان شې جان به مې نه شې بېا هر څو که مې جانان جانان شې قدر د تورو تورو وکړﺉ چې دا سپېن ارزان شې
سېد نسېم شاه (جلالې)
12-Mar-2007
سید نسیم شاه جلالي
ددې پاڼې ټولې ليكنې دليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي ،ددي پاڼې ملګرتيا ورسره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي