پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی
د زړه وېنې
کوکې مې خېژې له ګوګله څخه او وېنې مې څاڅې له ټټره څخه راباندې څه شوې بلا ده خلکو او دم مې ختلې له بدنه څخه ېار ته مې وکتل ګناه مې وکړه او ډېر په غصه شو تېښته ېې وکړه له محفله څخه او وېنې مې څاڅې له ټټره څخه خبر پرې نه وم د رقېبانو کار وو د محبت د دشمنانو کار وو غمازې کړې غمازانو ورونو او ېار ېې جدا کړو له خوبانو ورونو امېن پرې واې په دعا مې ورونو چې خالې دنېا د واړه غمازګره څخه او وېنې مې څاڅې له ټټره څخه قاصد ورلېږم د رښتېا لپاره ښکلې بشر سره د سلا لپاره چې شې جدا له بې پدره څخه کوکې مې خېژې له ګوګله څخه او وېنې مې څاڅې له ټټره څخه دجلالې سره جفا شوېده په مشوره او په سلا شوېده ځکه اواز ېې نن راخېژې له دهنه څخه او وېنې مې څاڅې له ټټره څخه
سېد نسېم شاه (جلالې)
سید نسیم شاه جلالي