|
د کلي کور او قام په منځ کې چې ګوندۍ آچوې
چې په لمسون او شيطانۍ هميشه خلک جنګوې
وينې د قام خورې په دې چم خپل اعتبار زياتوې
داسې خانان او ملکان سر په بلا غواړو موږ
چې د ملت او حکومت منځ کې وحدت ټينګوي
چې په سوغات او مېلمستياو سترګې نه پټوي
لحاظ د خان او ملک نه کوي حق نه پټوي
د داسې پاکو متمورينو تل لوړتيا غواړو موږ
چې معاملو کې د خپل ورور سره چل ول کوي څوک
چې خپلې ګټې ته بل چا د نقص تکل کوي څوک
چې خپل عيب نه ويني د بل د عيب پرتل کوي څوک
دغسې ټګ مفاد پرست ناقد رسوا غواړو موږ
چې پيغلې لوڼې کور کې نه ساتي دولت د پاره
لوڼې ځامن ليږي مکتب ته معرفت دپاره
ځانته عزت نه غواړي بل چا د ذلت دپاره
په هر يو کور کې داسې يو واکمن دادا غواړو موږ
چې د شهاب، احمد، ميرويس، غوندې شاهان وروزي
د بوعلي او سنايې شان اتلان وروزي
لکه سيد جمال الدين فيلسوفان و روزي
دغسې مېندې ای «پرهيزه» دلته بيا غواړو موږ
د جلاکوټ ښار د هـ ش ۱۳۲۷ کال
عبدالقدوس پرهيز

|