سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

زما ليلي وطنه!!

تل ستا خدمت ته یم ولاړ په ټينګه ملا وطنه زما ليلی وطنه
په هر يو کار کې لټومه ستا رضا وطنه زما ليلی وطنه

وطنه ته مې مشال × زه دې پتنګ يم ليوال
په سولو نه یمه ټال× لرمه تل دغه خيال
تل ستا د مينې اورکې خوښ یمه جليا وطنه زما ليلی وطنه

ته زما باغ وبوستان× څښتن دې مه کړه خزان
وې دې ستا خوښ بلبلان× کله راتلی شي قارغان؟
د غیرت توره مې تر ملا مالياريم ستا وطنه زما ليلی وطنه

فولادي زغر د غيرت × لرم په تن دهمت
ټوپک په لاس د وحدت × کوم د ستا حفاظت
بد خوادغليم کله پريږدمه ستا په خوا وطنه زما ليلی وطنه
 
پښتون عسکر يمه زه × لوې ځګر ور يمه زه
لکه اژدر يمه زه × په غليم بر يمه زه
د ننګ په ځای کې د سر کله کړم پروا وطنه زما ليلی وطنه

پښتون عسکر يم زمری × په بل چا نه کړم تيری
که څوک په ما کړي تيری × زه به ترې وړمه بری
څښتن مې مل يم مسلمان تاج د ايشيا وطنه زما ليلی وطنه

ما ظالمان رټلي × ښکيلاک ګران رټلي
هم خاينان رټلي × په سپين ميدان رټلي
د آزادۍ لمر کړی شو غلی ستا په فضا وطنه زما ليلی وطنه

افغانستان ساتمه × خپل لوړ نشان ساتمه
پت د انسان ساتمه × په هر زمان ساتمه
دا مې لوړلی د «پرهيز» په دې انشا وطنه زما ليلی وطنه

د جلال کوټ ښار د سراج العمارت بڼ د هـ ش ۱۳۲۳ کال

عبدالقدوس پرهيز

 

 

 

عبدالقدوس پرهیز

 


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته