سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

توره څه وايې؟

سوچه فولاد يمه په ځان کې لوی طاقت لرمه
د سختې ويرې هيولا یمه دهشت لرمه

غوڅه کومه ښه جوهر آب و زينت لرمه
فولادي زغرې غوڅومه لوی قدرت لرمه

د توریاليانو په لاس تل فتح ونصرت ګټمه
ژوندو قامونو ته هر ځای کې حکومت ګټمه

اصل مې شته جوهر مې شته خو چې غلاف کې نه يم
د نامردۍ تيکي کې زنګ شم چې مصاف کې نه یم

آبرو مې ځي چې د سرو، وينو په طواف کې نه يم
هرڅه مې شته که د بې ننګو په اطراف کې نه يم

پت او ناموس زما په سيوري خوندي کيږي هر ځای
زما په ژبه قام قامونه ژوندي کيږي هر ځای

شي سياست په ما ژوندی ددولتونو هرځای
اداره شي په ما خوندي د ملتونو هر ځای

زه يم عزت زه يم شرف د ولسونو هر ځای
کړمه غازي شهيد پيدا د قام قامونو هر ځای

خوشحال منلي يو د خدای بله تکيه زما ده
د خوشحال خان حماسه ياده په نړۍ هر چا ده

چې د غوريانو په لاسو ومه نيکنام ومه زه
رښتيا رښتيا چې هغه وخت سیف الاسلام ومه زه

په هغه وخت کې داسې کله په نيام ومه زه؟
آب مې له سرو وينو نه آخسته  صمصام ومه زه

بری او برم هغه وخت مې استقبال ته راتلو
فتح ونصرت په افتخار به مې وصال ته راتلو

غوڅه مې ياده د تاريخ ده هوتکيانو په وخت
په پړق او خرب مې تاريخ ناز کړي د سوريانو په وخت

هيبت دهشت مې ښه خوندي د ابداليانو په وخت
په درناوي   به ياديدم   د  فاتحانو  په   وخت

داغ په زړګي مې د چنګيز او هلاکو ايښی دی
هم مې په زړه د هر ظالم او هر ډاکو ايښی دی

توره وم هلته چې په لاس کې د خوشحال ومه زه
کله ايساره د مغلو په کلک ډال ومه زه

درنه وم هلته چې په غاړه د سيدال ومه زه
چې پړقيدم به په ميدان کې د کمال ومه زه

په درناوي وزير اکبر شاه امان ياديږي
دا برکت دی ټول زما که نور غازيان ياديږي

هغو زه هيڅکله په تيکي کې منډلی نه وم
داسې ورځ نه وه چې ميدان کې پړقيدلی نه وم

نه مې ياديږي داسې ورځ چې رنګولی نه وم
په بې ننګۍ پښتنو هيڅ وخت شرنګولی نه وم

نن چې په تيکي کې پرته يم خود زنګونه مې خوري
د بې ننګۍ موريانه جوهر رنګونه مې خوري

چاته فرياد وکړم او چاته به اوس وژاړم زه
خپل پخوانی آب و جوهر به له چا وغواړم زه

په ننيو واکدارانو څنګه ووياړم زه؟
د بې ننګۍ زنګونو ويوړم دا دی ولاړم زه

که په غيرت مې صيقل نه کړی، پښتنو ورکيږۍ
«پرهيزه» پوه شه د نيستۍ کنده کې هم ور لويږی

 

کابل د سردارجانخان کوڅه د، ه ،ش ۱۳۲۹ کال د وږي شپږمه شپه

 

عبدالقدوس پرهيز

 

 

 

عبدالقدوس پرهیز

 


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته