|
ځانته ناست وم يوه ورځ په چرت وهلو
نيت مې وکړ يو لوړ غره ته د ختلو
په دې خيال له کوره ووتم صحرا ته
مخ په غره تلمه له خياله پر ترپلو
خپل خپلوان ملګري ټول راته حيران و
چې دی څه له پورته ځي په شينيدلو؟
چې د غره غاړې نه سم شوم مخ په پورته
لا نشه مې زياتيده د جګيدلو
چې هر څو پورته ختلم د غره سر ته
هماغومره به مې ځان لوی حسولو
نور وګړي چې و مانه ښکته پاتې
ښکاريدل لکه ميږي په ښوريدلو
بیا چې ښه پسې د غره سرته اوچت شوم
ښکته هيڅوک په نظر مې نه راتللو
ښکته پورته شاخوا چې په ښه ځير شوم
بې له ځانه بل ذيروح مې نه ليدلو
په دې خوی دوستان خپلوان رانه خپه و
چې مې خيال ددوی په زړه کې نه ساتلو
د لوړتيا نشې مې سترګې وې ګنډلې
نصيحت د خپل پردو مې نه منلو
په کامل قوت ختم د څوکې سرته
خيال مې نه درلوده بیا د کوزيدلو
چې ناڅاپه په يو پاڼ ور برابر شوم
هيڅ ځای نه ؤ په کې لاس د لګولو
د لوړتيا هوا شعور ؤ رانه وړی
ويره نه وه را سره د ښوييدلو
پښه مې ټينګه نه شوه ښکته راګوزار شوم
ټول وجود مې مات او ګوډ شو په لويدلو
تر يو حده کوليدلم مخ په ښکته
متره نه وه راسره د ټينګيدلو
چې آخر د غره په بيخ د ګټ په خوا کې
بيهوش پريوتم په وينو بهيدلو
نه يم پوه چې بيا په کوم وخت را په هوښ شوم
په ځپلي ټوک ټوک ځان مې وژړلو
په سرو وينو لژند ګوډ ګوډ تلمه کورته
خپل پردو په ما نفرين لعنت ويلو
هر چا ويلی تو لعنت په داسې خلکو
چې بايلي ځان د عزت په زياتيدلو
چې مې سر د عبرت تيږو باندې مات شو
په پوره معنی مې ځان وپيژاندلو
خپل پردي ته چې په خلاصو سترګو ځير شوم
هر يو ځان نه مې ښه پوه لوی وليدلو
اندازه د ځان او خلکو رامعلوم شوه
هله پوه شومه د ځان په تيروتلو
ټول قصور زما د پوهې او شعور وو
چې ما نه ليد څوک په وخت د لوړيدلو
انسان بويه چې لوړتيا کې ای «پرهيزه»
وکړی فکر بيا د بيرته پريوتلو
د ننګرهار د قلعټک کلی د ه ش ۱۳۲۸ کال د وري نهمه ورځ
عبدالقدوس پرهيز

|