سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

التجا

ای خالقه خوله کې ژبه د ثنا را
په مغزو کې دعرفان ښکلې رڼا را

چې د ځان او دجهانه خبرنشم
پاکې مينې له رحيق ډکه صهبا را

چې د خوار مظلوم په حال باندې سوزيږي
سواندی زړه راته ګوګل کې مصفا را

چې پرې آورمه ځګيروي د عاجزانو
له غفلته خلاص غوږونه شنوا را

د خوږمنو په ژړا کې چې شريک شي
هسې سترګې راته سرې تل په ژړا را

چې په لوړ نظر کاته کړم و هر څيز ته
د افکارو افق هسک تر ثريا را

چې د خوار یتيم پرې اوښکې کړمه وچې
په دې زوړ لستوڼي کې يدبيضا را

چې د وهم او د ډار بتان پرې مات کړم
خليلي ځيګر سينه کې توانا را

چې په څړک سره يې د ظلم بنيان ړنګ کړم
په نغمو کې زور د تندر او بريښنا را

په مړ قام کې چې د نوي ژوند سا پو کړم
لاس او خوله کې څه اعجاز د مسيحا را

چې اوږې را سره ور کړي پدې کارکې
هسې ورور، هسې «غمخور» هسې آشنا را

چې دخلکو په خدمت کې ځان کړم خاورې
ما «پرهيز» ته په دې کار يد طولې را

 

د شفيع کوټ (قلعټک) کلی د کب د مياشتې ۲۲ ورځ ۱۳۳۰ د ه ،ش

 

 

عبدالقدوس پرهیز


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته