سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

علمي محشر

أي د لوړو غرو ګوربته دلوړ خيال وزر پيداکړه

د پريوتي قوم لوړتياته ثريا نظر پيداکړه

أي د شپي اور اورکيه،دي تياري وطن دپاره

چۍ ذري ځانته اوچت کړي خاصيت د لمر پيداکړه

ستا دهري ذري زړه کي، اتومي زور و طاقت شته

خوپښتونه ته هم لږڅه علم و فن هنر پيداکړه

د مسيح (ع)غوندي مړ قام کي ژر دنوي ژوند سا پو کړه

دسيني په سوړ نغري کي،د ژوندون شرر پيداکړه

انقلاب د حوادثو هيڅ ستا ژوند بدل نه کړه

چۍ بدل دي دا زوړ ژوند کړي يو علمي محشر پيداکړه

چۍ دژوند بقا دپاره پسي لا ښه آماده شي

نو توفان او تندرو ته حوصله دغر پيداکړه

چۍ ميکروب د ناپوهي نه دپښتون وينه شي پاکه

طبيعت د هر پښتون کي ربه تريخ اثر پيداکړه

چۍ بتان د ډار او وهم په يو دم ذري ذري کړي

خدايه هرپښتون سينه کي خليلي (ع) ځيګر پيداکړه

چۍ د قوم په بدو ورځو تل په سرو وينو ژړيږي

د وطن دځلمو پيغلو هسي رنګه بصر پيداکړه

چۍ کاروان د پښتون سم کړي د لوړتيا پړاو په لوري

خدايه داسي لوړ فکرونه دزلمو په سر پيداکړه

په يوه چيغه چۍ ويښ کړي وده قوم له درانه خوبه

د ((پرهيز)) نغموکي ربه مسيحي اثر پيداکړه

 

 

 

 

عبدالقدوس پرهیز


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته