سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

ځلمې پښتون

ځلمې پښتون يم د پښتو ټوله معنا پيژنم

چۍ پکې ژوند کړم د شرف هغه دنيا پيژنم

مور په زانګو کې راته درس د قربانۍ راکړي

د ابراهيم خليل الله دين له پخوا پيژنم

وطن ناموس دي د ناموس ساتنه فرض ده په ما

دي فريضه کې لوي ايثارد خداي رضا پيژنم

وړي جنازي دشهيدانو د آسمان فرښتی

لويه رتبه د شهادت زه په ريښتيا پيژنم

زه داسې مرګ په پنځه وخته له څښتنه غواړم

هم افتخار دنوي نسل په سبا پيژنم

که څوک زما په حريت اوآزادي بلوڅيږي

زه به هغه ظالم روا ځانته غزا پيژنم

دغه پيغام په لوړ آواز دي زما ټول پښتون ته

چۍ بې د توري د پت ژوند لکه عنقا پيژنم

توري له تيکو نه بهر کړي يا چاريار وکوي

د کمينه غالم تنبه ته دا فتوا پيژنم

دغه پيغام دي د پرهيز ولرو بر پښتون ته

چۍ پښتنې ژوند ته آزاده  پښتونخوا پيژنم

 

 

عبدالقدوس پرهیز


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته