سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

پسرلنې بوللّه!

پسرلی شو ساکښان کړي بيا شڼونه
غرو، رغو کې بيا د جنډو دي موجونه

دا دعطرو قافله دلته راغلې
که شيندلي پسرلي هر ځای عطرونه

پسرلي په شين شينيلي مځکه فرش کړه
بيايې ونو ته پسر کړل شنه شالونه

د پسرلي مشاطې بيا په خپلو ګوتو
ددنيا د ناوې جوړ کړل سينګارونه

لويه ورا ده غرهار دی ډزې کيږي
پاس په هسک کې دي د تالندې توپونه

دا ورياده او که سپينې مرغلرې
 چې د ناوې په ډولۍ شي نثارونه

بيا په هسک کې بوډۍ ټال دی آچولی
په کې زانګي د افق ښايسته نجونه

دا د غرو لمنې ډکې له ياقوت دي
که بل کړي ارغوانو سره اورونه

لمر چې بيا خپلې تودې وړانګې خپرې کړی
په غورځنګ شول د هيواد واړه سيندونه

د بهار وږمه چليږي هره خوا کې
هوسيږي غرو، رغو ته مړاوی زړونه

ډلې ډلې هر ګهيځ او مازيګر کې
زلمي نجونې کړي صحرا کې اټنونه

ښکته پورته هره خوا چې سړی ګوري
هرځای ويني د ګلونو ډير موجونه

دغه فيض د پسرلي دی ښه پوهيږم
چې يې ښکلو ته په غاړه کړل هارونه

ځلمو بيا خپلو کږو شملو د پاسه
د رنګ رنګ ګلونو جوړ کړل کتارونه

شپونکي بيا په درناوۍ په پرسه ناست دی
په شپيلۍ کې غږوي ښه سرودونه

چندې هرې منظرې ته په ځير ګوري
خپل بياض کې تبسوي خپل اشلکونه

پسرلی دی ونې وده کړي لوييږی
اوږدوي ښکته نيلي خپل پاس ښاخونه

ای پښتونه ته د ځان ودې دپاره
وکړه ژر شه معنوي فعاليتونه

انتباه د پسرلي ځنې ژر واخله
ويښ شه ويښ شه زياتي مه کوه خوبونه

زار افسوس ستاسو په حال پښتنو وروڼو
چې ايټم عصر کې هم کوۍ خوبونه

«پرهيز» هم د پسرلي په هر کلي کې
خپلو وروڼو ته اهدا کړل څو بيتونه

 

د ننګرهار د شفيع کوټ (قلعټک) کلی د هـ ش ۱۳۲۸ کال د کب ۳۰

عبدالقدوس پرهيز

 

 

 

عبدالقدوس پرهیز

 


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته