سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

د ډاکټر کبير ستوري د دويم تلين په موقع سلام او احترام

داســی قــامت لکـــه چـــنـار چــــنـار قــامت د پـښـتو
لکـــه ســړی چـې ځـي روان وي ســيـوری نشي نيوی

د لـوی افـــغان د اســـمان دا غـرور څـه لـږ خـو نه دی
سپوږمۍ به تـندر رانيـوی شي٬ ستوری نشي نيوی



يواسمان چې د افغان په زمکه ښکاري
پـــه اســـمـــان کـښـې بلــــــهــا ســتوري

غلــي غلــي مـا ته ګــوري
پټ پټونی کړي اؤ شوری

خـو یـــو سـتوری داسـی هـم دی
چې پښتون افغان دی، وائی !!

په جنتيانو کې زه هسکه غړۍ ګرځمه
چې داتلانو رهبرانو لوی لښکر لـرمه

دخـدای حـضـــور ته زه په فـخـر ځمه
دننګيالو غير تيانو دروند ټبر لرمه

دفـرښـتو په مينځ کې بړ ق بړق په خنداشمه
چې !!! دملالۍ او زرغونې ادې دوتر لرمه


بلها قامونه مې په لويه تماشه اودريږي
چې دقـلم، توری، پټکی هـر معتبر لرمه

دکـــربلا دامــامــانــو نه ســــلام اخـلـمـه
چې لوی تاريخ د شهيدانو د سنګر لرمه

منصور زما په پښو کې کېنی او خراج راکړي
چــې اريـــانــا غــونـدی د دار نــوی اثــر لــرمــه

دجــنـتـونـو دربـانان مـې په افــغان پـېژنی
چې يو وجود يم او څلورټکړې ځيګر لرمه

غلـمان په مستو اتڼونو په ټوپونو راشي
چې زه د خپلو سټو کمارو ځلمو سر لرمه

زمــــا جــنـت لکـــه غــنی د خــمارونــو ډک شي
لکه يو لوی پښتونستان چې درنګونو ډک شي

نورالبشر نويد
د ليکوال د مجلی چیف ايدی
ټر

Chief Editor of The Monthly "LEEKWAL" Magazine Peshawar Pakhtunkhwa

 

 

 

 

نورالبشر نويد

 


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته