سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

د زهرو هټۍ

دابوالمعاني ميرزا عبدالقادر بيدل‌ د يو شعر  ژباړه


ای مردهء تکلف از کیف و کم برون آ
گاهی برغــم دانش دیوانه هم برون آ
ای د تکلف مړه له کیفیت او کمیته را بهرشه
کله د پوهې خلاف لکه ليونې هسې رابهر شه

اې چې ځان دې په تکلف کې مړ کړ، يانې هغه څوک  چې په ظواهرو کې ډوب يې او د مادياتو  فکر کوې   او ژوند دې په خپل لاس په  کړانو او ستونزو کې ډوب کړې دی، او د کمیت او کیفیت پسې لالهاند يې، يانې  ددغه کمیت او کیفیت څخه را ووځه، که ستا پوهه هم تا ته ددغه کار واک او مشوره نه درکوي، ځان له دغه اړتيا څخه خلاص کړه. کله ناکله د هغه څه په خلاف هم عمل وکړه چې ستا پوهه او ستا علم  تاته دهغې سپارښتنه کوي. کله داسې و بوله چې ته لیونی يې، ددغه کمیت او کیفيت پسې مه ځه.   انسان ددې دپاره نه دی پيداشوې چې يوازې د خپل نفساني او دنيوي اړيکو په اډانه کې بند پاتې وي. يو شمير کسان علم او پوهه  ددې دپاره تر لاسه کوي څو زياتې مادي  ګټې اوخوندونه تر لاسه کړي . دوې د ښه ژوند او نيکمرغۍ مفهوم ددنیا د نعمتونو په تر لاسه کولو کې ویني، دوې هغه ستره نیکمرغي نه لمسوي کوم چې انسان ته د اوچتو انساني او معنوي ارزښتونو د تر لاسه کولو د لارې ورپه برخه کيږې.

تا از گلت جز ایثار رنگ دگــــــــر نخندد
سر تا قدم چو خورشید دست کرم برون آ

څو  له ګله دې، بې د ايثاره  بل رنګ ونه خاندي
سرترپايه لکه لمر سخاوت کې را بهر شه
 لمر د ځان ښندنې ، سخاوت او عدالت سمبول دی ځکه کله چې لمر ر ا وخيژي نو خپلې وړانګې هره خوا بې له توپيره خپروي نو ځکه  انسان بايد له لمر څخه زده کړي او لکه د لمر داسې سخي او مهربانه واوسي. انسان بايد په خپلو کړو کې ، لکه د لمر په شان چې تودوخه  او رڼا خپروي، مينه، رښتينولي او صداقت خپور کړي، يانې انسان بايد ښه کارونه و کړي  داسې کارونه چې د انساني ارزښتونو سره سمون ولري. يانې انسان بايد په ټولنه کې دخير او رښتنولۍ استازې واوسی او د شر او فتنو څخه ځان لیرې وساتي.

 

تنزیه بی نیاز است از انقـــــلاب تشبیه
گو برهمن دو روزی محو صنم برون آ

سپيڅلتيا اړمنه نه ده د تشبیه و انقلاب ته
برهمنه  دوه ورځې ورک صنم کې را بهر شه

د ښه څيزونو جوړول ښکلا او سمسورتیا رامنځ ته کوي او  تشبه ته اړه نه لري. پاک او سپيڅلي عقيدې تشبه   ټه اړتيا نه لري. د برهمنانو په څير بت له خدای سره مه تشبه کوه او  دوه ورځې داسی راووځه چې د صنم په خيال کې ډوب او ورک یې . لنډه داچې  هر هغه څه چې پاک او سپيڅلې وي تشبه ته اړتيا نه لري.

صد شمع ازین شبستان در خود زد آتش و رفت
ای خار پای همــــت زینسان تو هـــــــم برون آ
 سل ډيوو په ځان اوربل کړ په تياروکې پو پنا شول
اې د همت د پښو اغزيه ته هم داسې را بهر شه
په  تيارو او تورو شپوکې په سل ګونو ډيوې يا شمعې بلې شوې، سوزیدلې او له منځه تللې دي، يانې  دغه نړۍ ته داسې  انسانان راغلل  اوترې لاړل چې په خپله لکه د شمع و سوزیدل خو نورو ته يې رڼا او تودوخه ورکړه يانې  داسې کسان وه چې ټولنې او بشريت ته یې ستر خدمتونه تر سره کړه . دغه سترو انسانانو خپل ژوند د حق، عدالت، آزادۍ او برابرې په لاره کې قربان کړ. په تاريخ دداسې انسانانو نومونه لږ نه دي هغوې د معنويت لوړو پوړیو ته رسيدلي وه او  ته چې د همت د پښو اغزی يې، د سر ښندونکو او بيلګه انسانانو لاره خپل کړه او ته هم په دې ډول عدالت ، آزادۍ، حقيقت ته د مبارزې له لارې ،ځان د معنويت لوړو پوړيو ته و رسوه.

 

در عرصهء تعین بی راستی ظفر نیست
هـــر جا به جلوه آیی با این علم برون آ
د «تعين» په ډګر کې بې له رښتيا برې نشته
هرچيرې چې څرګند شوې  دې بیرغ سره  را بهر شه

د «تعين» په ډګر او ميدان کې له رښتينولۍ پرته بری نه تر لاسه کيږي. د ډيرو عارفانو او د ذوق د خاوندانو په انده «تعين» د وحدت او وحدانيت مرتبه ده. انسان چې د حقيقت په لټه کې دی لومړی باید په خپله  رښتنی و اوسی  ځکه هغه کسان چې رښتنې نه دي  حقیقت داسې نه ښیی لکه څنګه چې دی بلکې دروغو ته د حقیقت رنګ ورکوې څو خپلې ګټې خوندي کړي. کله چې انسان غواړې يو چيرې را څرګند شي  بايد د رښتينولۍ او سمون تر  بيرغ لاندې را څرګند شې څکه په رښتيا او رښتنولۍ کې د انسان اصلې جوهر ځلا مومی. بيدل ټولو هغه کسانو ته چې،  وحدت او وحدانيت ته پاملرنه کوي د رښتينولۍ او صداقت سپارښتنه کوي.

 

شمع بســـــاط غیرت مپسند داغ خفت
سربازی آنقدر نیست ثابت قدم برون آ
د غیرت د ټغر شمعې، ځان سپک نه کړې
سر تیري خو دومره نشته په ټينګ هوډ  را بهر شه
ته چې د غيرت د ټغر ډیوه يې، د بې عقلۍ او سپکاوۍ داغ مه منه. د انسان پام د انسان اصليت ته را آړوي. هره ورځ سرښندنه نه شي کيدی خو انسان بايد دانساني بشپړتيا لوړ پړاو ته د رسيدو د پاره هوډمن و اوسې.

چون اشک چشم حیران بشکن قدم بدامان
تا آبرو نریزی از خــــــــانه کـــــم برون آ
د حیرانه سترګو اوښکو قدم رو پر لمن کيږدۍ
څو بې پته نه کړې ځان، لږ، له کوره  را بهر شه
 حيرانه سترګې  اوښکې نه تويوي ځکه کله هم له زياتې حيرانتيا او وحشته د انسان اوښکې بیخی وچې شی نو په دی حالت کې بیدل وايې چې اوښکې د سترګو له اډانې څخه نه راوځې او د سترګو په اډانه کې چې د سترګو لمن یې بولي راماتيږي . نو بيدل وایې ته هم بايد لکه داوښکو په څیر د خپلې لمنې په اډانه کې قدم ووهې ددی خبری مانا داده ده چې هر انسان د همت او وقار آداڼه لري او هر هغه څه چې غواړې، هغه باید په همدغه  اډانه کې پیداکړي يانې انسان بايد پر ځان باور پيداکړې او د خپل ژوند د سمبالتيا دپاره پر خپلو امکاناتو، وس او خپلو مټو ډډه ولګوي. په هر انسان کې د يو څه د تر سره کولو استعداد او وړتيا شته دې خو ځنې انسانان له خپلو وړتیاو څخه ګټه اخلې او په ژوند کې پرمختګ کوې خو ځنې بیا تل د نورو په امکاناتو ډډه لګوي. که چيرې  دکوم څه د تر لاسه کولو دپاره خپل لاس بلې خواته اوږد کړې، ځان به سپک او بې پته کړې. 

شرم غرور اعمــــال آبی نزد برویت
ای انفعال کوثر یک جبهه نم برون آ
د کړو د غرور شرم، خوله نه کړي ستا پر مخ
ای انفعاله د کوثر خوړ د نم شه را بهر شه
 انسان دغرور د لارې پت او عزت نه تر لاسه کوي. بلکې انسان بايد پر هغه کړونو و شرميږې او په خپلو خولو کې ډوب شي کوم چې دبې ځايه غرور له امله رامنځ ته کيږې. انسان بايد متانت ولري او له لويې نه ډډه وکړي.  ای ته چې د کوثرتوب په دعوه کې شرمیدلې يې، لږ تر لږه پر خپل تندي د حیا خوله را څرګنده کړه او د شرم له حالته را بهر شه. په دغه ځاې کې «کوثر» د ستر او بښونکې انسان په مانا دی.

بار خیال اســـباب بر گــــــردن حیا بند
تا دوش خم نه بینی مژگان بخم برون آ
د سبب د خیال پيټې،  د حيا پر اوږو کيږده
څو ملادې کړوپه نه شئ باڼه ښکته را بهر شه
پر خپلې بندګۍ او عبادت مه مغروره کيږه،  بلکې دا هر څه د حيا په لاس ورکړه او حيا غوره کړه. تر څو ملا دې کړوپه نه شې، یانې و نه شرميږې، دا به ښه وي خپل باڼه و تړې او د فکر او حيا نه کار واخلې. د ملا د کړوپیدو په پرتله د بڼو ټيټيدل  ښه دي.  انسان په هر کار کې بايد له فکر څخه کار واخلي يانې دا به ښه کار وي که انسان  د يو کار د تر سره کولو دمخه  دهغه په هکله فکر وکړي او يو  څوشيبې خپلې سترګې پټې کړي. ځکه د څو شیبو فکر به ښه وې تر دې چې د ناوړه کار له امله ځان له شرم سره مخامخ کړو.

 

اثبات شخص فطرت بی نفی وهـــم سهلست
چون خامه چیزی از خود با هر رقم برون آ
د فطرت د شخص ثبوت، بې له وهمه ساده کار دی

لکه اومه يو څه له ځانه په هر شانې را بهر شه
  انسان د پوه او هوښيار موجود په توګه د هر څه په هکله فکر کوي او د هغه په علتونو ځان پوهوي چې همدغه ځانګړتيا  په انسان کې د شک او ګومان حس رامنځ ته کوي، نو که دغه شک نه وای  د فطرت د شخصیت ثابتول آسانه کار ؤ.  له دې کبله د ګومان حالت، فطرت له پريشانۍ او ستونزو سره مخامخ کوي. قلم چې څه ليکي له ځانه  يې راباسي. يانې انسان  هر څه چې کوي هغه بايد دخپل فکر او وړتيا څخه رامنځ ته کړي او  په هر حرکت کې خپل شتون ثابت کړي.

بیدل ز قید هستی سهلست باز جستن
گـــر مرد اختیاری رو از عدم برون آ

بیدله، له هستۍ نه په وتو کې ستونزه نشته
که  واک لرې نو راشه  له نسیتۍ نه را بهر شه

له شتون (هستې) څخه خلاصون يا له منځه تګ ستونزه نه لري او  آسانه  کار دی، که ته د  واک خاوند يې نو ځه او له هيڅ څخه را منځ ته شه. موږ په خپله خوښه نه يو رامنځ ته شوې.  اوزموږ رامنځ ته کيدل  زموږ په واک کې نه دی.

 

دعبدالملکپرهيزژباړه
 

غزل

د مولانا جلال الدین محمدبلخي د يو شعر ژب

د مولانا جلال الدین محمدبلخي د يو شعر ژباړه

غزل

د مولانا جلال الدین محمدبلخي د يو شعر ژباړه
زړه مي تاته درکړ


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي