هير به رانه نشي که مې روح لاړ شي له ځانه زماافغانستانه کنړ غيرت غيرت دی لغمان پت او عزت دی غزني نه قربانيږم تير بهله پکتيا نه زما افغانستانه قندهار کې تاريخونه ننګرهار کېغورزنګونه کابل دې لکه زړه دې له لرغونې اريانانه زما افغانستانه ستا بلخاملبلاد دی ستروياړ دی د اولاد دی قدم قدم دې ننګ دی له هرات تربدخشانه زما افغانستانه باميانو او هډه کې په شهر غلغله کې پو خوالی دیمعلوم دی په دنيا کې له هر چانه زما افغانستانه تا مات کړل قدرتونه د شرقاو غرب پوځونه اورنګ پرنګ دې وشړل په نره له خپل ځانه زماافغانستانه اولاد دې اوس راټول کړه ورياد ورته خپل تول کړه ضرور بهخدمتګار درله درځي له اروپا نه زما افغانستانه هير به رانه نشې که مې روح لاړشي له ځانه زما افغانستانه ١٣٧٨
محمديوسف خدمتګار مزدور زوی
ددې پاڼې ټولې ليكنې دليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي ،ددي پاڼې ملګرتيا ورسره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي