سپرغۍ ستاسی د سياسې، ادبې، علمې او هنري عقيدو او نظريو د خپرولو خپلواک او ناپيلې تربيون دي
کور

پر تيارو باندې دبد ويلو پر ځای به ښه وی، يوه ډيوه بله کړی

ډیوئ

چاته دشپئ اوورځئ یوشانته بلیږي ډیوئ
چاته دژوندپه تورتمونوکئ مړئ کیږي ډیوئ
د ابه جانان مخ راړولئ وي  زما په لو رې
که یی له لورې نسیم راغئ چی مړې کیږي ډیوئ
زه بلووم دژوند دهیلو ډیوئ ټولې  تا  ته
څو دی دمخ رڼا په سترګو کئ ځلیږي ډیوئ
که دژوندون ښکلادې خوښه وي ډیوه ډیوه شه
دښکلي مخ ډیوه ډیو ته ښکلې کيږی ډیوئ
زړه دې روښانه کړه افغانه ځان په دی پوه کړه
نورو قومو سره دی ولې نه بلیږي  ډیوئ
ما په کئ خوې دمتا نت دپښتنو ولیده
په سر یی اور دمیني بل وي نه ښوریږي ډیوئ
په انتظار دمیني مه شه پاڅه ورشه پسئ
به حرکت دژوندانه به دئ روڼیږي  ډیوئ
لوی طا قتونه که ثابت وي حرکت ونه کړي
په ودریدو سره دزړونو یی مړې کیږي ډیوئ
لمر مخې لاړله ماښام شوزه ډیوئ بلووم
په توره شپه کې خدمتګاره وځلیږي ډیوئ
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوې

 

 

محمديوسف خدمتګار مزدور زوی


ددې پاڼې ټولې ليكنې د ليكوالانو د اندونو او رايو څرګندويي كوي
،ددي پاڼې ملګرتيا ور سره شرط نه دى،شننه او قضاوت د درنو لوستونکو او ښاغلو ليکوالانو کار دي

اړيکۍ | د پاڼۍ چلونکۍ | د پاڼۍ هدف
د پاڼی سرته